(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امن جرگی پرېکړه ليک

[15.Aug.2007 - 12:57] کابل ۱۲ /اګست/۲۰۰۷:په کابل کی د امن څلور ورځنۍ ګډه جرګه د ۲۰۰۷م كال د اګست مياشتې له ۹مې نېټې څخه پیل او د ۲۰۰۷م كال د اګست مياشتې په ۱۲ مه نېټه د (يکشنبی/اتوار) په ورځ په سيمه كې د تلپاتې سولې د تامين، تائيد او لاپياوړتیا په خاطر په يو گډ پرېکړه ليک سره پای ته ورسیده. دامن جرگه د ډيورنډ د دواړو غاړو د پښتنوتر منځ د تړون ،د پرېکړو، دخبرو او دردونو د شريکولو له اړخه هم د پښتنو لپاره په تاريخ کې بېسارې بلل کېږي. له دواړو غاړو څخه ډېر گډون کوونکي پښتانۀ قبايلي مشران او سيمه ييز مخور، حکومتي او پارلماني استازي وو. داجرګه چې د ۷۰۰ تنو غړو په ګډون جوړه شوې وه، په خپل ډول كې يوازينۍ تاريخي جرګه ده چې د خلكو ترمنځ يې د خبرو اترو لاره پرانيستله . د جرگې له پيله تر پايه د دواړو غاړو استازو ټينگار دا و، چې د دوو گاونډيو هېوادونو برخليک له يو بل سره تړلى او د ترهگرۍ په څېر له مصيبت څخه د يوۀ هېواد ځورېدل هابل هم نارامه کولى شي. په شپږو مادو کې دغه پرېکړه ليک د ولسمشرانو پروېز مشرف او حامد کرزي له خبرو وروسته، چې په رسمي توگه يې جرگه پاى ته ورسوله خبريالانو ته وسپارل شو. د دغه پرېکړه ليک ځينو برخو ته له مخکې نه دولسمشرانو حامد کرزي او پروېز مشرف په خبرو کې هم اشاره شوې وه. پرېكړه ليك ۱- دامن ګډې جرګې په يوه خوله او يو غږ تروريزم دواړو هېوادونو ته ګډ ګواښ وباله او ويې ويل چې د ترويزم پرخلاف جګړه دې د دواړوو هېوادونو د ملي پاليسيو او امنيتي ستراتيژيو يوه نه بېلېدونكې برخه وي . د امن ګډې جرګې برخه والو اعلان وكړ چې د تروريزم پرخلاف دې پراخه او پرله پسې مبارزه وشي او د پاكستان او افغانستان له حكومتونو او ولسونو څخه يې وغوښتل چې په خپلو هېوادونو كې ترهګرو ته د پټنځايونو او روزنځايونو اجازه ورنه كړي . ۲- د امن ګډې جرګې د يوې داسې جرګه ګۍ د جوړېدو پرېكړه وكړه چې د هرې خوا له ۲۵ مخورو غړو به جوړه وي او دلاندېنيو هدفونو لپاره به هڅې كوي: الف- له مخالفينو سره د سولې او پخلاينې د روان بهير چټكول . ب- د امن د ګډې جرګې د پرېكړو او سپارښتنو د څارلو او پلي كولو لپاره د منظمو ناستو او غونډو جوړول . ج- د امن د راتلونكې ګډې جرګې د جوړولو لپاره د طرحې ترتيب او د اسانتياو برابرول . ۳- د امن ګډه جرګه يو وار بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورولۍ د اړيكو پر حياتي ارزښت، د متقابل احترام، نه لاسوهنې او سوله ييز ګډ پايښت لپاره ټينګار او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي- ټولنيزو او كلتوري اړيكو د لاپراختيا سپارښتنه كوي . ۴- د امن ګډې جرګې غړوكلك باور څرګند كړ چې ترهګري او د نشه يي توكو قاچاق يو له بل سره تړل شوي او د نشه يي توكو، اپيمو او نورو نا قانوني توكو كرل، پخول او قاچاق يې وغندل . جرګې پر دواړو حكومتونو غږ وكړ چې ددې مصيبت پرضد دې هر اړخيزه مبارزه پيل كړي . جرګې د نړيوالې ټولنې مسئوليتونو ته هم اشاره وكړه او ويې ويل چې بزګرو ته د بديل معيشت په برابرولو كې دې داټولنه له افغانستان سره مرسته وكړي . ۵- جرګې غوښتنه وكړه چې د افغانستان او پاكستان اسلامي جمهوريتونه دې د نړيوالې ټولنې په مرسته له ترهګرۍ څخه په متاثره شويو سيمو كې په اقتصادي او ټولنيز ډګر کی زېر بنايي پروژې پلې كړي . ۶- د امن ګډې جرګې د پنځو كاري كميټو بشپړې او مهمې سپارښتنې د يوې ضميمې په توګه د دغه ګډ پرېكړه ليك برخه او ورسره مل دي - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته