(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډاکـتر کـبيـر ســـتـوری د خواخوږۍ پيغام

[22.Nov.2005 - 22:33] په ډیره خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هیواد پیاوړې افسر جنرال رحمت الله سا پی په انګلستان کی په بی وطنئ او پردیسئ کی لدی فاني دونیا څخه د تل لپاره سترګی پټی کړی. خدای بښلی ستر جنرال رحمت الله سا پی د هیواد په بیلابیلو مقامونو کی ښه په زړورتیا خپله دنده سرته رسولی ده. دهیواد د ازادئ په جګړه کی ئی غټه ونډه لرله. خدای بښلی ستر جنرال سا پی په خپل هیواد، پښتو او پښتونولۍ مین ؤ. په پښتو ژبه يی ارزښتناک کتابونه لیکلی او دپښتو ژبی خدمت ته يی ملا تړلی وه. دده په اثارو کی تر ټولو غوره «مسعود وپیژنئ ؟» او «د قدرت نمونې» دی چې ډیر پټ رازونه پکې څرګند شوی دی چی لوستل یی ګټو ر دی. د خدای بښلی ستر جنرال رحمت الله سا پی مړینه پښتون ولس او هیواد ته غټ تاوان بولم . كورنۍ او خپلوانو ته ئی د زړه صبر غواړم اوپه غم کۍ ورسره خان شریک ګڼم ۰ اروا دی ښاده وی.
ډاکـتر کـبيـر سـتوری Dr. Kabir Stori Kiebitzweg 12, 50389 Wesseling, Germany Tel..0049 2236 83463 Fax: 0049 2236 841930
- حاجى عبدالنصير ستورى
بېرته شاته