(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دعوت یوه هېله او ملي غوښتنه!!؟

[04.Sep.2007 - 12:28] دعوت ادارې پتیلې ده چې د خپل لرغوني هېواد د لاکلتوري بډاینې او راتلوونکي کول ته د ښه رښتیا موندنې او پر ملي، کلتوري او تاریخي کړنې په مستند او لاسوند ډول راټولې، خوندي او د وخت سره سم یې د دعوت ادارې برسیره نورو اړوندو ملي ارشیفونو ته هم وسپاري. له ښه شامته چې تر دې دمه نوموړې ادارې په خپلو هلوځلو یو څه د یاد وړتاریخي او کلتوري مواد (فلمونه)، کتابونه او ډیر چاپي توکي راټول او خوندي کړي دي او د همدې ار له مخې له خپلو ټولو درنو، پتمنو او میړنیو هېوادوالو هېله کوی چې په دې ملي هڅه کې ورسره مله شي. نو که د ګران هېواد افغانستان په اړه هر ډول مستند فلم، ویدیو،CDسي ډي، وی سي ډیVCD، ډی وي ډیDVD، کتاب، مجله، اخبار، انځور او.... لنډه دا چې د افغانستان په اړه هر څه او په هره ژبه ولری نو اصل یا کاپی یې موږ ته راولیږۍ په ارشیف کې د ساتلو برسیره که لوی الله غوښتې وو ټول دغه اسناد به په مستند او پرلپسې ډول ترتیب او بیرته د هېوادولو چوپړ ته وړاندې شي. (څاڅکی څاڅکی دریاب شی) نو په دې ډول به خواره واره فلمونه او تاریخي پېښې تر یوه حده په یو ځای کې راټولې، خوندي او په ښه او مستند ډول به ترې ګټه واخستل شي. نو درنو ورونو خویندو ! د نړئ په هر ګوټ کې چې یاست زموږ مرستې ته راودانګۍ چې له یوې خوا مو ملي، اسلامي، کلتوري، انساني او افغاني رسالت او مسئولیت ترسره شي او له بلې خوا به مو لاپسې د لرغوني تاریخ، کلتوري او ادب مراندې مرغلیینې او د تاریخي دښمنانو اوتو بوتو او له تورې سپیني په امن شي. د دعوت ملي خپلواکه خپرونه ستاسو او ستاسو له پاره په کاغذي او انترنتي بڼه خپریږي او اوس غواړي چې دګران افغانستان په اړه هر ډول اسناد راغونډ او په مناسبو ځایونو کې یې بیرته وکاروي. نو تاسو به په خپلو مرستو سره افغان ولس ته ډیر څه کړي وي. راځئ چې د خبرو په ځای د عمل ډګر ته شو. ستاسو له مرستو نه مخکې له مخکې مننه د دعوت اداره د افغان ولس په خدمت کې ستاسو ورور محمد طارق بزګر - محمد طارق بزګر
بېرته شاته