(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امن جرګې منشيانو خبريالانو ته مالومات ورکړل

[15.Aug.2007 - 12:53] کابل ۱۱ /اګست/۲۰۰۷: دافغانستان اوپاکستان دګډې امن جرګې منشيانو هريو رستم شاه مومند اواسماعيل يون خبريالانو ته مالومات ورکړل. رستم شاه مومند ووئيل چې امريکايانو اوناټو ځواکونو سره خبرې کول اودافغانسنتان نه دهغوى وتل دجرګې دخبرو برخه نۀ ده. داد افغانستان دولت کار دی. افغانستان ،پاکستان اوامريکا يو ګډه مالوماتى کميټه لرى چې استخباراتى مالومات سره شريکوى. دحامدکرزى دحکومت ملاتړ موکړيدی. دا مرسته هم دانتخاباتو پرمهال وه چې اوس هم دوام لرى. زمونږ هدف له جرګې نه دواړو خواو ته امن راوستل دى. چې ددې جرګې غړى به په دې اړه فيصله کوى. اوحل به ئې راوباسى..نوموړى دمولانا فضل الرحمان په اړه ووئيل چې ددۀ په دغه جرګه کښې نۀ ګډون دادهغه شخصى نظر دی. که ګډون ئې کړ ی وی. نودابه ښه وو. اسماعيل يون ووئيل چې ددغه جرګې غړى پۀ پنځه کارى کميټو ویشل شويدى. چې لومړۍ کميټې لپاره دافغانستان له لورى عزيرالله واصفى اودپاکستان له لورى على محمدجان اورکزى د مشرانو په توګه،په دې کميټه کښې خالد عزيزالله اوګلزارخان دپاکستان له لورى دغړو په توګه. په دوهمه کميټه کښې دافغانستان حبيب الله رفيع اودپاکستان له لورى اويس احمدغنى دمشرانو په توګه ، اشرف ناصر د پاکستان اوسيدعبدالرحيم سعيدى دافغانستان لخوا دې دې کميټۍ غړى دى. په دريمه کميټه کښې دافغانستان له لورى ميرويس ياسينى او دپاکستان له لورى يارمحمد رند دمشرانو په توګه ،دپاکستان سيدحيدرى او دافغانستان کريم باز ددې کميټې غړى دى. په څلورمه کميټه کښې د پاکستانى لورى غازى ګلاب جمال اودافغانستان له لورى عالمى بلخى دمشرانو په توګه. څلورمه کميټه کښې دپاکستان له لورىارباب محمدعارف اودافغانستان له لورى سيدولى سلطان ددې کميټې د غړو په توګه وټاکل شول. اودپنځمې کميټې لپاره دافغانستان لخوا سيد احمدګيلانى اودپاکستان لخوا همايون سيف الله دمشرانو په توګه اودافغانستان حيدرى اودپاکستان ابرارحسين ددې کميټې غړى ټاکل شويدى. محمداسماعيل يون وائى چې طالبانو ته مونږ بلنه ورکړې وه. طالبانو په دغه جرګه کښې دشموليت نۀ انکار کړی دی. که هغوى ګډون کړی وی. نوګټوره خبره به وه جرګې ته يوشمير مشرانو خبرې وکړى. د پښتونخوا ملی عوامی ګوندPkMAP مشرمحمود خان اڅکزی وویل: د تاريخ اوږدو کښې هيڅوک نۀ شى ثابتولی چې افغان ترهه ګريا فرقه پال پاتې شويدی. دنیشنل عوامی ګوندANPمشر سنیټراسفند يارولى خان ووئيل: چې دالقاعده په شمول يو طاقت هم داحق نۀ لرى.چې افغانستان دجنګ په ميدان بدل کړى او دټولې سيمې امنيتى وضعه خرابه کړى. پښتنه سيمه دمسئلو سره مخ ده. اوددې ذمه وار هغه طاقتونه دى کومو چې دخپلومفاداتو لپاره داسيمه دجنګ ميدان کښې بدله کړې ده او دا دافسوس وړ ده چې دواړوخواوو ته پښتانۀ وژل کيږى. دۀ ووئيل چې د ټوپک اوګولۍ په ذريعه مسئلې نۀ شى حل کيدی. بلکې دواړو ډلو ته دصبر اوسياسى بالغ نظرى نه کار اخستل پکار دى. دپاکستان دکورنيو چارو مرکزی وزير افتاب احمدخان شيرپاؤ ووئيل: چې افغانستان ديو خوشحاله اوپرمختللی ګاونډى پۀ توګه ليدل غواړى. جرګې سره به دپاکستان اوافغانستان ترمنځه غلط فهمۍ هم ختمې شى. دۀ ووئيل چې افغان صدرحامدکرزى او وزيراعظم شوکت عزيز د جرګې پرانستې دستوره کښې دخپل خطاب دوران کښې دمثبت اوقابل غور خيالاتوڅرګندونه کړې ده. د ANPدمشرمرستیال حاجي غلام محمد بلوروویل:: الله فرمايي ټول مومنان سره وروڼه دي، د دوى تر منځ سوله وکړئ، له الله پاک نه وبېرېږئ چي پر تاسي باندي رحم وکړي. ټول پښتانه افغانان دي، د دنيا په هره سيمه چي پښتون پروت – افغان دئ، افغانان ټول ولي مري؟ څوک يې وژني؟ دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoons Social Democratic Party – PSDPمشر مرستیال هم پدی جرکه کی ګډون کړی ؤ. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته