(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د نوښار ملاله

[16.Aug.2017 - 13:41]

د نوښار ملاله [سيده حسينه ګل]

سيده حسينه ګل  بي بي يوه زړه وره او باتوره ژبوره شاعره ده د د جلادانو او تورو په منځ کې ولاړه ده او د ميوندۍ ملالۍ په شان خپلو بې ننګه پښتنو وروڼو ته د غلامۍ پېغور ورکوي

د ميوندۍ ملالۍ وروڼه خو بيا هم ښه وو د خپلې خور په پېغور يې ننګ وکړ او د پيرنګي خونه يې ويجاړه کړه او د خپلې پوړنی يې ځمکې ته پرېنښود چې پرېووځي

په ۱۴ اګسټ چې د غلامۍ رسمي ورځ ده دغه مېړنۍ مور يو غږ په خپلو وروڼو وکړ چې دغه د غم او د ماتم ورځ :

سراسري مې د تاوان نه خلاص کړه

زما وطن له پاکستان نه خلاص کړه

دغه حق غږ يې د ډېرو غلامانو طبيعت ورخراب کړ او دغه درنې او بې وزلې بي بي ته په سپکو سپورو اخطارونو او پېغورونو سر شول

حسينې بي بي ته چې چا تغمه يا تغمې ورکړي دي هغه يې ددفاع پاکستان په نوم او رنګ نه دي ورکړي بلکې د خپل هنر او ادبي کمال له برکته يې ګټلي دي او بل حسينه  د چا په کور او مالت کې سوالي او مهاجره نه اوسيږي پښتونخوا يې د پلار نيکه په قباله ده او د خپل وطن او طبيعت د خدمت په مقابل کې حق لري چې د خپل کړاو ثمره هم ددې وطن ولس يا حکومت ورکړي دا چې وطن يې تورو کارغانو اشغال کړی دی او د بي بي وروڼه يې په غټوغټو بريتو غلامان دي نو له بي بي به ولې ګيله کوو او په کومو سترګو به ورته پېغور ورکوو ؟!

خير موږ باور لرو چې د بي بي دغه شعر او دغه پاک ارمان به خامخا رنګ راوکړي او دا د تاريخ جبر به ختميږي 

ډېر بې ننګه او غلامان پښتانه شازلمي دې ددغه بي بي د غيرت نه  ځار شي چې د تور استعمار په مخکې سا هم نه شي اخيستلای 

داسې هم نه ده چې خدای ناخوسته  

ټول د بهرام خان او اخوند دروېزه لمسيان او بچيان اوسيږي د پښتونخوا په غرونو او سر درو کې زموږ د وياړلي تاريخي رښتيني زمريان او بازان اوسيږي او د تورزن خوشال خان او پاچا خان بابا لمسيان او بچيان دي هم به پښتو ساتي او هم به د همدغه ځايه د پښتون او افغان ولس د ساتلو توغونه او جنډۍ راپورته کوي

دا زموږ باور دی ژمی به تېريږي او سکاره به تور مخ پاتې کيږي 

حسينه افغان ده او په خپل لوی ولس او لوی افغانستان مينه ده

 
- سيده حسينه ګل
بېرته شاته