(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښادۍ او ویر دمحافلو په اړه د پاملرنی وړ غټ ټکی

[25.Jul.2007 - 22:27] د وير او غم په اړه: 1- د هغو هېوادوالو جنازه، چې په هېواد كې دننه او يا ګاونډيو هېوادونو كې خاورو ته سپارل كېږي، دلته دې بيا خيرات نه ورپسې كېږي. كه چا غوښتل بيا خيرات وكړي د خيرات پيسې دې هېواد ته واستوي. 2- د كورنۍ له ډېرو نږدې غړو (لكه مور، پلار او ورونه...) پرته، چې نور كوم خپلوان په هېواد يا ګاونډ كې په حق رسېږي، د هغوى فاتحه دې دلته نه اخيستل كېږي، كه چېرته څوك نژدې خپلوان ورځي په كور كې دې فاتحه وكړي. 3- هغه هېوادوال، چې دلته (لويديځ) كې په حق رسېږي او همدلته خاورو ته سپارل كېږي، كه ممكنه وه جنازه او فاتحه دې په يوه ورځ واخيستل شي. 4- فاتحه دې د ماسپښين او مازيګر د لمونځونو تر منځ واخيستل شي او له دوه ساعتو څخه دې نه اوږدې. 5- د فاتحې پر وخت دې ټول نارينه او ښځې په كلكه اسلامي اّداب مراعت كړي. 6- د وير څښتن بايد د فاتحې په ورځ د اسلامي شريعت له مخې راغلو دوستانو ته د ډوډۍ له پخولو څخه ډډه وكړي او راغلي دوستان بايد له فاتحې وروسته د ډوډۍ لپاره د مړي په كور كې پاتې نه شي. 7- هغه دوستان، چې ستونزې لري او يا د فاتحې له ځايه څخه ډېر لرې اوسېږي، كولى شي په ټليفوني توګه د غمرازۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې كړي، د فاتحې څښتن ته نه ښايي، چې خوا ترې بده كړي. د ښادۍ په اړه: 1- د ښادۍ په ټولو دودونو كې دې هڅه وشي، چې اصيل پښتني افغاني كلتوري ارزښتونه په پام كې ونيول شي. 2- د ښادۍ په دودونو كې بايد له افراطي او بېځايه لګښتونو څخه كلكه ډډه وشي. 3- خوړه يا كوژده بايد د نژدې خپلوانو له كړۍ څخه پراخه نه شي، يعنې له كوژدې څخه بايد واده جوړ نه شي. 4- په واده كې له نږدې خپلوانو پرته، حتمي نه ده، چې لرې خپلوان او يا هغه دوستان، چې په لېرې ښارونو كې اوسېږي له ټولې كورنۍ سره خبر شي. الحاج فضل الرحمان (شېر)، الحاج سراج الدين منګل، ډاكټر كبير ستورى، سر محقق زلمى هېواد مل، ښاغلى زرين انځور، (د افغانستان د كلتوري ودې ټولنه)، پوهاند محمد قاسم جمدر (په مونشن ګلادباخ كې افغاني كلتوري ټولنه)، ښاغلى محمد شېرين ګرديوال (د پښتنو كلتوري ټولنه)، ښاغلى هدايت الله بنګش (پښتون كور)، ښاغلى انجنير حبيب رسول، ښاغلى علي محمد مجبور او ښاغلى خوشال روهي. پښتونخوا: شپږویشتمه ګڼه،نولسم کال، ۲۰۰۵ ع کال Pakhtunkhwa: Jahrg./Vol.: 19, Nu./no.: 26 Year 2005 - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته