(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر کبیر ستوری دلومړی تلین یاد غونډه جوړه شوه

[11.Jun.2007 - 22:11] جرمنی : د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوندPashtoons Social Demoratic Party (PSDP ) له خوا ددی ګوند مشر او بنسټ ايښودونکی ، قامی مبارز ، شاعر ، ادیب ، څيړونکى ، منلی ملی شخصیت د لومړی تلین پوهنیز ( علمی ) یاد غونډه او ازاده مشاعره په 08.06.2007 نېټه د جمعی په ورځ د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوه . په غونډه کې د جرمنی او اروپا سربیره د امریکا څخه هم د هيوادنامتو پوهانو، سیاسی او ټولنیزو ، ولسی او ادبی سړیتوبونو او مشرانو،برلین او بن کی دافغانستان دسیاسی نمایندګیو استازیو ګډون کړی ؤو. غونډه د مازیګر په شپږو نیمو بجو د ښاغلی مبارز څاپی له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ، سټیج سکرټری ښاغلی ډاکتر شیرولی شیر د پښتون قامی وحدت ستر لارښود ، نامتوليکوال او د عوامی نشنل ګوند مشر خان لالا محمد افضل خان د غونډی د مشر میلمه په توګه ځانګړی کرسۍ ته راوباله ، ورپسی یی د PSDP مشر سلاکار حاجی فضل الرحمن شیر ، دPSDP لومړی مرستیال او Acting President علی خان محسود د PSDP دوهم مرستیال محمد شیرین ګردیوال ،د PSDP جنرال سکرټری هدایت الله خان بنګش او پوهاند ډاکتر ګل جانان ظریف ځانګړو کرسیو ته راوبلل . د هدایت الله خان بنګش له خوا د پښتنو ستر مشر خان لالا محمد افضل خان اوراغلیو میلمنو ته د هرکلی وروسته ښاغلی علی خان محسود د ډاکتر کبیر ستوری په مبارزه رڼا واچوله ده وویل ـ‎ له کومی ورځی راهیسی چې ما ډاکتر کبیرستوری پیژندلی له هغه ورځی نه راواخله دده تر وفات پوری په ده کی کوم تغیر نه دی راغلی په خپله مفکوره کلک ولاړ و، دده مفکوره نیشنليزم وو ، فاشیست نشنلیزم نه و . کوم قامی يووالی چې کبیر جان غوښتو د هغه په ژوند سرته ونه رسید خو د هغه مفکوره پاتی ده مونږ به د هغه مفکوره مخ په وړاندی بوزو . محمد شیرین ګردیوال « کبیر ستوری زما شخصی او ګوندی ملګری » تر سر لیک لاندی د خپلی مقالی په یوه برخه کې وویل: کبیر ستوری د يو ځانګړی مزاج او طبیعت لرونکی و. هغه پښتون و، په پښتو او پښتونولۍ کلک ولاړ و او پوره هڅه ئې کوله چې دپښتو ژبی ، ادب ، کولتور او د پښتنو د قومی وحدت لپاره په ریښتونۍ اوصداقت سره کار وکړی . د برټش پښتون ایسوسییشن ـ لندن مشر ښاغلی فضل الربی خان وویل: چې ستوری صاحب په خپل قوم مین و او د خپل قوم سره ئې ډیره مینه لرله د هغی دی قامی مینی مونږ مجبوره کړو چې زمونږ دایسوسیشن یوه ډلګه ګی په د ی غونډه کې ګډون وکړو . هغوی چې مونږ ته کوم پيغام پریښی دی هغه به موږ تعقیبوو . ورپسی د افغانستان د کولتوری ټولنی مشر محمد زرین انځور خپله پوهنیز ه مقاله د « اروښاد ستوری او اروا پوهنیزی څیړنی » تر عنوان لاندی حاضرینو ته واوروله . بیا