(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ګوګل کې سمه ژباړه

[16.Aug.2017 - 06:53]

په ګوګل کې څرنګه سمه ژباړه کولای شو؟

لیک: انعام الله ساپی

 

ګوګل ژباړن یا (ټرانسلیټ)  په وړیا ډول د یوې ژبې نه بې ژبې ته  د انټرنیټ پرمټ په اسانه توګه د لیکلنو، انځوریز، غږیږ ژباړې خدمات وړاندی کوي

 

که چیرې بهرني هیواد کې یو، په کوم لوحه باندی پوه نه شو. کولای شو انځور یی واخلو په اسانه سره خپل هدف ترلاسه کړو. خو دهغه خدمت ګوګل خاصو ژبو ته په برخه کړی کوم چې خپلی ژبی ته یی زیات کار کړی وي 

۲۰۱۳ کال د سروی مطابق هر ورځ تقریبآ ۲۰۰ میلونه خلک ګوګل ژباړن نه  استفاده کوي 

کله چې بل هیواد ته لاړ شو، د هغوی په ژبه نه پوهیږو، نو کولائ شو چې غږیز ډول خبرې وکړو، ګوګل یې مستقیم اول انګلیسی ته ژباړي او وروسته هدف شوې ژبې ته یې ژباړه کوي. 

ګوګل په دې اخیر کې پدې هم وتوانید چې ویډیي کلیپونه هم ترجمه کړی. 

ګوګل سره د همکاری لپاره مو باید انګلیسی زده او ورباندی پوره مهارات ولرئ، بغیر له انګلیسی نه شي کولائ ژباړه وکړای شي، که تاسو په انګلیسی او پښتو بلد یاست نو د ګوګل ژباړن سره ځانونه یوځای کړئ، دغه کار په ژباړه باندی ډیر تاثیر لري.

ځیني خلک ګوګل ژباړن د زده کړې دپاره استفاده کوي، ځینی د تجارتي موخو لپاره  ورڅخه استفاده اخلي ، نو که غواړئ چې ژبه مو د سیالو سیاله شي، د کاروبار ژبه شي ،تعلیمي اهمیت یې زیات شي، نو ګوګل ژباړن ته کله کله د ملي وجبی او مورنۍ ژبې په احساس سره ورته وخت ورکړئ او کار ورته وکړئ .

یو قوم هغه وخت ژوندی ګڼل کیږي چې ژبه  یې ژوندۍ وي او ژبه هغه وخت ژوندۍ وي چې په هغه لیک لوست وشي او ورسره په ننی کمپيوټري ټکنالوجي کې ورته ځای ورکړلی شي .

هر ملت او قوم چې نن ځانونه د ژوند ترلوړومنارونو ته رسولي دي، هغه ټول یې د خپلې ژبې د پیاوړتیا او د هغه د ارزښت له درکولو سره ترلاسه کړیدي ، دنړۍ ټول ملتونه او قومونه هلې، ځلې کوي چې د خپلې مورنۍ ژبې دپ یاوړتیا له لاری خپلو نسلونو ته د پرمختګ لاري پرانیزئ، 

.ګوګل د خلکو همکاري په مټ  ژباړې کوي . ګوګل ژباړن په ۲۰۰۶ کال د اپریل میاشت په ۲۸ باندې یې خپل فعالیت شروع کړ . په پیل کې په یو څو ژبو فعالیت درلود . خو اوس یې شمیر تقریبا تر ۱۰۳ ژبو ته رسیږي

 

په ۲۰۱۳ کال کې افغانان په ګوګل ژباړن کې د پښتو ژبي د اضافه کولو دپاره عملآ کمپاین شروع کړ، چې بلا اخره نړۍ ۴۳ میلونو پښتنو  د غوښتنو او ضرورت  په اساس ګوګل ژباړن  په ۲۰۱۶ کال کې پښتو ژبه اضافه کړه 

دا چې اوس ګوګل ژباړن کې پښتو اضافه شوه خو د پښتو ژباړې  کیفیت او ژباړه ترډیره غلطه ده. د پښتو ژبې غښتلتیا دپاره باید مسلکي کسان ژباړه وکړي، چې راتلونکي کې د مشکلاتو مخنیوی وکړای شي.

د پښتو ژبه د کیفیت د لوړوالي دپاره زیات اثارو ژباړلو ته ضرورت لري، چې تر دې دمه پښتو له دې برخې نیستمنه دی.

که غواړو چې پښتو نړیوالو ژبو په معیار شي، نو ورته زیات کار پکار دی . تش شعارونه انسان هدف ته نه رسوی، عملی اقدام پکار دی . په شعارونو او فیسبوک نه کیږي

عملا خپلې ژبې ته په دفتر، غوښتنلیکونو ، مکتبونو ، پوهنتونونو کې پښتو ژبه استفاده کړئ. مونږ چې خپلی ژبی ته خپله کار ونه کړو، پردی ژبی والا زمونږ د ژبی غم خوار نه دي 

هر پښتون چې په انګلیسی پوره مهارت ولري د خپلی ملي وجبی په اساس ورته یو ساعت هر ورځ وخت ورکړئ تر څو د ټکنالوجی په دنیا کې پښتو ژبه  د پرمختګ تر پولو ورسیږي چې یو وخت داسی راشي لکه عربی ، انګلیسي ، فرانسوي مونږ هم د نړیوالو ژبو په قطار کی شمار شو

خودا هرڅه د عمل په میدان کې ترسره کیږي،  نه د خیال پلو په میدان کې. که ګوګل ته زه او ته کار ونه کړو نو څوک به یې کوي؟ 

که غواړئ چې راتلونکې نسلونه مو د نورو اسانتیاو نه برخمن شي؛ نو باید په ګوګل ژباړن کې ترجمه کولو ته اهمیت ورکړو او ژباړې زیاتې وکړو.

 

ځینې افغانان وینم چې په ډیر اخلاص سره ګوګل ژباړن سره همکاري کوي خو په تاصف سره باید ووایم چې ځینی کسان غلطه ژباړه کوي پدی نیت چې زه خپلی ژبه ته خدمت کوم، دهغه غلطې ژباړی راتلونکې کې سختی ستونزی پیدا کولی شي  مونږ باید لاندې ټکې په پام کې ونیسو دهغی په بنا باندې ژباړه وکړو

۱؛ املایې غلطې یا ګرامري غلطۍ

د یوې ژبه املا یا ګرامر د ملا تیر په څیر حیثیت لري هر هغه څوک چې غواړې په ګوګل ژباړن کار وکړي نو که کوم ځای کې املایې یا ګرامري مشکل سره مخامخ کیدلی د چانه یې پوښتنه وکړي کنه د غلطې ترجمه کولو نه بیخي ژباړه نه کول ښه دي. 

 

۲؛ یې ګانې که مو نه وي زده

دا چې په پښتو ژبه کې یې ګانی ډیر مهم رول لري، او هر ی په هر ځای کې استعمال لري. که په خپل ځای استعمال نه شي نو د جملی پورا معنی بدلوي ، نو که چیرته د یې ګانو سره مخامخ کیږی که برلاسه پری نه یاست د چانه پوښتنه وکړئ چی په نوموړی جمله یا لغات کې کوم ی استفاده کیږي که نه همداسی یې پريږدئ، ستاسې په ځای به یي بل څوک ژباړه کړی څوک چې په یې ګانو برلاسه وي 

۳؛ مسلک اړوند لغاتونه

ځینې لغاتونه په یو مسلک پورې اړه لري لکه ځینې خاص لغاتونه د اقتصاد انجینري، طب، او داسې نور، نوموړې جملې یا لغاتونه مسلک پورې اړوند کسان یې ترجمه کولای شي، بل څوک یې ترجمه کولای نه شي نو که داسی لغاتونو سره مخامخ کیدلی او ستاسې د مسلک اړوند نه وي، نو تیریږی ترینه خپل مسلک اړوند سړی به یی ترجمه کوی زه به درته دلته یو مثال ولیکم 

Cash cow

چې په لغاتي ژباړه کې مونږ یې داسې ژباړو د نقدو پیسو غواړو، حالانکې دهغه لغات د اقتصاد بخش پورې مربوط یو لغات دی چې معنه یې پانګه اچونه ده. نو که چیرې اقتصاد نه فارغ نه یاست نو پریږدۍ چې خپل مسلک شخص یی وژباړوي

 

۴؛ متلونه 

متلونه که په انګلیسي یا پښتو ژبه کې وي. ژباړل یې تجربه او یو څه فکر غواړي، نو که چیرته داسې متلونو سره مخامخ کیږي ژباړن ته به ستونزمن وي  د معیاری ژباړی کولو په خاطر مه ژباړه کوی ، ځکه چې د متل ژباړه کول د انګلیسی یا پښتوجمله په رنګې نه ژباړل کیږي 

۵؛ افغان دولت ته څه پکار دي؟

اساسي قانون کې په ۱۳۴۳ کالکې پښتو ژبه د ملي او رسمي ژبې په حیث راغلې نو دا چې په اساسي قانون کې ملي او رسمي ژبه ذکرشوې. دولت باید د پښتو ژبې سره د مور او میرې چلند ونه کړي، چې پایتخت کښې یوازې دری ژبه د دفتر او ادارې ژبی وواسی، پښتو د افغانستان اکثریت ژبه ده او ادارو، دفترونو او مکتوبنو کښې باید د اکثریت ځای ورکړل شي، د پښتون قوم استازی دولت کې اوس هغه کسان دي چې خپله نه په پښتو پوهیږي او نه یې دفاع کولای شی .

پښتو په افغانستان کې د کلی او د سندرو ژبه ده، پښتو باید د ښار او د دفتر ژبه کړو، هر چا سره  په خپل هیواد کښې په پښتو ژبه خبرې وشي، دا هر پښتون حق دی 

دا چې پښتو ژبه په افغانستان کې ډیر ویونکې لري نو دولت باید ګوګل ژباړن کې د پښتو ژبه غښتلیا او په معیار برابر کولو دپاره کارپوه کسان وګماری کوم چې په انګلیسي او پښتو پوره  مهارت ولري، ترڅو پښتو ژبه د شپې په تیاره کې ستوري په شان وځلیږي

نو په اخیر کې به خپله لیکنه پدې تورو ختمه کړم.چې په هر هغه جمله یا لغات چې تاسې یی ژباړه کولای شئو ژباړه یې کړئ، کنه مه یې ژباړئ، تر څو دغه شان د غلطې ژباړې مخنیوی وشی

 

او ورسره یو معیاري پښتو په ګوګل ژباړن کې ولرو

 
- ساپی
بېرته شاته