(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوچ کارتوس

[12.Oct.2017 - 07:04]

د پوچ کارتوس د معما حل؛ ۳۰ کاله د راز په پردو کې پټ حقيقت

لیک: شهرت ننګيال

۱۳۶۲لمريز کال په مهاجرت کې د ادبي زلزلو کال و. په دغه کال کې مرحوم مولوي خالص داسې ادبي زلزله ګډه کړه چې هيچا يې اټکل او وړاندوينه نهشوای کولای.

دا چې د يو تنظيم رهبر دې راولاړ شي او د شعر په ژبه دې له مسلط چاپېرياله د بغاوت هنګامه توده کړي.

 

له ځانه بغاوت، پر ځان نيوکه، پر تنظيمي حاکميت، مشرتابه او اړيکو انتقاد

 

ده دغه بغاوت له ځانه پيل کړ، په خپل سر يې د بغاوت اور بل کړ او پر خپل ځيګر يې د دغه بغاوت جنډه لکه کړه، ځکه خو يې چې څومره ولړزول، تر دې زيات يې وپارول.

 

ده د خبرو يو داسې قلمرو فتحه کړ چې سملاسي يې پهکې د قلم د امپراتوري بيرغ پورته کړ.

ده د شورويانو تر ماتې لهمخه، د کابل تر لاندې کولو وړاندې، په خپل قلم د خبرو ملکونه فتحه کړل. د دغو ملکونو پولې بريدونه نه وو، کوم سيال او مدعي يې سر نهشوای پورته کولای.

 

دغې فتحې ډېر غټ زړه غوښت، دغسې زړه د بل جهادي مشر نه و.

په داسې يوه ټولنه او حاکميت کې چې انتقاد جرم او کفر ګڼل کېده، خالص دغه تور په خپله غاړه واخيست. ده دغه ګناه سپېڅلې ثابته کړه، ثواب يې وګرځاوه.

د تورو جنګ به ما کولای

د سترګو جنګ دی، وارخطا ولاړه يمه

هيچا دغسې جنګ ته زړه نهشوای نيولای، خو خالص په دغه جنګ کې هم فتحه په خپل نامه کړه. ده د «وهي په بډه» تر سرليک لاندې يو شعر وکيښ.

 

دغه شعر جهادي او تنظيمي رهبران چې ځانونه يې معصوم او سپېڅلي ګڼل، وننګول. په دې توګه مولوي خالص د تنظيم له مشرتابه په راکوزېدو ځان له عامو افغانانو، ليکوالو او شاعرانو سره مل او همغږی کړ.

 

دغې همغږي خالص ته د ابديت مخه ورکړه، خالص په حق ورسېده، خو ادب د ده ژوند ابدي کړ.

دغه ابديت ده په توپک نه، په خپل قلم د خپل تقدير پر تخته وکيښ، د قبر شناخته او ډبرليک يې وګرځېده.

 

د خالص «وهي په بډه» شعر په داسې وخت کې ادبي زلزله ګډه کړه چې يو جهادي مشر تر اوښانو غټ څيزونه، بلکې ټول اتحاد په بډه وهلی و.

 

په دغه شعر کې سړي لږ و ډېر د دې پته لګولای شوای چې خالص کوم رهبر ته، له کومه اړخه ګوته نيولې، ځکه خو يې پر تعبير د ډېرو لاس بر و.

يو بل ته سره غله دي، خو دعوه کړي د يووالي

په نوم د اتحاد واړه سامان وهي په بډه

ځان ساته «نبيخېله» چې تا هم په بډه نه کړي

رهبر چې شي بېلارې رهبران وهي په بډه

 

د خالص دويمه ادبي زلزله د «کوڅهډب رهبر» شعر و، په دغه شعر کې هم تنظيمي چاپېريال او جهادي مشران د رټنې تر بريده کږل شوي وو.

 

د «کوڅهډب رهبر» اصطلاح په لومړي ځل مولوي خالص په خپلو ادبياتو کې راپورته کړه.

 

په دغه شعر کې هم لوستونکي د دې درک لګولای شوای چې په کوم بيت کې کوم مشر ته له کوم پلوه نغوته شوې ده؟

 

خالصه! خير دې غواړه چې شپې ورځې دې ترخېږي

چې غله شي مجاهد او رهبران شي کوڅهډب

 

دغو دواړو شعرونو د کډوالو خولو ته په لوېدو دومره منښت وموند چې له ليکنو پرته په بنډارونو کې هم يو ماخذ وګرځېدل، ځکه خو ډېر ژر په ورځني ژوند او اړيکو کې دود او موډ شول.

«وهي په بډه» لومړی ما د پاڅون په نامه او مرحوم استاد پسرلي او استاد رفيع د جيحون او سمون په نامه بدرګه کړ. په مجاهد ولس کې دا لړۍ دومره وغځېده چې ولسمل صاحب دغه شعرونه په ځانګړې رساله کې خپاره کړل.

 

د مرحوم درېيمې زلزلې داسې ادبي ټکانونه رامنځ ته کړل چې کلونه يې خلک په ازمايښت کې غورځولي وو. د چا خبره له داسې شش و پنج سره يې مخامخ کړل چې په اټکلونو، قياسونو او پوښتنو يې هم اصلي درک نهشوای لګېدای.

