(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کوردستان او کوردانو په اړه

[26.Sep.2017 - 19:25]

د کوردستان او کوردانو په اړه ۲۰ مالوماتي ټکي

لیکنه او راټولونه: یاران انلاین 

نن د عراق په نیمه خپلواکه کردستان سیمه کې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه ترسره شوه. که څه هم رسما ددې ټولپوښتنې نتایج نه دې اعلان شوي خو په کردستان کې خبریالان وايي، د خپلواکۍ په اړه به د کرکوک په شمول عراق د کرد میشتو سیمو د اکثریت خلکو ځواب ( هو ) وي.

کردان څوک دي؟ ولې پر څو هیوادونو ویشلي دي؟ ولې یو واحد دولت نه لري؟ دې او داسې نورو پوښتنو ته مو په څو معلوماتي ټکیو کې ځواب لټولی دی.

1 . له پنځه ویشت میلونو څخه تر پنځه دیرش میلونو پورې کردان د ترکیې، عراق، سوریې، ایران او ارمینیا ترمنځ سرحدي غرنیو سیمو کې اوسیږي. سره له دې چې کردان په منځني ختیځ کې د وګړو د شمیر له پلوه څلورم لوی توکم دی خو دی هیڅکله یې خپل ځانګړی هیواد نه درلود.

2 . په وروستیو کلونو کې کردانو په سیمه کې په روانو پرمختګونو کې خپل اغیز زیات کړی، دوی د ترکیې خلاف له کلونو راهېسې د خودمختارۍ لپاره جګړه کوي، همدارنګه په عراق او سوریه کې هم په روانو جګړو په ځانګړې توګه د داعش وسلوالو خلاف جګړه کې مهم رول لوبوي.

3 . کردان د پخواني بین نهرین د سیمې د هوارې او غرونو بومي اوسیدونکي دي. دا سیمه په اوسني وخت کې د ترکیې جنوب ختیځ، د سوریې شمال ختیځ ، د عراق شمال، د ایران شمال لویدیځ او د ارمنیا جنوب لویدیځ ګڼل کیږي . دا هماغه سیمه ده چې کردانو په کې له پیړیو راهېسې د کوچیتوب ژوند کړی.

4 . په بیلابیلو هیوادونو د کردانو د ویشل کیدو له کبله دوی اوس له یو بله په ټولنیز ژوند کې لرې شوي دي، خو لا هم کردان شریکې ژبې، شریک کلتور سره یو ځای نژدې او د یو بل خواخوږي ساتلي.

5 . کردان قبایلي ژوند لري، غرنيو او لرې پرتو سیمو کې یې ګڼ خلک له زده کړو، سیواد، روغتیايي اسانیتاوو او د ژوند له نورو ښیګڼو بې برخي دي.

6 . زیاتره کردان سني مسلمانان دي، خو یو کم شمیر یې په نورو مذاهبو باور لري.

7 . د شلمې پیړۍ په پیل کې د منځني ختیځ ګڼو کردانو دکردستانپه نوم د یو خپلواک هیواد د جوړیدو په اړه فکر کاوه. کله چې په لومړی نړیواله جګړه کې عثمامي امپراطوري ماتې وخوړه، په ۱۹۲۰ م کال کې په شوي تړون کې د کردانو لپاره د یو دولت وړاندوینه شوې وه. خو درې کاله وروسته د کردانو د یو خپلواک دولت لپاره هیلې هغه مهال له منځه ولاړې چې دلوزان په تړونکې چې د معاصرې ترکیې پولې په کې وټاکل شوې د کردان د یو دولت لپاره ځای په نښه نه شو او کردان د سیمې په هیوادونو کې د ویشلو اقلیتونو په توګه پاتې شول. له هغې په راوروسته اتیا کلونو کې په ترکیه، ایران، سوریه او عراق کې د کردانو له خوا د خپلواکۍ لپاره هر ډول هڅې ددې هیوادونو دولتونو له خوا په بې رحمۍ زپل شوې دي.

8 . کردانو د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پایه پورې،چې عثماني امپراطوري ونړیده، تر ډیره د کوچیتوب ژوند درلود او په سیمه کې له یو ځایه بل ځای ته کډه کیدل، خو دا مهال کردان د سوریې د نفوس په سلو کې لس د ترکیې د نفوسو په سلو کې ۱۵ څخه تر ۲۰ ، د عراق د نفوسو په سلو کې ۱۹ او د ایران د نفوسو په سلو کې ۱۰ برخه جوړوي.

