نن  د کب په ۲۶ د ۱۹۹۶لمريز کال   د جمعې په ورځ د جرمني  د کولن ميشينيش ښار  د افغانانو کلتوري ټولنې د  کلتوري ټولنې په انګړ کې د علمي او مسلکي سړيتوب ښاغلې ډاکټر ماخان شينواري چې ګران هيواد  او پښتو ژبې ته د خدمتونو په پار ستاينغونډه جوړه کړه ،  او د  ښاغلی ډاکټر ماخان شينواري دپوهنيزو خدمتونو قدردانی اوستاينه   وکړه.

ښاغلي ډاکټر شينواري هغه نوښتونه چې   په شمير پوهنه کې  د پښتو   ژبې د ودې  په پار کړي وو د غونډې د ګډونوالو سره شريک کړل.

ښاغلی ماخان شينواری د ننګرهار ولايت  د شينوارو په  هسکې مېنې ولسوالۍ کې زيږدلی دی ، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې په هسکه مېنه او پلازمېنه کابل کې ترسره کړې دي او لوړې زده کړې يې د اتريش په وین ښارکې په  شمير پوهنې کې د  ډاکټرۍ تر کچې  کړي دي دښاغلی  شينواري دويم مسلک فزيک دی او دا چى شميرپوهنه په هغه وخت کى د فلسفې يوه څانگه وه، نو فلسفه يې هم بايد لوستلی وى او د ډاکترۍ اخستلو په  وخت کې يې د فزيک تر څنگ په فلسفه کې هم دوه ازموينې بايد ورکړی وى،  په شمير پوهنه کې يې ۴۰ کتابونه په پښتو ژبه کې ژباړلي او  ليکلي دي 

ښاغلی شينواري په اتريش کې د افرو اسيا ليلیه کې د لیلیې د مشر په توگه ، د افغانستان دباندنۍ چارو وزارت کې د مامور په توګه  ، په المان کې د افغانستان جمهوريت  د شارژدافير په توګه ، د افغانستان د علومو اکادمي د پيدايښتي پوهنو ( طبيعي علومو( د شميرپوهنې د څانگې غړي په توگه دندې تر سره کړي دي

د افغانانو کلتوري ټولنه په پام کې لري چې په راتلونکې کې به داسې ستاينغونډې د هر وخت دپاره د  کلتوري ټولنې  په انګړکې جوړوي، او د خپلو تيروعلمي او مسلکي  حدمتګارانو په څير په راتلونکې کې  هغه سړيتوبونه چې زمونږد  ګران هيواد او پښتو ژبې په چوپړ کې وي لمانځي اود هغوۍ د خدمتونو ستاينه او  درناوی   کوي