(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسم شکل فعل

[29.Aug.2017 - 20:21]

بسم الله الرحمن الرحیم :

نوی نوم   اسم شکل او اسم شکل فعل :

لیک او څېړنه: زینب سالک او مصطفی سالک  

له پښتو پرته د سیمې ګڼې ژبې تقریبآ سره ورته ګرامر ( صرف او نحو ) لري که د عربي، فارسي، اردو، هندي او نورو ژبو ګرامرونه ولولو ګڼ مشترکات لري، پښتنو هم هغه د یو شمیر لیکوالو خبره  د ( ۵ ) ستوروتر زمانې دغه ګرامري قواعد پلي کول. خو چې کله پښتنو په لویدیځ کې زده کړې وکړې نو له ټولو ژبو یې زموږ لاره بیله کړه او ثابته یې کړه چې د خلیل بن احمد عروض او عربي ګرامر بیخي زموږ پر ژبه نه پلي کیږي، دې کار د ګرامر په برخه کې د ټولو او په خاص ډول د پښتنو مشکلات ډیر کړل، تاسو به وایاست چې څنګه؟

هغه داسې چې ما خو د ګوتو په شمیر تقطیع زده کړه، خود فارسي د حافظ، د اردو د احمد فراز، د عربي امراوالقیس او د پنجابي ژبې د بابا فرید شکر ګنج د ژبې پوهیدو لپاره کوم داسې کتاب ولولم چې د سیمې ددغو ټولو ژبو د جوړښت ، سم او ناسم نه ما خبر کړي ، او څنګه ممکنه ده چې پرته د خلیل بن احمد له عروضو دې وتوانیږم چې ددغو ژبو د شعرونو د موزون او ناموزون تر منځ فرق وکړم !! ؟؟

خبره بل راز وه ارواښاد صدیق الله ریښتین راته د عربي پر پله روان ګرامر ولیکه او د هغه وخت خلک یې پر منطق قانع شول، او پښتو عروض خو تر رښتین صیب لسیزې، لسیزې مخکې میا شرف د ( ګردي ) لیکلي وو، دا دواړه لارې پاتې شوې، د ګڼو اریايي ژبو هغه مشترک ګرامري او عروضی جوړښتونه مو له لاسه ورکړل چې موږ ته یې پر دغو ژبو د پوهیدلو او د هغو د سموالي او ناسموالي تله راکوله، زما په خیال زموږ بخت یو نه جبرانیدونکی زیان هم و چې ما یې یو اړخ درته په ګوته کړ.

ددغو ګڼو ګرامرونو تر منځ یو ګډ ارزښت نوم ( اسم ) دی چې له ډیرو لیدلورو په ډیرو ډولونو ویشل شوی دی.

خو ګورئ دا د ژبې یوازې انساني تیوري نه ده. ژبه دوه برخې لري چې یوه یې ماورا عقلي او خدايي ده ، خو بله هغه یې له انساني خوارئ سره مناسبت لرلی شي .

دا مهال په نړۍ کې شاوخوا ( ۷۰۰۰  ) ژبې ویل کیږي او هغه چې ادبیات لري مهذبې ژبې بلل کیږي، خو زما تجربه ما اړباسي چې ووایم د ژبې د تخلیق بنسټونه ایښودل او غږونه بیلول انساني کار نه دی،که د خپلې سیمې لرغونې او اوسنۍ ژبې په پام کې وي څوک ویلی شي د فارسي ژبې مخترع څه نومیده؟

کوم عرب و چې عربي یې جوړه کړې ده؟

 او د پښتو لومړی ډیالوګ چا لیکلی و؟

ځکه خو الله تعالی ژبې خپلې نښې بللې دي که د یوې ژبې د لومړیو بنسټونو، جوړښتونو ، ګرامرونو او کلیمو د لومړیو بنسټونو پر اړه فکر کوو دا نظامونه چې څومره فتح کوې هومره ډیریږي او بیا داسې حالت راځي چې انسان د لارو د ډیریدو له امله له فکري یونه ولویږي او یوازې یوه پړاو نښه لیدل کیږي او هغه د حکیم خدای جل جلاله د توحید منل او د هغه ددین کلیمه ویل دي .

ښه دا خوشوه د ژبې یوه برخه چې له الهي مشیت او کن فیکون سره تړلې ده.