9 . د ترکیې د دولت او ددې هیواد د کردانو ترمنځ له کلونو راهېسې ژوره شخړه ده. له نسلونو راهيسې په ترکیه کې دولتونو له کردانو سره سخت چلن کړی. په ۱۹۲۰ او په ۱۹۳۰ کلونو کې ګڼ کردان له یو ځایه بل ته واستول شول، پر کردي نومونو او دودونو بندیز ولګید. د کردي ژبې په کارولو محدودیت ولګول شو او ان د یو توکم په توګه د کردانو هویت رد شو، او دوی ته یې ( غرني ترکان ) وویل. په ۱۹۷۸ م کال کې عبدالله اوجالان د ترکیې د ننه د خپلواک دولت د جوړولو لپاره د کردستان د کارګر ګوند جوړ کړ، شپږ کاله وروسته دې ډلې وسلواله مبارزه پيل کړه. له هغې راوروسته په دې شخړه کې تر څلويښت زرو زیات کسان وژل شوي او زرګونه نور کډوال شوي دي.

10 . په ۱۹۹۰ کال کې د عبدالله اوجالان په مشرۍ د کردستان کارګر ګوند ( پي کې کې ) د خپلواکۍ غوښتنه پرېښوده، خو په ترکیه کې دننه یې د زیاتې کلتوري او سیاسي خودمختارۍ او ازادیو لپاره جګړې او مبارزې ته دوام ورکړ.

11 . په ۱۹۹۹ م کال کې ترکیې چارواکو عبدالله اوجالان د کینیا په نایروبي کې ونیوه. په ۲۰۱۲ م کال کې یې ورسره زندان کې د سولې خبرې پیل کړې په ورپسې کال کې د ترکیې دولت او د کردستان کارګر ګوند پر اوربند سلا شول، همدارنګه د ترکیې په کردي سیمو کې کردانو ته یو لړ ازادۍ ورکړل شوې، خو په ۲۰۱۵ م کال کې په عراق او سوریه کې د داعش په وړاندې د نورو کردي ډلو له له راپورته کیدو سره د ترکیې د کردانو او د ترکیې د دولت ترمنځ هم اوربند مات شو او بیرته له یو بل سره په جګړه وواښتل.

12 . کردان د سوریې د وګړو په سلو کې لس برخه جوړوي. د ۲۰۱۱ م کال کې د بشار الاسد د رژیم خلاف له پاڅونونو نه مخکې ګڼ کردان د سوریې په لویو ښارونو دمشق او حلب کې اوسیدل. همدارنګه د کوباني په شاوخوا، افرین او شمال ختیځ ښار قمیشلي کې کردان میشت دي. د سوریې کردان هم له اوږدې مودې زپل شوي، لومړني حقونه یې د سوریې دولت نه دي ورکړي او د کردانو د عربي کولو په هڅه کې یې د دوی سیمې او مځکې عربو قبیلو ته ویشلي. د سوریې د کورنۍ جګړې په لومړیو دوو کلونو کې کردانو نه د حکومت او نه هم د یاغیانو پلوي کوله، خو کله چې حکومتي ځواکونه د دوی له سیمو ددې لپاره چې په نورو سیمو کې د یاغیانو پر ضد وجنګیږي ووتل، کرادنو په سوریه کې د خپلو سیمو کنټرول په لاس کې واخیست او دا مهال دغلته پراخ نظامي او سیاسي حضور لري او همدارنګه د عراق او ترکیې له کردانو سره اړیکې لري.

13 . په اټکلي توګه کردان د عراق د وګړو په سلو کې له ۱۵ نیولې تر ۲۰ پورې برخه جوړوي. عراقي کردانو په تاریخي لحاظ د هغو کردانو څخه چې په ګاونډیو هیوادونو کې میشت دي ډیر حقونه تر لاسه کړي. خو پرلپسې زپل شوي هم دي. د عراق په شمال کې کردانو د بریتانوي واکمنۍ پر ضد پاڅون وکړ خو وزپل شول. په ۱۹۴۶ م کې مصطفی بارزاني د کوردستان ډيموکراټیک ګوند جوړ کړ او په عراق یې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله، په عراق کې د ۱۹۵۸ کال له انقلاب وروسته ددې هیواد کردي سیمې ته یو لړ حقونه ومنل شول خو د بغداد حکومت یې خپلواکي ونه منله. په ۱۹۶۱ م کال کې بارزاني د خپلواکۍ لپاره وسلواله جګړه پيل کړه. په ۱۹۷۰ م کال کې عراقي حکومت سره د عراق په شمال کې د کردستان په نیمه خپلواکه سیمه جوړجاړي ته ورسیدل خو دا موافقه په ۱۹۷۴ م کال کې بیرته ختمه او جګړه بیرته پيل شوه. یو کال وروسته جلال طالباني چې هغه مهال د کردستان د ډیموکراټ ګوند غړی و له دې ګوند ووت او جلا کردي ګوند یې جوړ کړ. په اویایمه لسیزه کې د بغداد حکومت په هغو سیمو کې د عربو د میشتولو لړۍ پیل کړه چې کردان په کې اکثریت وو. په ځانګړې توګه د تیلو په بډای کرکوک ښار کې او کردان په زور نورو ځایونو ته واستول شول. په ۱۹۸۰ لسیزې کې د ایران او عراق د جګړې پر مهال د کردانو زپنې نور هم زور واخیست، په دې جګړه کردانو د ایران ملاتړ کاوه. په ۱۹۸۸ م کال کې صدام حسین د کردانو خلاف زپوونکي پوځي کمپاین پیل کړ چې په ترڅ کې یې پهحلبچهکردي ښارګوټي کې کیماوي زهرجن ګاز وکاروه.

