(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په بن کې د پښتو ژورنالیزم د نن او صبا په هکله سمینار

[06.Sep.2007 - 21:23] پروفیسور ډاکتر شاه جهان سید د پیښور پوهنتون د ژورنالیزم د څانگې مشر په بن کې د پښتو ژورنالیزم د نن او صبا په هکله وینا کوی. ډاکتر شاه جهان سید جرمني ته د «آسیا- پاسیفیک او اروپا د رسنیو د ډیالوگ» په سمینار کې د گډون لپاره راغلی دی، په کوم کې چې د آسیا او اروپا نه د دری سوو څخه زیات د میډیا متخصیصينو گډون کړی وو. ښاغلی ډاکتر شاه جهان سید د آلمان په بوخوم او مونسټر پوهنتونونو کې ام. ای. او پی. ایچ. ډی ډیګری ترلاسه کړی دی. د ده د زدکړو موضوع «د افغانستان لپاره د پښتو ژبې نړیوالي خپرونې» وه. وخت: دوشنبه، د سپتمبر لسم،10/09/2007 د مازدیگر پنځه بجې ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار 06.10.2007 Seminar-Raum / AFGHANIC (im Brunn Autoland) Justus-von-Liebig-Str 24 53121 Bonn معلومات: Tel 0228 - 409 76 30 Mobil: 0174-741 73 06 [email protected] www.afghanic.org - ډاکتر وردګ
بېرته شاته