دابله برخه هم د الله تعالی له ارادې بهر نه ده، دلته رپانده زره هم د خپلې بقا، نڅا او ځلا یو بشپړ تقدیري کتاب لري ، نو دویمه برخه ځکه انساني بولم چې د الهي ارادې تر څنګ زموږ انسانانو ارادې او افعال هم ورسره تړلي دي. د لیک لپاره د ژبې غږونه بیلول او بیا ورته د تورو په نامه تداعي کونکې نښې ټاکل انسانی کار دی – خو داسې ښکاري چې دا کار هم پرته له یو الهي مرستې نه شي تر سره کیدی وګورئ بایزید روښان علیه الرحمه چې پښتو غږونه بیلول، نو لیکي چې الله تعالی ورته وویل چې قران ته پام وکړې او د پښتو لپاره توري جوړ کړي نو جوړ یې کړل.

مانا دا که قران نه وی بیلګه شوی نه یم ډاډه چې تر اوسه به هم دې ژبې کتابونه لرل کنه ، توري او غږونه به یې ټاکل شوي او بیل شوي وو او کنه یوازې د وینا یوه ژبه به وه – خو الله تعالی ته دا منظوره شوي وه چې د خپل یوه دوست په لاس دا ژبه د خط او کتابت ژبه  هم کړي.

سبحان الله  .

سربیره پر دې روښان نور کمالونه هم لري که خدای کول بیا پرې خبرې کوو.

د ژبې بله انساني برخه د هغې ژبې ګرامر لیکل دي، د پیدا شویو سندونو له مخه زموږ وطندار (   پانیني   ) لومړی کس و چې د سنسکرت ژبې  لومړی ګرامر یې لیکلی و، تر هغه وروسته دا دود ډیر خپور شوی او پیاوړی شوی ښکاري.

نوم د یار خوږ دی- موږ د ګرامر د نوم خبره کوله چې بیل ډولونه لري چې ډیر ځله دغه بیل ډونه جدا څانګې لري.

زه نوی نوم در ښیم ، خو تر هغې لږ نور وضاحت !! مخکې مو د ژبو د نزدېوالي او ګډو ګرامري ارزښتنو خبره کوله . له نیکه مرغه د پښتو کوم ګرامر راسره نشته نو د خپلې ادعا د ثبوت لپاره به د خان سحاب د اردو ګرامر (  نګارستان  ) په رڼا کې د نوم ( اسم ) په اړه خبرې وکړو چې بیا هم ویلي شو د سیمې د ژبو ګرامرونه سره ورته والي لري او بایده ده چې ویې لري..............

په پیل کې لفظ په دوو برخو ویشل شوی ......کلیمه او مهمل ........ په نګارستان کې نه دي لیکل شوي چې ولې د لفظ او کلمې تر منځ فرق ته قایله شوې او ولې یې لفظ پر کلمه (  مانا لرونکی ژبنی واحد ) او مهمل  ( بې مانا ژبنی واحد ) ویشلي دي....................  علت واضح دی که کلیمه د سکې یو مخ دی نو بل مخ یې هم اړین دی او هغه مهمل دی ځکه خووايي چې څیزونه یې په اضدادو پیژندل کیږي همدا راز موږ او تاسو په یوه تیره مقاله کې د قران کریم له مخه استدلال کړی و چې الله تعالی د کایناتو څیزونه جوړه، جوړه پیدا کړي مانا دا چې دا څیزونه د تضاد لرلو له کبله زموږ د پوهیدو وړ دي بله دا چې دا زموږ انسانانو او پیریانو لپاره یو الهي علمي دعوت هم دي چې په دنیا کې د ټولو مخلوقاتو اړوند علم زده کولی شي.

 

نوم :

د نګارستان له مخی په لنډه ژبه نوم د شخص ، ځای، تصور یا کیفیت تداعي کونکی ژبنی واحد ( نوم  ) وي.

سحاب د معنی له مخه  نوم ( اسم ) په دوو ډولونو ویشي ۱ :  معرفه ( د خاصو اشخاصو، څیزونو کیفیتونو نوم ......لکه کابل ، ده بالا، سید جمال الدین افغان......)

۲ : نکېره نوم ( اسم )  هغه چې د ټاکلي او خاص شخص، ځای یا کیفیت نوم نه وی لکه سپین ګل، زیارت، خوب .... او معارفه نوم هم بیا خپل ډولونه لري . چې یو یې اسم علم دی دا هم ګڼ ډولونه لري.

اسم ضمیر :

د نوم یو بل ډول اسم ضمیر دی چې دا هم خپلې څانګي لري ، لکه ( هغه راغی ) نوم نشته خو( هغه)  ښيي چې دا کس نارینه دی او یوازی دی،  او که په ډله کې هم وي تمرکز پر ډله نه دی بلکې بلکې پر ده دی.

نکیره نوم هم ډیر ډولونه لري لکه اسم ذات،اسم کنایه ، اسم مصدر او ......

اسم له نورو دریڅو هم ښکاري چې خپل ډولونه لري.