14 . کله چې عراق د ۱۹۹۱ م کال د خلیج په جګړه کې ماتې وخوړه، د مصطفی بارزاني زوی مسعود بارزاني د کردي بغاوت مشري کوله چې د صدام حسین له خوا یې پر ضد سخت اقدامات روان وو. هغه مهال امریکا او متحدانو یې د کردانو د ژغورنې لپاره د عراقي کردستان سیمه د الوتنو لپاره ممنوع اعلان کړه او دغلته کردان واتونیدل چې د صدام له بمباریو په امن شي او په نیمه خپلواکۍ کې ژوند وکړي. وروسته په ۱۹۹۴ کې مسعود بارزاني او جلال طالباني په مشرۍ د دوو کردي ډلو ترمنځ دا سیمه کورنیو شخړو وزپله.

15 . د عراق د کردستان نیمه خپلواکه سیمه د پیشمرګه په نوم سل زره کسیز ځواک لري چې ددې سیمې ساتنه کوي. په دې ځواک کې د کردي ښځینه سرتیرو موجودیت د پیشمرګه ځواکونو د نړیوال شهرت سبب شوی دی.

16 . په کردي کلتور کې ښځې د سړیو سره یو ځای کار کوي. هغه که په غرونو او کروندو کې کارونه وي او که جګړه وي.

17 . د کردستان د خلکو ډیموکراټ ګوند او د جلال طالباني په مشرۍ بل کردي ګوند په ۲۰۰۳ م کال کې پر عراق د امریکا د یرغل ملاتړ وکړ او د صدام حسین د رژيم تر نړیدو وروسته جلال طالباني څو کاله د عراق ولسمشر او بارزاني د عراقي کردستان د خپلواکې سیمې مشري کوي.

18 . په ۲۰۱۴ م کال کې چې د عراق زیاتې برخې داعش وسلوالې ډلې لاندې کړې، د مسعود بارزاني په مشرۍ د کردستان سیمه ایز حکومت دغلته د داعش څخه د کردي سیمو د بیرته نیولو لپاره پیشمرګه ځواکونه واستول او د کردستان پارلمان څخه یې وغوښتل چې د بشپړې خپلواکۍ د یوې ټولپوښتنې پلان جوړ کړي. د ۲۰۱۶ م کال په فیبرورۍ کې مسعود بارزاني چې په ۲۰۰۵ م کال کې د کردستان د نیمه خپلواکې سیمې مشر وټاکل شو، د خپلواکۍ لپاره د ټولپوښتنې غوښتنه بیا تکرار کړه.

19 . ترکیه او ایران ویره لري چې د عراق په شمال کې په کردي سیمه کې د خپلواکۍ ټولپوښتنه به د دوی په هیوادونو کې میشت کرد اقلیتونه هم د خپلواکۍ د غوښتنې لپاره چې لا دمخه یې کوي نور هم وهڅوي، په همدې خاطر څو ورځې مخکې د ترکیې، ایران او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ترڅنګ په یوه ځانګړې غونډه کې د عراق په کردستان کې د خپلواکۍ لپاره د ټولپوښتنې سخت مخالفت وکړ او خبرداری یې ورکړ چې پر ضد به یې اقدامات وکړي.

20 . د ترسره شوې ټولپوښتنې نتایج چې د خپلواکۍ اعلان دی ښايي زر عملي نه شي، خو دا ټولپوښتنه په سیمه کې د خپلواکۍ لپاره په رسمي توګه نړۍ ته د کردانو نیت او اراده څرګندوي.

..................................

یادونه: دا معلومات له معتبرو نړیوالو سرچینو راټول شوې دي. Yaraan.com

- یاران انلاین
بېرته شاته