(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د "پښتونستان" ورځ ونمانځل شوه

[01.Sep.2007 - 21:17] جلال اباد: د ننګرهار ولايت دجلال اباد ښارد پښتونستان په چوک کښې دپښتنو اؤ بلوڅو د يو والى ملى ورځ ونمانځل شوه. د دغه ورځې ابتکار خان عبدالغفار خان (پاچاخان ) اؤ خان شهیدعبدالصمدخان اڅکزى کړی ؤ چې د تيرو پنځوسو کالو راپديخوا په افغانستان کښې هرکال دسنبلې په نهم تاريخ نمانځل کيږى. تيرو حکومتونو به دغه ورځ په سرکارى اؤ اولسى توګه نمانځله خو سږ کال يوازې په اولسى سطحه اؤ دځينو مدنى ټولنو لخوا ونمانځل شوه. دننګرهار دقبايلو يوه مشر عبد الله مسيزي له تاريخي پلوه دا ورځ دلر او بر پښتنو ديو والي لپاره ارزښتناکه وبلله .لرې پښتونخوانه راغلي قومي سپين ږيري روژه خان اپريدي وینا وکړه.د غونډې ګډون والو يو پريکړه ليک هم صادر کړو چې په دغه پريکړه ليک کښې د ډيورنډ په کرښه د ازغن تار غزول وغندل شول اؤ دبشرى حقونو خلاف کار ئې وبللو. دغونډې ګډونوالو دغسې غونډې ګټورې وبللې اؤ د دواړو خواؤ د پښتنو د اړيکو د پياوړتيا لامل ئې وبللې. په پاېکښې د غونډې يوشمير ګډونوال دجلال اباد ښار ختيزې برخې ته راغلل اؤ د خان عبدالغفار خان (پاچاخان ) په قبر ئې دګلونو ګيډۍ کيښودې د رپورټ ترمخه دغه ورځ هر کال د افغانستان د سرحدونو اؤ قبائيلو چارو د وزارت لخوا نمانځل کيږى. د غونډې مشرى د شان پاچا شينوارى په غاړه ؤ. نوموړى ووئيل چې د لر اؤ بر پښتانۀ سره يو دى. اؤ دنړۍ هيڅ ځواک به دغه وياړلی قوم سره بيل نۀ کړی شى. وروسته د پښتونستان بيرغ په هغه څلى وځړول شو چې په دغه واټ کښې جوړ شوی ؤ. دا په تيرو ديرشو کالو کښې لومړی ځل دی چې په ننګرهار کښې په دومره جوش اؤ خروش سره د "پښتونستان" ورځ نمانځل کيږى. د پښتنو اؤ بلوڅو ديو والى دملى ورځې دنمانځنۍ په مناسبت ښاغلی عبدالله بختانى وویل چې زماچی څومره ياديږى په ديارلس سوه اتۀ ويشتم کال دقبائيلو يو شمير مشران راغلى وو چې دوى دپښتونستان دمسئلو په باب خبرې اؤ مشورې کولې. دوى بيا په پغمان کښې سره راغونډ شول. څه فيصلې ئې سره وکړې. اؤ دفيصلو په پاې کښې دوى پريکړه وکړه چې دپښتونستان د ازادۍ په لار کښې به په سر اؤ مال قربانى ورکوى. چې دغه ورځ هر کال رخصت ؤ. اؤ په جنترۍ کښې هم وليکل شوه. بختانى وائى چې د وخت په بدليدو حالات هم بدليږى. کله هم ترقى اؤ کله تنزلى. 31.August 2007 Pakhtunistan - د پښتونخوا خبریال ـ جلال اباد
بېرته شاته