(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پکتیا ــ غزنې پېښې او

[19.Oct.2017 - 01:02]

د پکتیا ــ غزنې پېښې او د ټرمپ پر ستراتیژي د اسلام اباد ګوزار

لیک: سرلوڅ مرادزی

د اکتوبر په ۱۷ مه، پر پکتیا او غزني په تروریستي بریدونو کې، د پکتیا ولایت د امنيي قومندان

 ارواښاد جنرال توریالی عبدیاني په ګډون ۸۰ تنه افغانان شهیدان او تر ۳۰۰ تنو زیات ټپیان شول. بلخوا په همدې ورځ د کابل، ننګرهار او فراه ولایتونو په بيلا بېلو تروریستي پېښو کې یو شمېر نور افغانان شهید او ټپیان شول!

د پکتیا او غزني تر خونړیو پېښو وروسته، طالبانو سملاسي د دې بریدونو پړه پر خپله غاړه واخیسته او وايي چې«له دې بریده یې د امریکا او افغانستان دولتونو ته دا پیغام رسول وو، چې په رڼا ورځ دوی کولی شي د ولایت د امنیه قومندان پر دفتر برید وکړي او د امریکا د نوې تګلارې په اعلانولو سره به دوی ماتې نه خوري، BBC»

دا پیغام په حقیقت کې د طالبانو په ژبه، د اسلام اباد پیغام دی!

پر پکتیا او غزني دا بریدونه د عمان په پلازمېنه مسقط کې افغانستان کې د سولې په تړاو؛ د افغانستان، پاکستان، امریکا او د چین پلاوو ترغونډې یوازې یوه ورځ وروسته ترسره شول.

د مسقط غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان لخوا د شویو ژمنو پر عملي کېدو او رښتینو اقداماتو ټینګار شوی او ګډون کوونکو هېوادونو ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې به عملي اقدامات کوي.

خو په ورته وخت طالبانو او د هغوي پاکستاني ملاتړو د  نوموړې غونډې پریکړې ته په ځانمرګو تروریستي بریدونو ځواب ووایه او هغه يی تر پلي کېدا مخکې په بمونو والوځوله!

د طالبانو په وینا او په وروستي ګوزار کې د دوی او بلخوا د دوی د پاکساني ملاتړو نیت او پیغام بیخي څرګند دی. دوی د افغانستان د ښه نیت، سولې او پوخلایني تګلار په کاڼو او بمونو وویشته او هم يي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ټرمپ پر نوې ستراتیژۍ مرګونی ګوزار وکړ!

که اسلام اباد د مسقط پرېکړې ته چې خپله يی پکې ونډه درلوده او په یوه ډول د دوی د چمتو والي او ټینګار پر بنسټ رامنځته شوه، ژمنه درلودای، په سبا به يي پر دغه پریکړې ګوزار نه کاوه. له دې څرګندیږي چې اسلام اباد د مسقط غونډه کې په ریښتینولۍ ګډون نه وو کړی، او هغه ژمنې چې په دې غونډه او تېروغونډه کې يي کړې وې، یوازې د افغانانو او نړیوالو تېرییستلو لپاره ترسره شوې دي.

د پاکستاني لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، هغه پیغام چې په ترڅ کې يي د پکتیا او غزني پروني بریدونه غندل شوي، پر پېښې د سرپوښ ییښودلو لپاره هڅه بلل کیږي او د مسلې د اصلي حل سره کوم تړاو نه لري. که داسې نه وای، هغه به د حقاني او یا بلې تروریستي ډلې نوم اخیستی وای او د هغوی د له منځه وړلو په تړاو به يي د اسلام اباد غوڅ دریځ څرګند کړی وای.

بلخوا د امریکا په ګډون د لویدیځوالو او عربستان لخوا هم یوازې د پېښې په غندلو بسیا کیږي، د پېښې اصلي عاملین نه رسوا کیږي او د هغوي پاکستاني ملاتړو ته پکې غوڅ پیغام نه لېدل کیږي! د امریکا او لویدیځ لخوا پاکستان ته په پیکه پیغام او بیا د پیغام په پلیتوب کې د عمل نشتوالی، اسلام اباد او د هغه لاسپوڅي طالبان او نورترهګر زړوروي چې که هر وخت وغواړي د پکتیا او غزني پشان پېښې رامنځته کولای شي او د افغانستان په وړاندې نااعلان شوې جګړه په ډاډه زړه مخته وړلای شي.

د مسقط غونډې سره په تړاو د پکتیا او غزني خونړي تروریستي بریدونه، کابل ته رسوي چې پاکستان سره د امریکا او لویدیځ چلند ته یو ځل بیا کتنه وکړي، د امریکا نوې ستراتیژي او په عمل کې د هغې پلیتوب وارزوي، د ښېګڼو اوګټو په اړه يي افغانانو ته څرګندونې وکړي.

په تېرو څلویښت کلونو کې، افغانان د سیمې لپاره د امریکا د ستراتېژۍ په بېلا بېلو پړاوونو کې د قربانۍ ګډوري پاتې شوي، نوره دغه وضعه د زغملو نه دهپه نوې ستراتیژۍ کې باید امریکا افغانانو ته لا غوڅ ډاډ ورکړی چې د تېر په خلاف دا ځل د افغانانو سره د اسلام اباد په وړاندې چې سیاست او دریځ يی افغانانو سره په دوښمنۍ ولاړ دی، په ریښتیا دریږي، که څنګه؟

بلخوا د دې ټولو سره سره، د ستونزې غټه برخه خپله افغانانو پورې اړه لري. که افغانان یو موټی نه شي او په یوه خوله له امریکا ونه غواړي چې پر اسلام اباد ریښتینی فشار واچوي چې د افغانستان په وړاندې له اعلان شوې جګړې لاس په سر شي، امریکا پخپلسر داسې دریځ ته نه اړوځي. امریکا اوس هم ښای د خپلو ګټو او د اسلام اباد د ګټو په وړاندې د افغانانو ګټې بابېزه وګڼي!

باید ښکاره خبره وشي، افغانان په سیمه کې لا هم د امریکا او لویدیځ د ګټو لپاره قربانۍ ته ادامه ورکوي، خو لویدیځ د افغانانو ګټو سره لوبه کوي او په دې اړه په عمل کې لا څرګند دریځ نه خپلوي! که لوبه داسې روانه وي، افغانانو ته د بدیلو لارو په غوراوي او نیولو فکر او اقدام پکار دی.

اوس چې اسلام اباد د مسقط پریکړو سره یوځای، د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا نوې ستراتیژۍ ته هم ګوزار ورکړ، وګورو چې امریکا دا ګوزار څنګه ارزوي او په عمل کې د اسلام اباد پر وړاندې څه ترسره کوي؟

افغانان د خبرو او ژمنو پرځای، نور عمل غواړي!

د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۸ مه

سرلوڅ مرادزی

- سرلوڅ مرادزی
بېرته شاته