(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دا خاوره او دا خلک؟

[21.Aug.2017 - 07:32]

دا خاوره او دا خلک؟ 

لیک: شاهین بونیری

دا خاؤره د ګندهارا ځانګو ، د امن کور ، دا خلک د جنګ خوراک ـــ دا خاوره د فطرت په رنګونو او خوندونو ښایسته ، دا خلک بې رنګه ، بې خونده ، نه ساز لري نه سوز ، نه هنر شته ، نه اتڼ ــ دا خاؤره د لعلونو خزانه ، دا خلک نه مال لري نه دانې ، نه نن لري او نه سبا ، په کورهم مسافر ، بهر هم مسافر … دده نه ګیرچاپیره قامونه بدل شو ، د ژوند لارې بدلې شوې ، خو دې بدل نه شو … دده قسمت بدل نه شو.

 

جمود نور څه ته وايي؟ زوال څه ته وايي؟

داد شلمې پیړۍ د وړومبۍ نیمایۍ خبره ده . ددې خاورې یو باچا وو چې دا خلک يي په تیارو کې نه وو خوښ. د هغه نوم امان الله خان وو ، غازي امان الله خان. هغه د جنګ او ډپلومیسۍ دواړو میدانونو سپه سالار وو، هغه په اولس باچا نه وو ، د اولس باچا وو. د هغه په باچایۍ کې افغانستان د یلغرګرو د جنګ میدان نه وو، ، سوالګرې نه وو، ؛بفر سټیټ؛ نه وو، افغانستان خپلواکه وو، آزاد وو او د خپل تقدیر خپله مالک وو.

 

هغه په افغانستان د تورې او ټوپک په ځاي د کتاب او قلم باچايي غوښته، هغه دغه خورو ورو قبیلو له د نوي ژوند یو دستور ورکړې وو، هغه ویل چې ښځه انسان دی، حقونه لري، عزت لري ، حرمت لري، ښځه نوکره نه ده ، ښځه د کور شریکه مالکه ده ، ښځه د نوي نسل مور او لارښوده ده، ملګرې ده، مینه ده، ښایست دی، سپکه نه ده، بې ننګه نه ده، بې الهامه نه ده.

 

د هغه افغانستان په علم او شعور ولاړ وو ، د هغه افغانستان د وهمونو جاله نه وه، د هغه افغانستان ؛کوسموپولیټن؛ وو ، د نړۍ د پرمخ تللي هیوادونو سره څنګ په څنګ د تلو جوګه وو، د هغه افغانستان په رنګونو ښایسته وو ، په لوږو تور او په وینو سور نه وو.

 

خود هغه افغانستان د چا خوښ نه وو، د هغه په افغانستان کې د جهالت خیر نه وو ، د هغه افغانستان د یرغلګرو د لارې دیوال وو نو ځکه نړول يي اړین وو.

 

د کال نورلس سوه اته ویشتم خبره ده ، باچا اروپا ته ځي ، ملکه ثریا ورسره هم ملګرې ده، په اروپايي پلازمینو کې يي تود هر کلې کیږي ، د باچایانو او ریاستونو د مشرانو سره ګوري، په وچت سر د خپلې خاؤرې استاذیتوب کوي او د خپل اولس لپاره د پرمختیا نوې لارې او نوې فکرونه ګوري.

 

خو هغه چې د کومې خاؤرې د ننګ خبره کوي ، په هغه خاؤره څو ملان په هغه د کفر او بې ننګۍ تورونه پورې کوي ، بغاوتونه راوچتیږي ، او د غلو د یو لښکر د مشر ؛باچا سقاؤ؛ په مشرۍ اولس د خپل باچا پر ضد راپاسي او د افغانستان پر ضد راپاسي. د غلو باچا د افغانستان باچا کیږي او د اولس باچا له خپلې خاورې په تیخته مجبوره کیږي.

 

نوې باچا تر ټولو وړومبې کار دا کوي چې له ؛ارګه؛ ټول ګلونه ریبي او سبزیانې پرې کري ، د جینکو ښونځي تړي، د پرمختیا ټولې منصوبې رانغاړي او د اسلام د خدمتګار په شکل کې په دغه خاوره د نفرت ، تنګ نظرۍ او وهمونو تخم کري.

دا خاؤره هم لکه چې د کربلا خاؤره ده!

 
- شاهین بونیری
بېرته شاته