(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا زړى په دې وينه زرغونيږي (( څرک مدني او کولتوري ټولنه ))!

[22.Sep.2007 - 07:02] په خواشينۍ سره خبر شوو،چې د پښتونخوا پر مشهور سياستوال او پښتون مشر خان ((افضل خان لالا)) مرګونې ډزې شوې ، هغه ټپي او دوه ملګري(ساتونکى او ډرېور) يې شهيدان شويدي. موږ په داسې حال کې ، چې د پښتون دښمنه کسانو دغه ناځوانمردانه بريد په کلکه غندو، (( خان لالا)) ته د روغتيا او اوږده ژوند دوعاوې کوو. ( ( افضل خان لالا)) په خپلو سياسي مدبرانه تګلارو او دريځ سره د پښتون ولس په منځ کې د افغانيت او پښتونولۍ زړي کرلي او دغه زړي به د پښتانه د هر څاڅکي وينې په تويېدو سره لا وده کوي.
چاړه زما د قام په مرۍ مه ږده دا زړى په دې وينه زرغونيږي څرک مدني او کولتوري ټولنه کابل - افغانستان
Sark Madini Au Kulturi Tolana Kabul Afghanistan- څرک مدني او کولتوري ټولنه
بېرته شاته