(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخان شهیدعبدالصمدخان اڅکزى د سيمينار پرېکړه ليک

[01.Sep.2007 - 21:13] خان شهیدعبدالصمدخان اڅکزى د جنوبي پښتونخوا لومړنۍ ژورنالست، لیکوال ،ملی او ستر سياسي شخصيت و، چې دپښتنو ولسونو د آزادۍ لپاره يې په بېلابېلو زندانونو کې ٣٣ کاله تېرکړي او ١٩٧٥ ميلادې کې د پاکستان د کوېټې په ښار کې د يوه بمي بريد په ترڅ کې ووژل شو. د عوامي نيشنل ګوند د مشر اسفنديار ولي خان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي تر څنګ، يو شمېر نورو ليکوالانو اوپوهانو په دې سيمينارکې هم ګډون کړى و چی د خان شهیدعبدالصمدخان پر ژوند او کارنامو بحث وشو او په دې اړه یی مقالې ولوستل شوې . ښاغلی محمود خان اڅکزي دسيمينار په ورستۍ ورځ په خپله وينا کې وويل چې افغانستان له دېرشو کلونو راهسې په جګړه کې ښکېل او خلک يې په وينو کې لامبي .افغانستان له امو تر اباسينه يو افغان وطن دى، داموږ ته چاخيرات نه دى راکړى ، که موږ افغانستان په ځان ګران بولو نو بايد په ګډه دهغه په جوړولو کې ملاوتړو او نړيوال ترې خبر کړو . ده وویل يو شمېر خلک شته چې اوبه خړوي اوماهيان په کې نيسي ، زياته کړه : موږ بايد په چلنج سره نړۍ ته ووايو چې افغانان په هېڅ تاريخ کې دهشتګر نه دي پېژندل شوي موږ دې نړۍ دې ته نه مجبوروي . نوموړي وويل : دا نه غواړو چې پاکستان مات شي او ټول افغان سره يو شي بلکې دا غواړو چې افغان ټول يو افغان دى . پرېکړه ليک کې راغلی: ـ. دخا ن شهید عبدالصمدخان اڅکزى په اړه د جوړ شوي سيمنار مقالې بايد چاپ شی. ـ. د هغه د شخصيت بېلابېل اړخونه د غونډو په ترڅ کې وڅېړل او آثار يې باید چاپ شي . ـ. دغه سيمينار د نوموړي په دژوند افکارو او اثارو په پېژندلو کې ګټور ګام بللى شوى او له ټولو پوهنيزو اوخپرونديو موسسو څخه هيله شوې چې دده ناچاپه اثار وپلټي او چاپ ته يې تيار کړي او هغه اثار چې اوس نايابه دي بيا چاپ کړي . نوموړى د سيمې يو لوى مبارز او پوه ؤ، او دسيمي له ټولو هېوادونو څخه هيله شوې چې دده په درناوي او وياړ پوهنيزې او څېړنيزې موسسې او دغه راز سيمې او لويې لارې دده په نوم ونوموي . او په افغانستان کی دده په نوم یوه لیسه جوړه شی. په يو اسانه او معياري پښتو ليکدود دنوموړي دژوند لوى ارمان و نو ځکه دپښتو له پوهنيزو موسسو څخه هيله کېږي چې دپښتو ژبي دمعياري کولو او اسانه کولو لپاره دپښتو ژبپوهانو يوه نړيواله کميټه جوړه کړي تر څو په دې برخه کې کار وکړي . له کلتوري او ثقافتي موسسو څخه غوښتل شوي چې عبدالصمد اڅکزي مقبره ديوې تاريخي يادګاري ودانۍ په توګه په ښه شان جوړه او دکورنۍ په مرسته يې دخان شهيد داستوګنې ځاى او له هغه څخه پاتې يادګارونه دموزيم په توګه خوندي وساتل شي . د (( دخان شهيد او باچاخان دمبارزې درسونه بايد په عمل کې پلي کړاى شي ، په افغانستان کې دسولې امن او ولسواکۍ لپاره ورڅخه ګټه واخيستل شي او دهر ډول ښکيلاک او زبېښاک پر ضد په مبارزه کې زموږ دلارې ډېوې شي .)) چارشنبه 30 August 2007 Khan Abdul Samad Khan - د پښتونخوا خبریال ـ کابلد
بېرته شاته