ښاغلی محمد عثمان عمر دخپلی څيړنیزی او پوهنیزی پنډی مقالی « ډاکتر ستوری د سیاست علم او ادب په ډګر کې » تر عنوان لاندی لنډیز حاضرینو ته واوراوه . لدی وروسته PSDP د ناروی د څانګی مشر ښاغلی حاجی محمد نادر سرشار په خپله وینا کی وویل ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په سړيتوب ، پښتونواله ، پښتونولۍ ، زړه سوی ، یو د بل سره د مرستی کولو کې پوره لوړوالی درلود . ددی لپاره چې مونږ د هغه ارمانونه ژوندی وساتو نو راځی چې د يووالی ، ژبی او قام لپاره کار وکړو. انګریزانو زمونو د زړه په سر خط راتیر کړی مونږ ئې جدا کړی یو خو مونږ یو ورونه يو جلا کیدی نه شو . ورپسی ښاغلی ډاکتر ماخان شینواری د خپلی مقالی په یوه برخه کې وویل ارواښاد ستوری ما د ښوونځی د وخت راهیسی پیژانده مونږ د لوړو زده کړو لپاره اروپا ته راغلو چې زه بیا اطریش ته لاړم ـ په جرمنی کې په د افغانی محصلانو اتحادی او د پښتنو او بلوڅو د ملی ازادۍ ټولنو غونډو کې به موګډون کاوه په ۱۹۸۸ کال کی زه جرمنی ته راغلم نو موږ په هر څه کې سره مشوره کوله او د پښتو ژبی د پوهنيز کیدو لپاره به مو ګډ کار کاوه . ورپسی ښاغلی مبارز څاپی خپله مقاله « د خیر ښکڼو سمبول » تر سر ليک لاندی ولوستله . بیا ښونکی میرمن ليلا زمانی برهانی په کولن کی دميشتو افغانانو خويندو په نماينده ګي خپله خوږه مقاله واوروله او پخپله وينا کښي يي داسی ويل چه : “ ډاکټر کبير ستوري صاحب خپل مسلکي کتابونه او شعري، مجموعي دګوند مجلې يي نشر کړې، ستوری یو دروند پښتون و، په پښتو او پښتونولۍ، په دېره او حجره، ټنګ او ټکور مين و. تل به يي په شونډو خوږه مسکا خپره وه، ظاهر او باطن، نظر او عمل يي يو و، ستوري صاحب که څه هم دژوند زياته برخه په اروپا کښي تېره کړې خو خپل خلګ، خپل وطن، دافغان پښتانه دود او کلتور يي يوه شېبه هم نه دی هېر کړی .” ورپسی سیاسی کار پوه ښاغلی محمد اقبال وزيری خپله پوهنيزه څيړنيزه مقاله د « د ډاکتر کبیر ستوری د لومړنی تلین یاد » سرلیک لاندی حاضرینو ته واوروله. په هالنډ کې افغانی کولتوری ټولنی مشر ډګروال علی محمد مجبور خپل پیغام ولوست ، د کونړ د ځوانانود کولتوری ټولنی پیغام ښاغلی سیدرحم يوسفی له خوا واورول شو او د مونشن ګلاډبخ د افغانی کولتوری ټولنی پیغام ښاغلی احمد شاه امین ولوست. د مقالو پدی برخه کې ددی غونډی مشر له پښتونخوا څخه راغلی د پښتون قامی وحدت ستر لارښود ، نامتو ليکوال د کلکی ارادی او هوډ څښتن او د عوامی نشنل ګوند مشر ښاغلی خان لالا محمد افضل خان سټيج ته د دوينا لپاره روابلل شو ، ښاغلی خان لالا وویل :. عزتمندو ګرانو خويندو او ډیرو پياوړو پښتنو ورونو . نن مونږ د جرمنی د کولن په ښار کې د ډیر عظیم انسان په تلین کې راغونډ شوی يو او د هغی د عظمت ثبوت دا دی چې نن د هغه په یاد کې په دومره ګڼ تعداد کې پتمنی پښتنی خويندی او ورونه راغلی دی د ستوری د