(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تورې اوبه

[25.Oct.2017 - 15:13]

تورې اوبه ( کالا پاني )او دتورو اوبو جیل

لیک: ډاکټر لطیف یاد

دتورو اوبو(کالا پاني ) نوم زموږ په پښتنو کې هم ډیر مشهوردی او څوک چې چاته ښیري کوي نو ورته وایی خدای دې تورې اوبه ځای کړه یا دې خدای دتورو اوبو په جیل کې بندي کړه او یا دې خدای دتورو اوبو نه هم پناه کړه .

 اوس به داپو ښتنه ځواب کړو چې تورې اوبه کوم ځای ته وایی او ولې ور باندې دتورو او بو نوم ایښودل شوی دی؟

 تورې اوبه چې هندیان یې کالا پاني بولي په اصل کې دهندوستان دانډیمان او نکوبارټاپوګان ( جزیرې) دي چې شمیر یې (۳۵) ته رسیږي او دبینګال دخلیج او دانډیمان ددریاب دیو ځای کیدو په سیمه کې پرتې دي . دغه ټاپوګان (جزیرې) داندونیشیا دهیواد د(اچې) دسیمې دشمال په ۱۵۰ کیلومټرۍ کې پرتې دي چې دانډيمان دریاب تایلینډ او برما سره بیل کړي دي . دانډیمان او نکوبار دټاپوګانو مساحت (۸۰۷۳) کیلو متره مربع دی او ددغو ټاپوګانو پلازمیینه د پورټ بلیر ښار دی. دانډیمان او نکوبار د ټاپوګانو د وګړو ټول شمیر۳۸۰۵۰۰ تنه دي .

دانډيمان او نکوبار دجزیرو خلک په انګریزي ، هندي ، بینګالي ، تمیل ، تیلیګو او نکوباري ژبو غږیږي .

لو مړني هندي واکمن چې پر دې سیمه یې برید وکړ هغه راجیندرا کولا (۱۰۱۴ -۱۰۴۲ ) زیږدیزو چې دجنوبي هندوستان دتمیل دکولا دکورنۍ له واکمنانو نه و . ورپسې په ۱۷۵۶ زیږدیز کال کې د ډنمار ک هیواد دا جزیرې ترلاسه کړې او ددوی کالونی ( مستعمره ) شوه.د۱۷۷۸ زیږدیز کال نه د ۱۷۸۴ زیږدیز کلونو پورې داجزیرې د او سټریا ( اتریش ) هیواد مستعمرې وې .وروسته انګریزانو دا ټا پوګان ( جزیرې ) ونیول .

کله چې په ۱۸۵۷ زیږدیز کال دهند پراخه پرګنو او ولسونو دانګریزي سامراج پر خلاف سر تاسري پاڅون وکړ نو ډیر شمیر دآزادۍ جنګیالي دانګریزانو له خوا ونیول شول او دلته راوستل شول او دتورو اوبو په مشهور جیل کې بندیان شول او ډیر پامشقته جیلونه یې تیر کړل او ډیر شمیر دآزادۍ ننګیالي او شاه زلمي پکې پاڼسي شول . انګریزان دې زندان ته هغه خلک راوستل چې دوی ترې ویره درلودله او هغه په آ زادۍ مین شاه زلمي ول. دآزادۍ دغه جنګیالي اکثره دشپي له خوادختیز هندوستان د بینګال د کلکتې نه په کښتیو کې دې جزیرو ته را وستل کیدل او څنګه چې دشپې له خوا دسمندر اوبه ددې ټاپوګانو دګڼو ځنګلونو په وجه تورې ښکاریدلې نو دغه ځای هم دتورو او بو او یا دکالا پانی په نامه سره مشهور شو.

