(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امن او سلامتيا تعليم

[08.Aug.2017 - 13:34]

د امن  او سلامتيا  تعليم

لیک: اسرار د طورو

 په  صحيح  بخار ى ج 1 کښې  يو  باب  دی  "اى  الاسلام  افضل " په  دې   باب  کښې د حضرت  ابى  موسى  رضى  الله عنه  نه  روايت  دی . دا  ابى  موسى  رضى  الله  عنه  عبدالله  نو مېدۀ، د قېس  بن  سليم   ځوی  وۀ، د الا شعرى  قبيلې  فرد  وۀ .د ابى  برده  والد  محترم  وۀ. هغه وائى  چې   د ( حضرت محمد صلى الله علېه واله وسلم )  نه  خلقو  سوال  وکړو 

يا رسول الله   "اى  الاسلام  افضل " يا  رسول الله  کوم  اسلام  د ټولو نه  زيات  ښۀ  دی. ؟

 مطلب  دا چې  کوم  اسلامى  خصلت  د ټولو نه  غوره  دی  يا  دا  چې  يو  مسلمان   په  کومو خصلتونو  بهترين  مسلمان  جوړيدی  شى، حضرت  رسول صلى الله علېه واله وسلم   په  جواب کښې   او فرمائيل. "من  سلم المسلمون  من  لسانه  ويده " هغه څوک  چې  سلامت  اوساتى  مسلمانان  د خپلې  ژبې  او  د خپل  لاس  نه   (يعنې   د دغه  سړى  اسلام  غوره  دی).  حضرت محمد صلى الله عليه واله وسلم   په  اسانه  عام  فهم  او خوږه ژبه  کښې  يوه  اهم  مسئله  په  څومره  ښکلى  انداز کښې  بيا ن  کړه. د سوشالوجى  يو ماهر Johny Macionis   په  خپل  کتاب ( سوشيالوجى څلورم  اشاعت ) کښې  په  مخ167  ليکى. "Language is the thread with which members of a society weare the symbolic wel we call culture "  دا قول  مولف   د بل  يو  صاحب  نه  اخذ  کړی  دی  حواله  يې  ورکړې  ده. د ژبې سپنړسى  د کلتور  تان  او  رخت  ساز وى  ولې  په 1992ء کښې  د مغربى  دنيا  دانشوران  کۀ د خپلو  مطالعو  مشاهدو او علم  تحقيقاتو  په  رڼا  کښې   ځنې  صداقتونو  ته  اورسى  نو د ستائېنو  جوګه  دى. بيا  د ژبې  صحيح  استعمال  انسان  تعلقات   جوړوى   او  د ژبې  غلط استعمال  فسادونه  ولاړ  کړى خو  زمونږ  خوږ پېغمبر  حضرت محمد صلى الله عليه واله وسلم  کۀ هر څو  يتيم  او يسير هلک  وۀ ،نالوستی  ځوان  وۀ  د نن  نه  څوارلس  نيم  سوه  کاله   اګاهو د عربو  په  صحرائى  ماحول  کښې  يې  د خوارۍ  مزدورۍ  ژوند  کړی  وۀ ،د مکې  معظمې  او ګېر چاپېر د خلقو "Culture " په  شرک  توهماتو،  بې انصافۍ  او  ظلم  مبنى  وۀ .نن  د مهذبې دنيا په  مادى  لحاظ  قوى  حکومتونه  او د هغوى  زير  اثر  د مسلمانانو  ليډارن  سول  او عسکرى  قوتونه  او ځنې  مذهبى  تنظيمونه  د صحرا او  ځنګلونو  د کلتور  نمائندګى  کوى .د امن مينې ، سلامتيا، ورورولۍ  او احترام  په ځائی  انسان  لګيا د ی  په  مهلکو  وسلو  نور انسانان  سيزى  او  دا احساس  ورته  قطعاً  نه  کېږى  چې  بې  ګناه  خلق   وژل  نارينه،  زنانه ،ماشومان  او  آبادۍ  سېزل  د انسانى  تهذيب   رنګه  نۀ  ده. نن  اسلامى  ملکونه  په  وينو  ککړ دى .يو  بل  وژنى  اغيار يې څارى  او  بيا يې  په  مناسب  وخت  د خپلو  څارندولى  د  پالل  شوو مارغانو  څاښتۍ  کړى .اپ  کپ  يې  کړى. دغه  اغيار کۀ  داخلى  وى  کۀ  خارجى   په  اصل کښې  د خپل  نوغى  دښمنان  دى .اسلام  د امن  او سلامتيا پېغام  دی   د رسول الله صلى الله علېه واله وسلم  د مکى  ژوند  نقشه  په  تاريخونو  کښې  محفوظ ده، جنګونه  مدينې منورې  ته د زور خاوندانو  راوړى  وو  چې  مدافعت  کونکى  بريالى  شو. نو  حضرت محمد صلى الله علېه واله  وسلم  د مکې  خلقو  ته  د عام  معافۍ اعلان  وکړو، د معاشى  استحصال  مخ  نيوی  يې د سود په  خاتمه  وکړ. د قتل  وغارت  او  دښمنو علاج  په  بخښنه   او معافۍ  وکړ. د هغوى  نه وروستو  د امت  فريضه  وه  چې  د امن  او  سلامتيا  فلسفه  ژوندۍ  اوساتى  چې  اوئې  نۀ  ساتله نو  بده  ورځ  يې   په  نصيب  شوه. د خپلې  ژبې   او  لاس  نه  مسلمانان  او امن  خوښى  بنى  ادم  ازارنۀ  کړئ.  دا د حضرت محمد صلى الله علېه واله وسلم  تعليم دی او دا تعليم   په  دنيا کښې  د امن او انسانى  سوکالۍ خېرازۍ  ضامن  دی. (پاڅون / مردان)

- اسرار د طورو
بېرته شاته