(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دANP اوپښتنوخوا مېپ ديوکېدو خبرې روانې دي

[23.Jul.2007 - 17:57] 21July 2007 دپښتونخوا ملي عوامي ګوند(محمود خان اڅکزی) او عوامي نېشنل ګوند (اسفندیار ولی خان) په خپل منځ کې دیوځای کیدولپاره له يوبل سره خبرو اترو ته چمتووالی ښودلی . دواړو ډلو يو کمېسيون ټاکلی دی تر څودANPاو PkMAPګوندونو په منځ کې ديوځای کیدو د لراوبرافغان پښتون ملت دروڼ سباوون په خاطر دپام وړ فعاليت تر سره کړای شي. دعوامي نشنل ګوند ANP د کمېسيون غړي:محمدافضل خان (خان لالا) ،لطيف اپرېدی،ډاکټرعنايت الله، کمانډر خدائيداد او حاجي غلام احمد بلور دپښتونخوا ملي عوامي ګوند PkMAP دکمېسيون غړي: سناتور نواب ايازخان جوګيزي،مختيارخان يوسفزي،اکرم شاه خان، ډاکټر سيدعالم محسود اوسناتور عبدالرحيم مندوخېل دنوموړيو کمېسيونونو تر منځ به لومړۍ ناسته د2007 ع کال دجولای پر پنځه ويشتمه نیټه په اسلام اباد کې کيږي - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته