(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لغمان نوم مخینه!

[15.Aug.2017 - 09:35]

د لغمان نوم مخینه!

لیک او څېړنه: مصطفی سالک او زینب سالک

ارواښاد عبدالشکور رشاد د سیمو تاریخي جغرافیه کې د لغمان کلیمې د ځیرنې او شننې پر مهال لیکي:

(لامک د کلي د ملک او خان معنا لري، دا چې ځینې کسان مهتر لام د حضرت نوح (ع) پلار ګڼي ، دا مسله د تامل وړ ده . زه داسې فکر کوم ،چې لام او لامک د پشه يي ژبې دکلي او د کلي د ملک او مشر معناوې لري)

د رشاد صاحب انګیرنه نیکه او ښکلې ده، لامک د نوح علیه السلام پلار بلل شوی، یو شمیر تاریخي سندونه هم ددې پخلی کوي خو موږ موږ هیڅ داسې تاریخي شهادت نه لرو چې مهترلام صاحب دې هماغه لامک وګڼو چې یو شمیر لیکوال یې د نوح علیه السلام پلار بولي بیا داسې سند نه لرو چې لامک له لغمان سره وتړو، دا اسناد ځکه زموږ په واک کې نشته چې د نوح علیه السلام زمانه ډیره پخوا او له ادم علیه السلام علیه السلام سره نزدې حسابیږي. د نبوت او انبیاء علیهم الصلاة و السلام تاریخ نومې کتاب کې د نوح علیه السلام د زمانې پر اړه داسې راغلي دي:

د نوح علیه السلام نسب:

نوح علیه السلام دلامک زوى دی، لامک متوشلخ زوى دی، متوشلخ داخنوع زوى دی يعني دادريس علیه السلام زوى دی، ادريس علیه السلام د نوح علیه السلام ور نېکه دی، د نوح علیه السلام نسب شيث علیه السلام ته رسيږي چي د آدم علیه السلام زوى دی. دآدم علیه السلام او نوح علیه السلام ترمنځ دمدې اندازه تر زرو کالو زياته ده، په تورات کي دغه مده (١٠٥٦) کاله ښودل سوې ده.

 

امام بخاري رحمة الله علیه  دابن عباس رضی الله تعالی عنه  څخه روايت کوي چي دآدم علیه السلام او نوح علیه السلام ترمنځ دوې پېړۍ فاصله موجوده وه او په دغه مده کي ټول خلګ مسلمانان ول.

 

یوازې د رشاد صیب څیړنه نه ده، یو شمیر نورو لیکوالو هم د لغمان کلیمې بیل تعریفونه کړي دي حبیبي صاحب فکر کوي چې د چینايي سیلاني لاح  پوه چې په ۶۳۰ میلادي کې ورته راغلی د لغمان چینايي تلفظ دی.

خو راځئ چې د تاریخي حقیقتونو له مشال سره د لغمان نوم د مانا او د نومې په مانا پسې ووځو:

لغمان کلیمه:

لغمان له اره اریايي کلیمه ده چې د صرفي اوښتونو له کبله لغمان، لمغان، لامغان دمغان، دامغان، مغان او ارمغان بڼو ته اوښتې ده او دا ټولې بڼې یوه له بلې سره ژبنې او معنوي تړاو لري، چې په راروانو کرښو کې به جوت شي.

لغمان په اصل کې دامغان دی دامغان بیا په لمغان اوښې دی، په تاریخي سندونو کې تر لغمانه مخکې د لمغان او لامغان نومونه ثبت دي.

او لامغان او دامغان یوه کلیمه ده یوازې (ل) په دال اوښتی او دا صرفي اوښتون په اریايي ژبو کې ډیر لیدل کیږي مثلا د فارسي دست (د ) په پښتو لاس کې په لام اوښتی، یا دا چې د پښتو د لس کلیمې ( ل ) د اردو په دس کلیمه کې په ( د ) اوښتی دی.

مخکې له دې چې د لغمان کلیمې مانا وکړو دا باید ووایو که لامغان ( لغمان ) په افغانستان کې دی ( دامغان ) په ایران کې دی مانا چې دوه لغمانه لرو چې یو تر بله معنوي، جغرافیوي، مذهبي ، عرفانی، تاریخي او سیاسي اړیکي لري. د کلیمې مانا ته وروسته ورګرځو لومړی د ایران د دامغان ( لغمان ) پر تاریخ او جفرافیه تمیږو او بیا د افغانستان لغمان ته راستیږو فکر کوم چې دا به له موږ سره د موضوع په روْښانولو کې مرسته وکړې.

دامغان ( لغمان ) په ایران کې يوه ښار ټولګه ده . د جفرافیوي جوړښت او څلور خواو پر اړه یې ویلی شو چې شمال ته یې مازندران

سویل ته یې اصفهان، ختیځ ته یې شاهرود، او لودیځ ته یې سمنان او مهدي شهر پراته دي. د ایراني لیکوالو د لیکنو له مخه دغه ښارستان د تاریخ له مخه د ایران بلکې د نړۍ له کمسارو تاریخي بیلګو څخه دی.

د افغانستان او ایران لغمانونه یو له بل سره خورا ډیر ورته والي لري بلکې داسې بریښي لکه یوه جغرافیه چې وي، لمغان هم د یوه تمدن د غوړیدا لپاره ښه موقیعت لري او لغمان هم ځکه چې دواړه سیندونه لري او سیندونه هغه څه دي چې ډیر ځله د نړۍ د لرغونې تاریخ له مخه د تمدنونو او ښارونو د جوړولو يو ضروري شرط بلل کیده.

د نورو ښاستانونو په پرتله دا د ایران د لغمان يو امتیاز ګڼل شوی چې  ډوله هوا لري هم په کې سړې سیمې شته او هم تودې، دلته په افغانستان کې هم لغمان دغه صفت لري یو سر یې چې د کابل – جلال اباد سره لګیږي تود او بل یې چې له نورستان سره نښتې هوا یې سړه ده.

غرونه او ځنګلونه دوه نور هغه صفتونه دي چې د لمغان ( لغمان ) او دامغان ( لغمان ) تر منځ شریک دي، بله دا چې د میوو سبزیو لپاره هم دواړه سیمې ورته والی لري. که ددواړو دامغانونو پر اړه پرتیلزې څیړنې وشي ښايي نور ورته والي هم ولري.

اوس به ددواړو دامغانونو ( لغمانو)  د یوه نوم لرلو راز راوسپړو چې ورسره به ددې نوم د بیلو صرفي اوښتونو ماناګانې هم روښانه شي.

د ایران دمغان د اشکانیانو پایتخت و، خو ددمغان کلیمې ریښه چې له اصلا له مغان کلیمې نه اخستل شوې ده ، تر ډیره ساسانیانو دود کړې ده.

علی اکبر دهخدا په خپله لغت نامه کې ددمغان مانا داسې کړې ده ( په اصل کې دا د ماد یوه قبیله وه چې د روحانیت مقام یوازې په دوی پورې تړاو درلود کله چې د زردشت این په سویل او لودیځ یانې ماد او پارس کې خپور شو مغان د نوي دیانت برخه وګرځیده، په اوستا کې د روحانیونو لپاره هماغه اترون کلیمه کارول شوي خو د اشکانیانو او ساسانیانو په وخت کې دا کلیمه په مغان باندې اوښتې ده)

لکه چې ومو ویل د( مغان ) له کبله اشکانیانو خپل پایتخت دمغان بللې و ، خود ساسانیانو د روحانیت، مذهب، میتالوژي او حکومت سره هم غبرګ، غبرګ تړوونه لري. ډاکټر فاروق انصاري په خپل کتاب (فشرده تاریخ افغانستان) کې د ساسانیانو د نیکه په اړه ویل شوي دي چې نوموړي یو مغان ( روحاني مشر ) و یا د هغه په ټکو (ساسان د ساساني ټبر مشر نیکه و، چې ددغې کورنۍ نامه هم د هغه له نومه اخستل شوې ده، په تخت جمشید کې د اناهیتا د معبد له روحاني مشرانو څخه و) له همدې کبله دغه نوم ساسانیانو ته تر بل هر نومه ارزښتناک او مهیم و.

باید ووایو ساسانیان هغه کورنۍ وه چې په ۲۶۵ میلادي کال کې یې خپله واکمني له وسني ایرانه د لرغونې ګندهار تر مهیم ښار پیښوره وغځوله.

تاریخي سندونه ښيي چې ساسانیان تر کابله وروسته د پيښور په لور کوزیدل، د اوسني لغمان سیمه یې په لاره کې وه او دا سیمه د ایران  دامغان ( مغان ) سره پوره ورته بریښي، نو ځکه یې لمغان ( نوم ) د روحاني او سیاسي تبرک لپاره پر دغه سیمه کیښود، او چې داسې ده لغمان به خامخا په دغه سیمه کې د ساساني واکمنو یو مهیم ښار و.

او دا خبره چې په لمغان ( لغمان ) کې هم هغه د دامغان ( لغمان ) د مغان یاني روحانیت مشري پټه ده په تاریخي لاسوندونو ثابته خبره ده، په سنسکرت کې دا کلیمه د لمکان پًه بڼه راغلې ده، یانې یوازې یوه کلیمه ( غ) په ( ک ) بدله شوې ده او بس خو په مانا کې یې هیڅ توپیر نه دی راغلې، دغه ډول صرفي بلونونه په اریايي ژبو کې کومه نا اشنا خبره ده او ډیر ځله ( غ ) له ( ک ) او ( ګ ) سره خپل ځای بدلوي، لکه د ( غز ) کلیمې (غ ) چې په ( ګز ) کلیمه کې په ( ګ ) اوښتی دی. یا لکه د فارسي ژبې د غرس په کلیمه چې  دوه لومړي حرفونه بیل شوي او غ په ک بدل شوی دی څرګنده ده چې غرس د نیالګیو کر دی چې په پښتو کې ترې ( س ) لویدلی . 

سنسکرت کې له لمکان ( لمغان ) سره جتي وروستاړی هم مل  شوی خو داسې ښکاري چې د وخت په تیریدو ( لمکان ) پریوتی او یوازې جتي پاتې دې خو بیا یې هم مانا هم هغه ده چې د لمغان ( مغان ) ده یانې روحاني لارښود، امام او مشر. سرمحقق زلمی هیوادمل هم د لمکان جتي د تشریح پر مهال جتي روحاني امام بولي.

په لیکلو اسنادو کې د لغمان د نامه قدیمي ثبت د " لمکان جتي " په بڼه په هغه کتیبه کې راغلی ، چې پر۱۹۶۹ زکال د لغمان په شله ټک کې له نورو کتیبو سره یو ځای کشف شوې ده . " د لغمان د مهتر لام لوېديځ لور ته په درې میلي کې د شله ټک کلي دغره په څنډه کې درې کتیبې شته، چې یوه پکې په ارامي رسم الخط لیکل شوې او د اشوکا زمانې ته منسوبیږي . همدغلته دوه نورې کتیبې هم شته، دحروفو له شکلونو یې دا څرګندیږي، چې له"ناګري" خط نه مخکې له لومړي نه تر لسم قرن پورې زمانې ته رسېږي ... دا کتیبې پر ۱۳۴۸ هـ ل کال کشف شوي دي . تر اوسه ډېرې څېړل شوې نه دي ،خو هغه کتیبه چې په" تاریخ خط ونوشته های کهن افغانستان" نومې اثر کې په ۲۲ شمېره ثبت شوې د هغې په څلورمه لیکه کې د " لمکان جتي" کلمه راغلې ، چې جتي په سنسکرېت کې د مخلص، مرید او دیني مبلغ معنا لري او دا خبرې دا زبادوي ،چې " لمکان جتي" کلمه هم زوړ تاریخ لري" 

کره مو کړه چې د لغمان کلیمې بنسټ د اریایانو ( دمغان – مغان ) دی، چې همدغه ټکی د اریايي عرفان دروازه هم ده. 

داسې ښکاري چې مغان ( روحاني ) په اریايي ټبر کې تر ټولو لوړ ټولنیز پوړ و چې واکمنان وو یا یې واکمنان ټاکل لکه چې په پیل کې مو یادونه وکړه د ساساني امپراتورۍ بنسټګر ساسان هم په تخت جمشید کې د اناهیتا الهې د معبد مغان او لارښود و.

اور په اریايي عرفان او مذهب کې روحاني او ټولنیز ارزښت درلود او اور بل ساتل یو روان عبادت بلل کیده، ښايي دا د هغه مهال د اریايي دین داسې اسماني سوغات وي چې دومره ارزښتمن سوغات بله خوا چرته هم نه تر سترګو کیږي، فکر کوم هغه مهال د اور لګیدنې اوسنۍ اسانتیاوي نه وي، او د بکرو ډبرو په جنګولو سره یې اور لګوه چې پوره زړه چاودون و، مانا دا که اور بل پاتې نه وي هر څوک اړ و چې ځانته بیل زړه چاودون وګالي او اور بل کړي چې ښايي بیخي ډیر وخت یې اخستی وی، خو دا چې اور بل و اریايي کورونیو کولی شول چې د سکروټو او بلو پیلوزو راکړه ورکړه له یوې ډدې د یوه د یوه تل بلاند عرفاني او ټولنیز دود په توګه ژوندي وساتي او له بله پلوه پرې خپل اړتیاوې پوره کړي، ځانونه پرې تاوده کړي، تیارې پرې ماتې کړي، او د خپل ټولنیز مقام د ښودلو لپاره یې وکاروي، سربیره پر روحانیونو ، سرتیرو او کروندګرو پوړونو هم ځانته اورتونونه او نښې لرې.

مغان په راوروسته زمانه کې هم په فارسي عرفاني ادب کې ژوندی پاتې کیږي، بلکې د اسلامي صوفیانو پشمینه اغوندي او له یوې نوې جلوې سره میدان ته راوځي او د خپلې څیرې خدوخال له نورې اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول له عرب تصوفه بیلوي، د فارسي ادب شاعرانو مغان ته نوې مانا وبښله او  یو داسې کاکه رند یې ترې جوړ کړ چې د میو مینا د علامتونو د عارفانه شرنګار په لاهوتي مستۍ کې یې د وخت د ریاکارو زاهدانو د دروغجنې تقوا وهمي جامې وڅیرلې خلکو ته یې رسوا کړل او په اسلامي جام کې د عرفان داسې نوراني شراب وړاندې کړل چې د اریایانو د سپیڅلو مذهبي شرابو ( هوما – سوما ) کیفیت لري.

پیر مغان، کوی مغان، میکده مغان، ترسا بچه مغان، دیر مغان، خرابات مغان، رسم مغان، آین مغان او نور ډیر داسې عرفاني ترکیبونه شته چې مغان یې په فارسي شعر کې مست او ژوندی ساتلی که مغان او ورته نور کلمات چې له اریايي دین او ټولنې اسلامي تصوف ته راغلي وڅیړل شي د اسلامي تصوف په هنداره کې د اریايي عرفان اورورینه ښکلا لیدلی شئ.

یو شمیر شاعرانو مغان د کامل پیر په مانا کارولي او د حق د لارې هغه سالک یې بللی چې ټولې لوړې ژورې ورته معلومې دې، حافظ شیرازي د مغان په کمال دومره باوري دي وايي که ناحقه یې درته وویلې هم ویې منه ځکه چې د هغه ناحقه هم په حقیقت کې حقه ده خو ته پرې نه پوهیږې.

 

به می سجاده رنگین کن گرت پیری مغان گوید

 که سالک بی خبر نبود ز راه و رسم منزل ها

هو رښتیا د مغان ارمغان مو هیر نه شي، ارمغان ډالۍ ته واي خو هغې ډالۍ ته چې روحانیت مینه او خلوص ورسره کډ وي.

 

څیړنه:

زینب سالک

مصطفی سالک

 
- زینب سالک
 بېرته شاته