اوس درته نوی نوم اخلم او هغه اسم شکل دی !!  اسم شکل (  بڼه نوم  )  هغه اسم دی چې په اوریدو یې د یوه شخص ، ځای، کیفیت ....او نورو شکلي  تصور په ذهن کې افاده او تداعي کیږي، لکه د افغانستان یو شمیر خلک چمبې یانې تنبل ته دایره وايي چې دا د نوم یو ډیر غوره ډول دی، ډير ځله انسان کولی شي چې د اسم شکل په اوریدو سره پرته د هغه څیز، شخص ، کیفیت........ او نورو له لیدو او احساس پرته یې په ذهن کې تازه شي دا تصور صحیح کیدی شي، صحت ته نزدی هم کیدی شي خو بشپړ غلط او ناسم نه شي کیدی. د دایرا ( دایرې ) نوم مو واخست اوس که چا چمبه نه وي لیدلي، او په دایره یې وبولې که فکر وکړي نو پوهیدی شي چې دا څیز دایرې ته ورته دی.

اسم شکل هم دوه ډوله دی، اسم شکل ساده او اسم شکل فعل:

الف : اسم شکل ساده : دا د اسم شکل هغه ډول دی چې د خپل مسما به سره شکلي ورته لري او هغه په ذهن او تصور کې تداعی کوي، لکه ګنجۍ (  ټپوس  ) – چې د شکل له مخې په بڼکو پټ دی خو سر یې ګنجی او بې بڼکو دی.

کور پسري : ( کوچیان ) دا کلیمه حمزه بابا په اشعارو او نثر کې د کوچیانو لپاره کارولی ده چې ماته تر کوچیانو ښه ښکاري په کوچیانو کې یوازې د کوچ خبره ده او ټول انسانان په یوه ډول په کوچ کې دي یانې دا مانا مانع نه ده نور خلک هم پکې کډیږي خو کور پسري رښتیا هم همدغه د رمو خاوندان دي چې کال او سر کډې پر سرونو ګرځوي.

 څرخه : څرخه یوه لاسي اله وه چې په یوه میل کې یې دوه څرخکي لرل چې په یوه لاس به لکه د ګنډلو ماشن تاویدل، اوس که چا څرخه نه وي لیدلي د دې نوم په اوریدو یې خامخا په ذهن کې د څرخې یا څرخې ته نږدې تصور په حافظه کې تازه کیږي نو دا اسم شکل دی.

کاشوغ پنجه : پنجه معلومه ده او اوله مانا یې د لاس پنجه ده چې پنځه ګوتی لري او کاشوغه هم پیژنو نو خامخا مو ذهن ته راځي چې دا کاشوغه به د لاس د پنجې په څیر وي، نو دا هم اسم شکل دی او اسم شکل ساده.

اسم شکل فعل : دا ډول اسم یوه پیراډاکس (  تضاد  ) ته ورته دی ځکه چې پر یوه مهال اسم ( نوم ) او فعل دواړه تداعي کوي نو کوډګر اسم دی د بیلګې په ډول :

څرخ ( له کوهي د اوبو ایستلو یوه لرغونې وسیله ) : څرخ اسم شکل فعل دی، په دې مانا چې څرخ د دغه څرخیدونکي څیزنوم هم دی او د څرخیدلو فعل هم پکې پټ دی نو ځکه یې اسم شکل فعل بولو. 

کوچیان :  په دې کې هم د ددغو خلکو نوم ( کوچیان ) او کوچیدل ( سفر )  دواړه پټ دي نو ځکه دغه بهترین نوم، د اسم شکل فعل ښه بیلګه ده.

چورلکه : څرخي الوتکې ( هالي کاپټر ) ته دا نوم اخلي نو دا د هالي کاپټر نوم ( چورلکه ) هم دې او د چورلیدو فعل هم ورسره لیدل کیږي.چې پره دار څرخ یې( تاویږي ) نو دلته هم اسم او فعل دواړه په یوه خدايي ډول سره په یوه کلیمه کې د خپلو وجودونو اظهار کوي او یو نوی اسم شکل فعل جوړوي چې دا نوم ډیر ژبني کرامتونه لري. 

زه د ګرامر په دنیا کې د  ( اسم شکل او اسم شکل فعل  ) دا موندنه لوی فکري بری او د کلاسیکو ژبنیو ګرامري ارزښتنو نوي کول او اپډیټ کول بولم – هو تیوري باید په همدې توګه توګه له ژبې راووځي او همداسې پرې بیرته پلې او تطبیق شي. چې هم زوړ علم پاتې او هم نوی ارزښت معرفي شي.

**

درنښت

څیړنه : زینب سالک  ، مصطفی سالک

 

 

- سالک
بېرته شاته