(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شهيد خان عبدالصمد خان اڅکزي دري ورځني سيمينار

[28.Aug.2007 - 21:47] ۲۸/اګست /۲۰۰۷ سه شنبه : ــ د سيمي د ازادي دستر مبارز ،کولتوری، سياسي او ملی سړیتوب( شخصيت) شهيد خان عبدالصمد خان اڅکزي د زوکړي دسلمي کاليزي په مناسبت په کابل کي دري ورځني نړيوال سيمينار د افغانستان دعلومو اکاډمۍ دسيمه ئيزو څيړنو د مرکز په نوښت جوړ شو. دپښتونخوا دملي عوامي ګوند(PkMAP) مشر محمود خان اڅکزي ، دعوامي نشنل ګوندANP) (مشر اسفند يار ولي خان ، دبلوڅو دملي غورځنګ له مشرانو څخه حاصل بزنجو ، دپښتونخوادملي دموکراتيک اتحاد ځنی غړو ، دکويټي او پيښور شاعرانو، لیکوالانواو کولتوری سړیتوبونو( شخصيتونو) ، د تاجکستان او هندوستان استازو ، عالمانو ، دملي شورا ځيني غړو او ګڼ شمير پوهانو او ملی سړیتوبونو( شخصيتونو) پکي ګډون کړی ؤ. دادري ورځني غونډه د افغانستان داسلامي جمهوريت ، جمهورریس حامدکرزي دشهيد خان عبدالصمد خان اڅکزيKhan Abdul Samad Khan Achakzai د ازادي غوښتني د لوړي روحيي ، ارمان او دهغه په څو اړخيز سړیتوب (شخصيت ) باندي په رڼا اچولو سره پرانستله. جمهورریس ددغه سيمينار د جوړولو له امله د علوموله اکاډمي څخه مننه وکړه او د دا ډول سيمينارونو د جوړولو په دوام باندي يي ټينګار وکړ . د سيمينار بل وينا وال د افغانستان د علومو د اکاډمي رئيس ،سرڅيړونکي مرستيال عبدالباري راشد وويل خان عبدالصمد خان اڅکزي د کندهار له لويانو څخه يوازني بچي و چي افغان قوم ته يي خدمت کاوه او ددي سيمي دپښتنو او بلوڅو ملي او سياسي مشر او ازادي غوښتونکي ميړني و . دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفند يار ولي خانAsfandyar Wali Khan و ويل چي موږ به هرو مرو د باچا خان او دشهيد عبدالصمد خان لاره تعقيب کړو ، دوي د مړيني تر شيبي پوري دخپلو خلکو او هيواد د ترقي او پرمختګ په خاطر هلي ځلي کولي او د هيواد دازادي او ودانولو په لاره کي يي زيات کړاونه ګاللي دي . ده وويل ماته د ډيري خوشحالي ځاي دي چي دباچا خان او د عبدالصمد خان اڅکزي کورني سره يوځاي شوي دي دغه راز په دي سيمينار کي عبدالرحيم مندوخيل ، حاصل خان او يو تن هندی پوهان ښاغلی منوهرسنګ باترا ويناوي وکړي . دغه سيمينار دوه ورځي نور هم دوام لری. نیټهAugust 28, 2007: - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته