(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتون ديوکيدو خبرې کيږى

[18.Jul.2007 - 12:43] ۱۶جولای۲۰۰۷ : تيره میاشت چې دبى بى سى نه داخبر خپور شو چې دعوامى نيشنل پارټۍ مشراسفنديارولى خان اودپښتونخوا ملى عوامى پارټۍ رهبر محمودخان اچکزى په ګډه کوئټه کښې عامې اولسى جلسې ته تقريرونه وکړل اود دواړو مشرانو لخوا پريکړه وکړی شوه چې دواړه ګوندونه بايدنور يوشى اودپښتنو دحقونو دپاره شريکه مبارزه وکړى نوماته دښاغلى لائق زاده لائق داشعرونه بې اختيار راياد شول چې . ګنګوسې دى دسپرلو خبرې کيږى دپښتون ديوکيدو خبرې کيږى په تورتم دمايوسۍ اومحرومۍ کښې دسحر دراختو خبرې کيږى موده پس بياپه زړو ورانوحجروکښې دوحدت اودجرګو خبرې کيږى ځکه چې دډيرې مودې نه پښتانۀ هم دخپلومشرانودوجې نه تارپه تار دى اوپښتون قام تل داګيله کړې ده چې زمونږ ليډر شپ داختلافاتو ښکاردی اوترڅو چې دوى يوه خلۀ نۀ شى نوترهغه وخت پورې پښتون قام په يو پليټ فارم نۀ شى راغونډيدی بايدپه داسې حال کښې چې پښتنې سيمې او پښتون قام ډير لوئى اهميت اختيار کړیدی اودټولې نړۍ پام ئې ځان ته راګرځولی دی نوپه داسې حال کښې دپښتون قام اهميت هم سيوا شوی دی اوذمه وارۍ ئې هم اوداوخت پښتون قام مختلف چيلنجونه هم راپيښ دى نوپه داسې حال کښې مونږ ددغو چيلنجونو مقابله په دوؤ طريقو سره کولی شو يواتفاق اودويم تعليم اوخبره چې داتفاق اوتعليم راغله نوله بده مرغه په دغو دواړو څيزونوکښې مونږ دمحرومۍ ښکاريو اوډير پخوا سترخوشحال بابادخپل قام نه داګيله کړې وه چې . اتفاق په پښتانۀ کښې پيدا نه شو ګنى مابه دمغل ګريوان پاره کا اوخبره چې دتعليم راشى نوزمونږ هغودښمنانو چې هم زمونږ په لباس کښې زمونږ په ټول کښې شامل شوى وو مونږ ته داسې وئيل چې سبق دمدرسى وائى دپاره دپيسې وائى جنت کښې به ئې ځائې نه وى دوزخ کښې به غوټې وائى اوشايد هم دغه وجوهات وو چې زمونږ پښتون قام ترڅه موده پورې ددغو دواړو نعمتونو څخه محروم پاتې شوى دى خوولې اوس وخت بدل شوی دی اوپښتون داتفاق او تعليم په اهميت خبر شوی دی هم دغه وجه ده چې نن په دې دواړو ميدانونوکښې پښتون دکمال درجې ته رسيدلی دی اوبياهرکله چې خبره زمونږ دموجوده دورد سياستدانانو راشى نو دهغوى کردار هم اوس دستائنې وړدی اووخت په وخت هغوى دپښتون قام دبيدارولو اويوکولودپاره کوششونه کوى کوم چې دوخت تيريدو سره رنګ راوړی اوپښتون بچى ته دتورې اوټوپک سره سره دقلم تلقين هم کوى اودتعليم داهميت سره سره ورته داتحاد اواتفاق درس هم ورکوى چې دهغې په نتيجه کښې دنن پښتون زلمی نسل بيدارشوی دی اودجديد دوردتعليم لاره ئې نيولې ده . داتفاق دبرکت اواثرنه خبر شوی دی اودمخالفت اوخپل منځى جنګونو څخه ئې دنفرت لاره نيولې ده نوپه داسې حال کښې مونږ ورته په ډاګه وئيلی شو چې ددې قام سباون روښانه دی البته يوه خبره دانديښنې وړده چې نړيوال بايد زمونږدګريوانونو څخه لاسونه وباسى اومونږ پريږدى چې نورخپل کورپخپله جوړکړوداوخت په دنياکښې دڅلورو کروړوڅخه زيات پښتانۀ په مختلفو ملکونو کښې اباد دى چې زيات شمير ئې په افغانستان پاکستان،هند، ايران ،روسيه ، امارات، عرب اوخليجى ملکونوکښې ميشت دی خولوئى کور ئې افغانستان دی اودغه لوئى کور دتيروڅو کالونو بلکې ددريو لسيزو څخه دجنګونو په منګلوکښې ښکيل دی اونړيوالو په زور ددې جنګ تودميدان ته راويستلى دى . هم دغسې بيادمهاجرت تحفه ئې هم ورکړې ده په اقتصادى لحاظ سره هم دوى کمزورى کړی شوى دى ترڅو شتمنو ملکونو ته محتاج وى اودهغوى په اشارو وچليږى خوداټولې خبرې دهيڅ انديښنې وړ نۀ دى اونه ددې مشکلاتوڅخه وتل څه ناممکن دى خو که زمونږ قوم پرست سياسى مشران لږ بيدار شو او او خپل منځى اختلافات ئې له مينځه يوړل اوديوبل درائې احترام ئې وکړو نو ډير زر به خپل مرام ترلاسه کړى په قول دحمزه بابا څو چې راغونډ په يو مرکز نه کړم هرې تپې ته دجرګو سره ځم - فيروزخان صادق
بېرته شاته