(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو د حقونو غوښتو نکی اسلامی ټولنه جوړه شوه

[26.Aug.2007 - 22:44] سلام او نیکی هیلی ګرانو دوستانو! مونږ د« پښتنو د حقونو غوښتونکی اسلامی ټولنی» په نوم یوه داسی ټولنه جوړه کړی کومه چی په افغانستان کی د پښتنو حقوق د افغانستان دولت ، د بین المللی ټولنی او د ټولو هغه لوړ پوړو چارواکو څخه غواړی کوم چی اوس د افغانستان په دولت کی کار کوی او یا اړه لری. زه په ډیر خفګان سره دا وایم چی نن (په افغانستا کی یا د پښتنو په کور کی د پښتو سره د میری مور په شان چلند کیږی). نن زمونږ په وزارتونو کی په پښتو لیکلو، پښتو ویلو او حتاَ په پښتو لوستلو زمونږ دولتی چارواکی شرمیږی او یا د نورو د ویری یی نشی لیکلی او ویلی. په پوهنتونونو کی ٪20 پښتو ده،او مکتبونه هم همداسی وګڼی. زمونږ په ملی رادیو تلویزون کی دپښتو لپاره صرف 2 ساعته وخت ورکړل شوی دی. تش په نوم خو مونږ ډیر لیډران لرو، ډیر مشران لرو مګر کابل ته د رسیدو سره سم خپله خوله کګه کړی او د پښتو پر ځای فارسی یا انګلیسی شروع کړی،زه پدی باور لرم که چیری دا حالت همداسی پاتی شو یو څو کاله نور نو انشالله مونږ (پښتانه) به په خپل وطن کی په ویزه اوسیږو. زمونږ بل کار دا دی چی مونږ غواړو د ټولو هغو کسانو کوم چی دا فکر کوی چی پښتانه ترورستان ، طالبان او بی تعلیمه دی، دا بی مفهومه خبری رد کړو او دنیا ته وښیو چی پښتانه روښان فکره دی، پښتانه تعلیم یافته دی ، او پښتانه طالبان ندی، بلکی د دوۍ څخه طالبان جوړکړی شوی دی،دحقوقو د نه ورکولو له په سبب ،په خپل وطن کی د خراب چلند د کیدلو له سببه او همداسی نوری ډیری وجی دی. پښتنو تل د تروریزم سره مبارزه کړی. پښتنو تل د نورو ملکونو او قومونو د نجات لپاره ځانونه اور ته اچولی او د هغی یو غټ مثال د پخوانی شوروی اتحاد(سور ښامار) شکست دی، چی یورپ، امریکا،پاکستان او نور ډیر ملکونه یی د هغوی د شر څخه خلاص کړل، مګر د دی ټولو په بدله کی پښتنو ته په لاس بدنامی او رسوایی ورغله او بس. د پښتو یو متل دی چی وایی: «ښه مکوه بد نشته»، نن مونږ (پښتنو) سره هم همداسی وشو. مګر بیا هم مونږ د نورو ملکونو او قومونو سره د ورور ولۍ په فضا کی ژوند تیرول غواړو، او صرف په خپل ګران هیواد کی خپله برخه په صحیح توګه غواړو. مونږ هیله لرو چی ټول لوستونکی به زمونږ دی ټولنی سره مرسته وکړی او دا پاک او د خیر کار به پر مخ بوځی ، په درنښتArshad Noori – 27.08.2007 ارشد نوری د پښتنو د حقونو غوښتونکی اسلامی ټولنی مشر [email protected] - ارشد نوری
بېرته شاته