(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهیواد منلی ټولنيزسړیتوب او نامتو ليکوال سيداګل غريبيار دناڅاپی مړينې له امله د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د خواشينۍ پيغام

[20.Jun.2007 - 19:12] په ډیره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړی چې د هیواد منلی او ټولنيزسړیتوب ، ادیب، ليکوال، ژورنالیست او څېړونکی سيداګل غريبيارله دی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښادغريبيار دهېواد دننه او بهر د خپلی پښتو ژبی او کولتور د بډاینی لپاره نه ستړې کېدونکې هر اړخیزی هلې ځلې کړی چی پښتون قام به دده خدمتونه ، چی قام او ولس ته یی کړی تل یاد ساتی. د ارواښاد غريبيار څخه مونږ ته دده د ارزښتناکو آثارو له جملی څخه د ملنګ جان د شعرونو ټولګې ، وزير صاحب محمد ګل خان مومند ژوند او شخصيت، د پښتنو د اولسي ادبياتو ځينی څېړنې او نور راپاتی دی . د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP ، دخپل دغه منلی ليکوال مړينه پښتون قام ته لويه ضايعه بولی .جنت فردوس دی په نصیب شی، له کورنۍ ، دوستانو سره په دغه غم کې ځان شريک ګڼي .
په درناوي حاجی نصیر ستوری د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند PSDP د مشرتابه دفتر مرستیال
-
بېرته شاته