(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جرمنى کې دډاکترکبیر ستورى د لومړى تلين ياد غونډه

[04.Jun.2007 - 20:49]

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP) دمشرانو جرګه درنو هيوادوالو ، پوهانو ، اديبانو ، ليکوالانو ، شاعرانو ، ادبى، ولسى او ملى سړيتوبونو ( شخصيتونو )ته په درنښت بلنه ورکوی چی پر پښتو پښتونولۍ مين ، ملى مبارز او د پښتنوټولنيز ولسوليز ګوند PSDPمشر او بنسټ ايښودونکى ارواښادډاکترکبیر ستورى د لومړی تلين پوهنيزی (علمى) ياد غونډی او ازادی مشاعری کی ګډون وکړی . دپښتون قامی وحدت ستر لارښود، نامتو ليکوال او دعوامی نیشنل ګوند مشر ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا) دغونډی مشر میلمه دی. هيله ده چې خپلى ليکنى او شعرونه د غونډى په ورځ د ځان سره راوړۍ او په خپل ګډون سره د ار واښاد ستورى روح خوشحاله کړۍ .

نیټه: 2007 ع کال د جون د مياشتى اتمه نېټه د جمعى ورځ وخت: دمازيګر شپږ بجی

د غونډی د ځای پته Event Palast Max–Plank-Str.9a 50354 Hürth Germany

د لاری د پيداکولو لپاره د هالی ويب پاڼه وګوری

www.event-palast.com

په درناوى عزيز سرشار د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند د خپرونو چارو مشر
-
بېرته شاته