 دتورو اوبو ( کالا پاني ) دسیلولر زندان دومر خطرناکه او دویرې او وحشت نه ډک و چې قلم یې دلیکلو نه عاجز دی. دبیلګې په ډول بندیانو ته پاک خواړه نه ورکول کیدل . په ډودۍ کې به هر ډول حشرات او چینجیان و و.دڅښلو اوبه یې ناولې وې . د ټوالیټونو او دحاجت درفعه کولو سیسټم یې خراب او ډیر بوین و چې دبوی له لاسه به یې بندیان ډیر په عذاب وو . بندیانو ته دا اجازه نه وه چې یو له بل سره خبرې وکړي . ددوی لپاره بهرته دراوتلو او لمر ته دکیناستلو اجازه نه وه .دوی ته تو شکونه او بړستنې نه ورکول کیدلې او په پروړې به څملاستل او ویده کیدل .زندان له سپږو ، ورږو او نورو حشراتو نه ډک وو او چایې دپاکولو او صفایی خیال نه ساته . د دغه وحشتناکه زندان کارکوونکو دزندانیانو سره ډیر ناوړه چلند کاوه ، دوی به یې وهل ټکول ، ښکنځلې به یې ورته کولې ، بنديان به یې په یوه پښه ځوړندول .همداراز دزندان کوټي دومره نمجنې او تیارې وې چې ډیرو زندانیانو ته پکې دروماتیزم ستونزې پیداشوې وې .په دې ویروونکي زندان کې یوولس زره تنه زندانیانو شتون درلود . دغه خطرناکه جیل ۶۹۸ خونې درلودلې .کله به چې کوم بندی ته دپاڼسي یا غرغرې سزاو رکول کیدله نو د پا ڼسي دورکولو په وخت کې به یې بندیان راوستل چې داحالت په خپلو ستر ګو وګوري او وډارشي.

 په دې زندان کې دهند او پښتونخوا ډیر شمیرپه آزادۍ مین مسلمانان او هندوان هم بندیان وو. دهند په مشهورو مسلمانانو کې دلکهنو قاضی القضات ( دسترې محکمې مشر) مولانا فضل حق خیر آبادي ،مولانا محمد جعفر تهانیسري ،مولانا یحیی علي جعفري ،مولوي احمدالله ، مولوي عبدالرحیم صادقپوري ، امیرالدین ، رضیه خاتون،مولانا قاضی سرفرازعلي ، مفتي سید احمد بریلوي ،مولوي علاء الدین خان ،مفتي عنایت احمد کاکوروي ،مفتي مظهر کریم دریابادي ، مولوي قطب شاه بریلوي ،مولانا لیاقت علي خان الله آبادي ،مولانا احمدالله اعظمي ،مولانا ریا ض الحق ،مولانا عبدالرحیم عظیم آبادي ، مولانا ریاض الحق، مولوی تبارک علی ،مولوی مظہر کریم او دپښتونخوا دجمرود شیر علي اپریدی او عبدالله چې هغه هم پښتون و او یوتن انګریز قاضی نارمن یې وژلی و.

 همداراز په هندوانو کې ډاکټر دیوان سینګ کالی پانی، یو ګیندرا شو کلا، باتو کیشور دت، بابا راو سوارکار، وینایک دامودار سوارکار،بایی پرمنند ، شادن چندرا چتر جي ،سوهان سینګ ، وامن راو جوشي ،نندګوپال اونور انقلابیان هم زندانیان وو.

 لکه چې دمخه مووویل په دغه جیل کې دپښتونخوا یو تن پښتون دجمرود شیر علي اپریدی هم بندي و او انګریزانو ورته په جیل کې دنائیتوب کسب ورښودلی و. ده په دغه زندان کې دهند لوی وایسرا لارډ میو چې د۱۸۷۲ زیږدیز کال دفبرورۍ په میاشت کې ددغه زندان لیدلو ته ورغلی و دنائیتوب په چړې سره پر لارډمیو ګوزارونه وکړل او هغه یې وواژه . په پای کې انګریزان نو موړی د ۱۸۷۳ کال دمارچ دمیاشتې په ۱۱ نیټه په هماغه زندان کې پاڼسي کړ.انګریزانو دشیرعلی قبر ځکه پټ وساته چې څوک پرې دیادګار په توګه کوم څلی جوړ نکړي ، ښایی دی به دوایپر په ټاپو کې ښخ وي .

 دهندوستان حکومت اوس دغه جیل دآزادي غو ښتونکو دیادګاراو ددوی ددرناوي په توګه ترمیم او جوړ کړی دی.

 په لاندیني انځور کې تاسو دتورو اوبو جیل لیدلای شئ !

- ډاکټر لطیف یاد
بېرته شاته