(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امن جرګې لپاره تيارۍ مکمل شو

[23.Jul.2007 - 17:56] 21 July 2007 کابل( آن لائن) افغانستان حکومت راتلونکې مياشت کښې کابل کښې د کيدونکې امن جرګې دجوړیدو لپاره تيارۍ مکمل کړى دى. جرګه به داګست دمياشتې په دويمه اوونۍ کښې جوړیږی. دامن جرګې سکرټر محمد فاروق وردګ اخبار واله ؤ سره دخبرو په وخت ووئيل چې دجرګې افتتاحى غونډې ته به دپاکستان صدر جنرل پرويز مشرف اؤ افغانستان صدر حامد کرزے خپلې ويناوې کوى. درې ورځنى اجلاس کښې به ددواړو ملکونو اووۀ سوه کسان شرکت کوى. دۀ زياته کړه چې جرګې لپاره اووۀ نکاتى ايجنډه هم تياره کړے شوې ده. دۀ ووئيل چې جرګه کښې به دواړه هيوادونه دترهه ګرۍ دمخنيوى لپاره پروګرام تیاروی. دۀ ووئيل چې دواړو ملکونو کښې دې معاشى پرمختګ او دعوامو دژوند معيار ښۀ وى. دۀ زياته کړه چې افغانستان حکومت او اولس ددې جرګې انتظار کوى. - دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته