(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه په خپله خاوره میشت دی

[25.Sep.2017 - 20:12]

دپښتنواوبلوڅوترمنځ هیڅ ډول شخړه نشته، پښتانه په خپله خاوره اوبلوڅان په خپله خاوره مېښت .سترایالتي وزيرنواب ثناء الله زېري
دپاکستان ترجوړېدودمخه پښتانه اوبلوڅان په خپلوخپلوسیموکښي پراته دی .دپښتونخوامیپ ترنظارت لاندي دستورې ته وینا
په قراره نه کښېنوچي ترڅومودپاکستان په واکمنانودانه وي منلې چي پاکستان دپنځوقامونوګډ هېواددی،عثمان خان کاکړ
پښتوبه وایو.پښتوبه لیکو.پښتوبه نه هېروو.هرقام خپل کلتورلري.سرداراعظم موسْی خیل
موږپښتانه دبل چاپه کلتوراوژبه ملنډهي نه وهواوخپله ژبه اوکلتورپه موږه ډیرګران دی.عبدالرحیم زیارتوال
دیوبلوڅ په توګه زه وټولوپښتنووروڼوته دپښتون کلتوردورځي په مناسبت سره تبریکي وایم،وکیل شاه محمدجتوي
راپور:. ملک رمضان ارماني
په کویټه کښي پښتونخواملي عوامي ګوندترنظارلاندي دپښتون کلتورورځي لمانځلودستورې ته دویناپه مهال په دپښتون بلوڅ ګډایالت سترایالتي وزیرنواب ثناء الله زېري وویل چي دبلوڅواوپښتنوترمنځ هیڅ یوډول شخړه نشته له پېړیوپېړنوڅخه پښتانه په خپله خاوره اوبلوڅان په خپله خاوره مېښت دی.دپښتنواوبلوڅوترمنځ په سندهـ کښی داوسېدونکي سندهیانواودکډوالوپه شان شخړه نشته. هلته له هنده راغلوکډوالواودسندهـ اوسېدونکي سندهیانوشخړه روانه ده .هلته کډوال له هنده راغلی دی .دلته ترپاکستان دجوړېدوترمخه پښتانه پخپله اوبلوڅان پخپله خاوره مېښت دي.نوموړي وویل چي پښتانه اوبلوڅان داوخت له ترهګري سره مخامخ دی ترهګردټوپک په زورخپله خوښه په دې قامونوتپل غواړي ددې رواني ترهګري مخنیوي دپښتون بلوڅ قامونوترمنځ دیووالۍ په ترڅ کښي کېدای شي.پکاردی چي په ګډه دترهګری مخنیوی وکړو.نوموړي وویل چي پښتون یوډیرلوې قام دی.نن دپښتون کلتورورځ لمانځلوپه دستوره کښي مي ګډون وکړی.ډیرخوشحاله شوم هرخواته خوشحالي ده.پکاردی دغه خوشحالي دغه شان دوام ولري.زه دبلوڅانوله اړخه وخپلوپښتنووروڼوته دپښتون کلتورورځ په لمانځلوتبریکي وړاندي کوم.دلته پاکستان کښي مېښت پښتون بلوڅ سندهی پنجابی اونورقامونه خپل کلتورلري .ژوندي قامونه خپل کلتورخوندي ساتي.کوموقامونوچي خپله دستورژندی اوخوندي ساتلي دی.هغه قامونه دنړۍ په مخ کښي ژوندي پاته دي.اوکوموقامونوچي خپل کلتوردلاسه ورکړي دی هغه قامونه پناه شوي دی اوله منځه تللي دی.دستورې ته دویناپه مهال دپښتونخوامیپ ایالتي مشرسینټرښاغلي عثمان خان کاکړوویل چي وټولوپښتنوته دپښتون کلتورورځ په اړوندتبریکي وړاندي کوم.دکلتورورځ به دراتلونکي کال څخه په هرښار،کلي اوکوڅوکښي په ښه توګه لمانځو.هرځاې به ډهلونه وي اتڼونه وي .سندري به ویل کېږي.په هرځاې کښي به دپښتون کلتورورځ داسي لمانځوچي هغه څوک په دې پوهـ شي چاچي پرموږترهګري تپلې ده.وهغه ته به داڅرګنده کړوچي پښتانه له ترهګري څخه نه ډارېږي.ټوله پښتانه چي دهرګوندغړي ااومخکښان چي وي دغه ورځ به په ګډه توګه لمانځو.ښاغلي عثمان خان کاکړزیاته کړه چي موږدهرچادکلتورقدرکوو.خوځینې خلګوپرموږه دعربیانوکلتورتپلی دی اوځینوبیادانګریزکلتورپرموږتپلی دی.موږپښتانه پرخپل ځان دپرېدوکلتورنه منو.اونه خپل پښتني کلتوروچاته پرېږدو.نوموړي زیاته کړه چي موږبه ترهغه پوري په قراره نه کښېنوچي ترڅومودپاکستان په واکمنانودانه وي منلې چي پاکستان دپنځوقامونوګډهېواددی.دلته پښتانه ،بلوڅان،سندهیان اوپنجابیان مېښت دی دهرقام خپل کلتوردی.نن دخوشحالی خبره ده چي سترایالتي وزیراونورچارواکي له موږسره دپښتون کلتورورځ لمانځلودپاره راغلي دي اوله موږسره دغه ورځ لمانځي.ودستورې ته دوکیلانومشرشاه محمدجتوي وویل چي دپښتون کلتوردورځي په اړوندزه دیوبلوڅ په توګه وخپلوپښتنووروڼوته دزړه له کومي تبریکي وړاندي کوم.موږپه دې شملوویاړکوو.پګړۍ تړلی دپښتنواوبلوڅو ویاړدی.په دې مهال دجمعیت اسلامی ښاغلي عبدالقیوم کاکړوویل چي زه دپښتون کلتورورځي په مناسبت وټولوپښتنوته تبریکي وړاندي کوم.دپښتونخوامیپ ګوندمرکزي سیکرټري اودځنګلاتودڅانګي صلاکارعبیدالله جان بابت وویل چي دپښتون کلتورورځ دلمانځلودپاره پښتونخواملي عوامي ګوندډیري هلي ځلي کړي دي.په هرښارکښې ددې ورځي دلمانځلودپاره دستورې اونورپروګرامونه جوړکړي دی.موږتعلیم په مورنۍ ژبه کړی دی.هرڅوک دي خپل کلتورخپل کړي.په دې هېوادکښي پښتون،بلوڅ سندهی اوپنجابی خپل خپل کلتورلري.دغه ورځ به موږپه راتلونکي وختوکښي هم لمانځو.دپښتونخوامیپ ترنظارت لاندي په دسهیلي پښتونخواپه تاریخي ښارکویټه کښي کېدونکې دستورې ته دویناپه مهال دپښتونخوامیپ ګوندایالتي سینیرنایب صدرسینټرسرداراعظم موسْی خیل وویل چي نن دپښتون کلتورورځ ته پښتنوته مبارکي وایم .پښتوبه وایو.پښتوبه لیکو.پښتوبه نه هېروو.هرقام خپل کلتورلري.کله چي دلته دجرګونظام وو.نوهرپرېکړه به په خپل وخت کېدله.وخلګوته به ډیرژرانصاف ترلاسه سوو.خوچي کله راهیسي دعدالتي نظام پېل سوی دی اوس پرېکړي ژرژرنه کېږي.خلګ سپین ژېري شي خوپرېکړي یې لانه یي سوي.په دې هېوادکښي ناانصافي روانه ده.پښتون یې له خپل ایالت څخه بې برخه کړی دی.هرقوم بلوڅ،سندهی اوپنجابی خپل خپل ایالت لري خوپښتانه له خپله ایالته بې برخي دی.داایالت دپښتنواوبلوڅوګډایالت دی.دلته بایدچي خارجه اوداخله پالیسي پارلیمان جوړه کړي.دپښتون کلتورورځ دستورې ته دویناپه مهال دپښتونخوامیپ ایالتي سیکرټری جنرل اودتعلیم دڅانګي ایالتي وزیرښاغلي عبدالرحیم زیارتوال وویل چي دانن دپښتون کلتورورځ دنړیواله پښتوسېمینار۲۰۱۵دپرېکړي په ترڅ کښي لمانځل کېږي.په سېمینارکښي داپرېکړه وسوه چي لراوبرپښتون به دپښتون کلتورورځ لمانځي.نن هغه دی چي ټوله سیاسي ګوندونه اونوري ټولني دغه ورځ لمانځي.موږپښتانه دبل چاپه کلتوراوژبه ملنډهي نه وهواوخپله ژبه اوکلتورپه موږه ډیرګران دی.نوموړي زیاته کړه چي پاکستان یوفیډریشن دی په دې کښي پښتون،بلوڅ،سندهی اوپنجابي قامونه اوسېږي.موږپښتانه په خپله خاوره خپله مورنۍ ژبه غواړو.په مورنۍ ژبه کښي درس ترلاسه کونکي ترهغه چا۹۰فیصده په ښه توګه زدهکړه کولاي شي کوم څوک چي دبل په ژبه کښي دری کوي.یووخت دلته په پاکستان کښي دمورنۍ ژبي خبره کول له هېوادڅخه غداري ګڼل کېدله.خواوس موږپه مورنۍ ژبه درس ورکول پېل کړي دی.موږداسي کارکړی دی که چیري په راروان وخت کښي موږپه حکومت کښي نه وو.نوهم به په پښتوژبه درس ویل کېږي.نوموړي زیاته کړه چي دلته دي زموږداټلانودتاریخ دي څېړنه وشي.زموږاټلانوپه حقله موږته هیڅ نه ویل کېږي.موږداهڅه کړې ده چي دخپل اټلانوپه حقله پلټني وکړواوهم ددې دپاره موپه کویټه پوهنتون کښي دخان شهیداوعزیزمګسي په نامه دپلټنی(ریسرچ)کولوڅانګي جوړولوبنسټ اېښی دی.ودې دستورې ته دپښتونخوامیپ ګونددقامي اسمبلۍ غړي ښاغل قهارخان ودان،دایالتي اسمبلۍ غړي نصرالله خان زېري خپلي ویناوي وکړې.په دې دستوره کښي دپاکستان تحریک انصاف ښاغلي اعظم کاکړ،دعوامي نیشنل ګوندکمانډارخدایدادخان،دانجمن تاجرانومشرانواووکیلانوهم ګډون درلود.

- ارماني
بېرته شاته