(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د فخر افغان ټولنه جوړه شوه

[27.Jul.2007 - 11:46] July 27. 2007 په افغانستان (بره پښتونخوا) کې دفخر افغان دخدائى خدمتګارانو ټولنه جوړه شوه. ددې ټولنی دجوړولو مقصد دفخر افغان خان عبدالغفار خان نظريات دلر او بر پښتون \افغان اولس ته رسول دى . دواړو خواوو ته پروت پښتون \افغان قوم داستعمار په دسيسه او توطيه بيل شوى دى.چی دسرلوړى او خپلواکه هيواد جوړول دفخر افغان لوئې ارمان ؤ. دخدائى خدمتګار فخر افغان ټولنه دلر او بر پښتنو لپاره دپُل حيثيت لرى. دبرلين ديوال دړنګيدو سره دلر او بر افغانانو دقامی وحدت فکر پيدا کړى. دغه ټولنه به تش په نامه دډيورنډ کرغیړنی کرښې په ضد مبارزه کوى. او دنياوالو نه غواړى چې دپښتون قوم ملاتړ وکړی . په ۲۶جولای ۲۰۰۷ نیټه دفخر افغان په قبر غونډه وشوه. چی په کې سياسى،علمى او دينى شخصیتونو برخه اخستې وه. ورپسی دقوماندان عصمت الله په کور کې بله غونډه جوړه شوه چی داوږد بحث نه وروستود ټولنی ټاکنی وشوی. شان پاچا شينواری رئيس، زلمی فقيرى لومړی معاون، ئې قدرت الله محمود دويم معاون، ملک زړۀ ور خان مالى چارو او امير غلام حيدرى دفرهنګى چارو مسؤل وټاکل شول. دغه ټولنه به دفخر افغان تلين او کليزه په ګرمو مراسمو نمانځی. دلر او بر پښتنو لپاره به کار کوى. دبابا له نظرياتو ، ويناګانو به خلق خبروى. او دهغه ارمانونه دلر او بر دټولو افغانانو شريک ارمان دی. دوى به کوشش کوى چې افغانان په يو ټغر راټول کړى. شان پاچا شينواری - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته