(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سواتیان څوک دي

[08.Aug.2017 - 14:12]

سواتي ( سواتیان ) څوک دي ؟

لیک: ډاکټر لطیف یاد 

سواتي یا سواتيان له آره یوه پخوانۍ لرغونې پښتني قبیله ده چې دخیبر پښتونخوا دایالت په هزاره ،مانسهره ، بټیګرام ، کو هستان او دیر کې استو ګنه لري .یو شمیر سواتیان په کشمیر کې هم استو ګنه لري .دسواتیو دقبیلې خلک په پښتو ژبه خبرې کوي خو هغه سواتیان چې په مانسهره کې استو ګنه لري هغوی په اینکو ( هندکو ) ژبه هم پو هیږي او خبرې پرې کولای شي .

داسې روایتونه هم شته چې په پیل کې سواتیان دشلمان په دره کې اوسیدل ،خو ددیارلسمې زیږدیزې پیړۍ په پیل کې دوی دسوات سیمې ته ولیږدیدل . سواتیانو دهغې سیمې ځایي ( بومي) بودایانو او هندوانو ته ماتې ورکړه او دسوات سیمه یې له هغو نه ونیوله او هغوی یې له هغه ځایه وشړل. داسې ویل کیږي چې سواتیانو تر څو پیړیو پورې دسوات پر سیمې باندې واکمني وچلوله . دسواتیانو جهانګیري ښاخ واکمنانو دجلال آباد ، کونړ ، باجوړ،ملکنډ ، دیر او جهیلم او کشمیره پورې لویه واکمني په لاس کې درلودله . دغو جهانګیري سواتیو واکمنانو دکشمیر دواکمنانو سره هم دخپلوۍ اړیکې درلود ل.

داچې سواتیان دپښتنو په کوم ټولنیز ګروپ پورې اړه لري بیلابیل نظریات شته . ځینې یې دسړبنیو پښتنو يوه څانګه بولي او ځینې یې هم دبیټنیو او غلجیو پښتنو اولاده بولي او ځینې بیا ددوی څوښاخونه په یو سفزیو پورې تړي.ځینې تاریخپوهان په دې اند دي چې لرغوني او پخواني سواتیان یا دسواتیانو پخواني نیکونه دهندوانو له نسله وو او ځینو هم دوی د منځني ایشیانه راغلي خلک بللي دي ، خو په واقعیت کې کې ددوی قبیلوي جوړښت دپښتنو دبیلابیلو ښاخونو یو ترکیب او جوړښت دی. سواتیان په پښتو او پښتنواله او سواتیواله ټینګ خلک دي(۱) او ددوی ټول دودونه او رواجونه کټ مټ دپښتنو په شان دي نو ځکه سو چه پښتانه ګڼل کیږي .

کله چې یو سفزي د شپاړسمې پیړۍ په لومړیوکلونو کې دسوات سیمې ته راغلل نو سواتیان یې له دغې سیمې نه بیواکه ( بې دخله ) کړل او سلطان اویس سواتي له یو سفزیو نه ماتې وخوړه او سواتیان جنوب ختیز ته دهزاره او مانسهرې سیمو ته لاړل او هلته میشته شول . همداراز سواتیو داتلسمې پیړۍ په پیل کې دسید جلال بابا تر مشرۍ لاندې قارقلوغ ترکان دپکهلي دسیمې نه چې په هزاره سیمه کې پروت دی وشړل او سعادت خان سواتی دافغانستان ددراني واکمنانو له خوا د۱۷۶۲ زیږدیز کال نه د ۱۷۸۰ زیږدیز کلونو پورې دپکهلي دسیمې لو مړنی واکمن و . 

سواتیان پردریو لویو ښاخونو ویشل شوي دي چې ګبري ، میتراوي او مامیالي نومیږي. په دوی کې دجهانګیري څانګې خلک

( دمانسهرې دښار خانان) دسواتیانو دقبیلې په ټولو ښاخونو او خیلونو کې ځانونه پخوانی او لرغوني سواتیان ګڼي. :

ګبري په کاغان ، بالاکوټ ،ګړهي حبیب ا لله ،مانسهره ،دهودیال، شینکیاړۍ ،بفا،جابوري، باټګرام ، تهاکوټ ،کونش ویلي ،کولي پالس، خواجه ګان او خاکي کې اوسیږي .

میتراوي او مامیالي په بهیر کنډ ، اګرور او ټیکري ویلي کې میشته دي .

همداراز دسواتیانو نورې وړې څانګې او خیلونه لکه پنج میرال، دودال ، دیشان، پنج ګول او جهانګیري په بټګرام ، اجمیرا ، ټیکري ، ساندیسر، چیتا بټا، عطر شیشه ، ټنډا، پکهلي ویلي ،سیران ویلي او کاغان ویلي کې او سیږي. (۳).

دسواتیو ځینې نور خیلونه دادي :خواجه خیل ، لغماني ، ملکال، الیوال، دیشیوال،ټیکري وال،آخون خیل ، بیرور،جادور ، خان خیل ،غني خیل ، کو چیلای،کمار ، مده خیل ،موسی خیل،ناروس،سمکوري ، ثناخیل ،محبت خیل ، وړوزي،خازاني ، شیر خاني ،سبدیني ، خبر دیني، بارخاني ، اشتور،انات خیل ، داړوچي ا وغوري.(۴)  ډاکټر لطیف یاد 

1. Afghan, Azmaray. Khyber.ORG. Swati. Published on 5-9-2009. Retrieved on 26-1-2014.

2. http://www.slideshare.net/NomanKhan4/swat-research

3.http://en.wikipedia.org/wiki/Swati_(Pashtun_tribe)

4. http://nethelper.com.au/article/Swati_(tribe)

 

 

 

- ډاکتر یاد
بېرته شاته