 

تر اوسه هم د دغې زلزلې افټرشاکس ټکانونه دوام لري. دغه شعر د پوچ کارتوس تر سرليک لاندې و.

خالص له هيچا نه ګيله نه لري

 

پوچ يې له خپل جېبه کارتوس وختو

ګڼو خپرونو دغه شعر چاپ کړ، چا ويل قومندان عبدالحق يې ښوولی، چا پر مولوي حقاني ګوته کېښوده، چا به څوک ياداوه، چا څوک؟

 

هيچا هم د نښې منځ نهشوای ويشتلای.

په ۱۳۷۹لمري کال چې حفيظ الله غښتلي د جلالاباد په پنډغالي کې له مولوي خالص سره د ګوربت لهپاره مرکه کوله، ما ورته د دغې پوښتنې يادښت ورکړی و، خو مرحوم يوازې دغې څرګندتيا ته نوک نيولی و چې نه يې حاجي عبدالحق ښوولی، نه مولوي حقاني

 

په دې توګه يې له ګوربت سره په هغه مرکه کې هم خپله نښه پټه ساتلې وه.

 

ان خپل نږدې ملګری عبدالکبير خان طلايي ته يې هم له دغه رازه پرده نه وه پورته کړې، ځکه خو ښاغلي طلايي په خپل کتاب کې د دغې معما پر حل بريالی شوی نه دی.

 

زه، ولسمل صاحب او ښاغلی عبدالباري غيرت په پېښور کې د مولوي خالص پوښتنې ته د ابدره روډ حوېلۍ ته چې د سياسي حوېلۍ په نامه يادېده، ور برابر شوو، مرحوم يې د درملنې لهپاره راوړی و، غالباً له پروټسټاټه کړېده، له فزيکي پلوه کمزوری، خو حافظه او يادښت يې پر ځای وو.

موږ چې ورغلو په کټ کې يې ښی لاس تر مخ لاندې ايښی و چې د روغبړ لهپاره يې موږ ته را اوږد کړ.

 

ويل زړه خو مې د غېږې روغبړ ته دی، خو څه وکړم؟

موږ لږ لېرې پر توشکو «ناليو» کښېناستو، د ده خبرې مو نهشوای اورېدای. بيا يې موږ ته پلاسټيکي چوکۍ راوړې، د ده کټ ته نږدې کښېناستو.

 

ما چې موقع مناسب وليده، د پوچ کارتوس خبره مې راواخيسته.

ويل هغه دې حاجي صاحب تېرايست، ما نهشې دوکه کولای، ولسمل او غيرت له يوې بلې لارې پرې راوګرځېدل، بس را ګير مو کړ.

 

ويل الفت صاحب زموږ ټولو استاد دی، دی وايي خبره په پرده کې ښه ده چې ليکنه، مقاله، وينا، خطابه ټول د تانيث نښې لري، ځکه خو يې سړی بايد بېپردې نه کړي.

 

خو درې زورور راته ناست دي، دا يو «غيرت» مې د استاد زوی، صاحب حق دی، دا بل «ولسمل» مې پخوانی ملګری او د استاد زوم دی او دا ننګيال زما د اشنا نازولی دی، پر ما هم ګران دی. نه غواړي چې راز، راز پاتې شي، له لنډې موسکا سره يوه شېبه غلی و. بيا يې يو ټکی له خولې ووت چې له ما سره امانت دی، له يو څه چوپتيا سره؛

 

سياف! «په لږ ځنډ» هو، سياف! ورسره يې سر درې ځله وښوراوه.

تر يو څه اوږد سکوت وروسته يې ويل؛ سياف له زندانه په خلاصېدو په پېښور کې ماته راغی، پر ما له دې اړخه هم ښه لګېده چې له زندانه زما د زوی مولوي محمد نسيم بوی ورسره دی، په سوځنده ترنم يې دا شعر ولوست؛

 

ز مصرش بوی پيراهن شمیدی

چرا در چاه کنعانش نه دیدی

 

سياف له ما سره د ملګرتيا ژمنه وکړه، ما ده ته د خپل تنظيم او دفتر کيلۍ ورکړې، بانکي شمېرې هر څه مې ورته کېښودل، د اتحاد رياست ته مې کانديد کړ، خو ده بله وکړه

 

په لږ ځنډ يې زياته کړه؛ دريغه سياف د خپلې پوهې، علميت او ذکاوت پاس ساتلی وای

 

پوچ کارتوس

ما وې چې باز دی خو ټپوس وختو

په دووسانو کې دووس وختو

د زړه په وينو مې روزنه ورکړه

چې زړه ترې جوړ کړم، خو پپوس وختو

ډېر مې ټولنه کې دروند وتللو

اخېر کې سپک انډی د بوس وختو

په جهادي هدف يې لوبې وکړې

خدایږو له روس څخه چړوس وختو

د امريکا په ډالر ونڅېده

د خدای له مرستې نه مايوس وختو

موږ وې د ده له بخته مخکې به ځو

خو دی پهخپله کې منحوس وختو

خالص له بل چا نه ګيله نه کوي

پوچ يې له خپل جېبه کارتوس وختو

 
- شهرت ننګيال
بېرته شاته