ژوند په هر اړخ باندی ډیرو ګڼو ليکوالانو نقادانو ، شاعرانو او پښتنو ورونو رڼا واچوله . زه به دا خبره مختصره وکړم چې د ستوری د رڼا پلوشی د ژوند په هر لوری څرګندی دی . ستوری منلی، ډیر لوی مفکر فلسفی ، ستر لیکوال ، ادیب او یو کوټلی شاعر و خو ددی هر څه نه زیات هغه د ژوند هدف لاری او د هغه د ژوند حاصلولو ته خپل ټول ژوند وقف کړی وه . د هغه هدف واضح وو د ستوری قام یو غاصب چې د 6000 میله نه راغلی وو د هغه او د قام خاوره ئې څلور ټوټی کړه چې ددی قام د ملا تیر مات کړی . ددی تقسیم نه پس پښتانه د‌ژوند په هر اړخ کی وروسته پاتی شو . مونږ تر هر څه د مخه خپل پښتون قامی وحدت غواړو .کوم قوت چې د پښتنو په وحدت کې مرسته کوی زما دوست دی او کوم قوت چې د پښتنو وحدت کې خنډونه مخی ته کوی زما دښمن دی . د پرامن جدو جهد په وسيله پښتون قامی وحدت زمونږ مرام دی . چې زمونږ قومی وحدت حاصل شی نو دلته امن راځی ـ زه د ستوری د تلين پدی موقعی باندی د PSDP مشرانو ته وایم چې د ګوند جرلړی درنه منتشر نه شی . ورپسی مطیع الله روفی خبری وکړی او خالد ساپی خپله مقاله ولوستله د مقالو د پای په برخه کې ښاغلی حاجی فضل الرحمن شير د خپلی وينا په ترڅ کې وویل: ګرانو ورونو او خونيدوتاسی چې د ارواښاد ستوری د کلیزی او یاد په خاطر د ډیرو لرو ځایونو نه راغلی یاست تکلیف مو ایستلی او غونډه کې مو ګډون کړی ډیره ډیره مننه کومه او په ځانګړی ډول د خان لالا محمد افضل خان څخه چی د خپلی ناروغۍ باوجود د لته راغی خپله قربانی یی ورکړه او غونډه ئې نوره لا درنه کړه چې مونږ تری ډیره مننه کوو. تاسی ته به هم مالومه وی چې ارواښاد ستوری د ۵۰ کالو راپد يخوا ما پيژاند دده مشرور ورور ملنګ جان سره زما ملګرتیا وه ، د مرګ نه د مخه اخری شپه ئې هم زما په کور کې تر 12 بجو پوری تیره کړه دا واقعآ ښه سړی وو مونږ به دده نظر یه تر اخره ساتو. او روپسی د مشاعری برخه نامتو لیکوال افسانه نګار ښاغلی محمد اجان یار مخ په وړاندی بیوله په مشاعر کې د هیواد پیاوړو شاعرانو چی د جرمنی او اروپا د لیری لیری ځایونو نه راغلی و برخه اخستی وه .چی نومونه یی په لاندی ډول دی: ښاغلی عبدالوهاب سرتیر ، ښاغلی ډګروال علی محمد مجبور ، ښاغلی عاشق الله غریب ، ښاغلی حاجی محمد امين باوری ، پیغله سلګی شينواری ، ښاغلی مبارز څاپی ، ښاغلی عبدالطیف اپریدی ، ښاغلی نسیم خان ستوری، ښاغلی فریدالله ساپی، ښاغلی زلمی قاضی خيل ، ښاغلی صمم ساپی، ښاغلی جنرال سعادت ملوک ازاد ، ښاغلی جاوید اقبال یوسفزی ، ښاغلی خالد ساپی ، ښاغلی محمد ا جان يار. د مشاعری په پای کې حاجی نصير ستوری مننه او خوښنه وکړه دده وویل: درنو مشرانو، خويندو او ورونو زه د خپلی کورنۍ او د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له خوا ستاسی مننه کوم چې زما د پلار ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د لومړنی تلین یاد غونډی او ازادی مشاعره کې مو ګډون کړی دی د نن څخه یو کال دوه میاشتی او څلور ورځی د مخه زما پلا لدی فانی نړۍ څخه ابدی نړۍ ته د تل لپاره رخصت شو . زما پلار به ويل چې پښتون قام ته چې خدمت وکړی نو دا قوم یی نه هیروی . او دا راته د هغه د مړینی پس رامعلومه شوه چې پدی دروند غم کې مونږ سره ټول پښتون ـــ افغان قام مل دی . زه نن پدی مو قع . د هیواد دننه او بهر سیاسی ، ملی ، ادبی ،کولتوری ، ټولنیزو ، پوهنیزو ـ دولتی او ولسی مشرانو او سړیتوبونو ، کولتوری ټولنو ، سیاسی ګوند ونو، ډله ایزو خبری رسینو او ویب پاڼو چې مونږ سره ځان شریک کړی او خواخوږۍ پیغامونه یی راليږی، په جنازه او فاتحو، یاد غونډو اومشاعرو کې ګډون ګړی دی ډیره مننه او قدرانی کوم . همداراز د خوست ویب پانی چلونکی ځانګړی ویب پانه د د ارواښاد ستوری لپاره دانټرنټ پر مخ پر ليکه کړی . اود پښتونخوا د پوهنی دیری له اړخه « ډاکتر کبیر ستوری ژوند او مبارزه » او دډاکتر کبیر ستوری« کلیات » چاپ کړی . مننه او قدرانی کوم همداراز د خاص کونړ کولتوری ټولنی، د کونړ خپلواکه کولتوری ټولنی، دغنی خان ادبی کولتوری څيړنیزی جرګی ، د کونړ میشتی فرهنګیانو، د خوست میشتو فرهنګپالو اود پښتو عالمی کانګرس د ارواښاد ډاکتر ستوری د لومی تلين په یاد پرتمنی غونډی او مشاعری په کونړ ، خوست او پېښور کې جوړی کړی ډیره ډیره مننه یی کوم . د دانش خپروندویه ټولنی یو شمیر کتابونه د لومړی تلین په ویاړ چاپ کړی او په جرمنی کی د ساینس پوهانو د ټولنی مشر پوهنوال ډاکتر نظر محمدسلطا نزی خپل پوهنیز کتاب« سر طان او د چاپیریال راډیواکتویټی» ددی ورځی په مناسبت د ارواښاد ستوری روح ته ډالۍ کړی پوره پوره قدردانی يی کوم. همداراز د شیرعلی خان ماما څخه او Event Palace د درنو ملګرو څخه د زړه له کومی مننه کوم چې د د غونډی په جوړولواو د هال مرسته یی وکړه . د افغان ادبی جرګی لندن مشر ښاغلی شهسوار سنګروال نیازی ، د غنی خان ادبی کولتوری څيړنيزی جرګی او د پښتو عالمی کانګرس مشر ښاغلی پروفیسر جهانزیب نیاز له خو ا هم پیغامونه او د پوهاند ډاکتر رحمت ربی زیرکیار او د پوهاند ډاکتر سر زمين کیمور ــ اوځنی نوری مقالی او لیکنی هم رورسیدلی دی . د ټولو نه خوښنه ، مننه او کورودانی . د دی پوهنیز ی( علمی ) یاد غونډی او ازادی مشاعری ټولو لیکنو او مقالوته به کتابی شکل ورکړی شی. په پای کی په ځانګړی توګه زه د خپل دروند مشر ستر پښتون، پر پښتو، پښتونولۍ او پښتونخوا مین او د عوامی نشنل ګوند مشر ښاغلی خان لالا محمد افضل خان څخه دیره زیاته مننه کوم چې د خپلی ناروغتیا سره سره ئې لکه د نورو وخت په شان ځان دلته راورسوه . او زمونږ سره شریک شو. ډیره ډیره مننه اوقدردانی یی کوم . په پای کی یوځل بیا دټولو راغلو میلمنو ډیره مننه کوم. غونډه دشپی په یوه نیمه بجه پای ته ورسیده .
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته