(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ادب پرمختګ:موبائل نېټ،او

[08.Aug.2017 - 13:19]

د ادب  پرمختګ کې د موبائل  نېټونو او کانفرنسونو کردار

 لیک:   امير زېب زېب  سوات 

 لکه  څنګه چې نوره دينا ترقى کوى او مخ  په  وړاندې  روانه ده،اليکټرانک ميډيا هم دغه  شان د ترقۍ په لور ګامونه اخلى.دريډيو،ټيلى ويژن،کمپويټر اوداسې نورو څيزونوغوندې ګرځنده (يعنې موبائل )هم د اليکټرانک ميډيا يو قسم توکی دی .چې په زرګونوکلوميټره لرې  انسانان پرې ديو بل سره رابطې کوى.هر څو کۀ د سائنس عالمان دګرځنده زيات  استعمال  ښۀ  نۀ ګڼى ولې  د ادب  مينه  وال يې دې ته نۀ ګورى چې تاوان دی پکښې اوادبى خدمات پرې د نېټونو  او کانفرسونو  په  شکل  کښې  کوى. ياده  دې  وى  چې  د دې  نه زمامطلب دانټرنېټ  مېسجونه او کالونه نۀ دی بلکه  د ګرځنده عام د مېسج  نېټونه  او کانفرسونه  دى  زۀ  به  خپل  بحث  په  دوه برخو  کښې  تقسيم  کړم  او د ګرځنده  نېټونو  جاج  به اول  واخلم. ګرځنده  ادبى  نېټونه  چې  په ښه شاعرۍ  خورولو سره په  خلقو کښې د ليک کولو ادبى توان  پېدا  کوى، ملګرى ترې  زده  کړه هم کوى او د ادبى رسوماتو  او نورې  غم ښادۍ نه پرې هم په اسانه خبريږى.په "قدرت اخبار" کښې د محيب محبوب د ليک ترمخه د ټول ملک په سطح  د ټولو  نه وړومبۍ نېټ  د باچا حسېن  شاکر نېټ  "ټول  افغان  نېټ"چې په کال  دوه زره  اتم  کښې  په  وجود کښې  راغلی وۀ  او وړومبی  کلام يې د کراچۍ د الطاف  ګل ګل صېب  نشر کړی وۀ.هم ددغه  محيب  محبوب  د وينا  تر مخه په بلوچستان  کښې  د ټولو نه  وړومبی  نېټ  "کاکړ نيټ"  وۀ  چې خلاق ودان يې  چارواک  وۀ او ورپسې  بيا د محيب  محبوب  نېټ  "المعزنېټ" شروع  شوی وۀ. په  خېبر  پښتنخوا  کښې  د سعيدعادل دعوه ده چې وړومبی ددۀ نېټ  يعنې "زلمى ليکوال" نېټ  وۀ  خو  ډېر ملګرى  ورسره  متفق  نۀ دى. ځنې ملګرى دامجداسلام امجد"اباسين نېټ" او لنینېټ ګڼى  اوځنې هېواد نېټ" بهر حال دا اختلافات په خپل ځائی خو زۀ د هغه  ټولو  ادبى  نېټونو ذکر کول  ضرورى  ګڼم  کوم چې مخکښې تېر شوى دى. ياپه موجود وخت کښې  خپل  فرائض  تر سره کوى.  خو چې  زماپه نظرکښې ماته  معيارى ښکارېدل يا  ښکارى خو بيا  هم  کۀ زۀ  د کوم  نېټ  ذکر ونۀ  کړی  شم نو ددې مطلب به خامخادا نۀ وى  چې دا نېټ معيارى  نۀ وۀيانۀ  دی  بلکه  کېدی شى چې زما د نظره  نۀ  وى  تېر شوی يا زما نه په هېره پاتې شوی  وى.  خو  زۀ  به  د نېټونو  ذکر  هم په  دوه  برخو کښې  تقسيم کړم. 

(1)غزل  خپروونکى   نېټونه.(2)  منفرد نېټونه

 

غزل خپروونکى نېټونه:په پخوانو نېټونو کښې کوم  چې اوس بند دى په دې کښې د ديدار يوسفزى  "ديدار نېټ" چې د خپلو مينه والو يې  دوه  کتابونه  هم  چاپ  کړى  دى، د عثمان على عثمان "کاروان نېټ"  د نور رحمان سحر "مرکه نېټ" د انور عطير  "ژوند نېټ" د عرفان سهيل "ادبى نېټ"  "وطن  نېټ" "جان نېټ"  افغان  نېټ"  مينه  وال نېټ " "قربان نېټ"  "اخلاص نېټ" او داسې  يو شمېر نور نېټونه  وو  چې د ډېر  اعلى  معيار  وو. په  اوسنو نېټونو کښې  "چارمنګ نېټ" يواځنې  نېټ  دی  چې  ډېر  ښائسته  غزل  خوروى. 

منفرد نېټونه: په پخوانو منفرد نېټونو کښې د قېس اپريدى  "قېس نېټ"  او د نواز  مهمند مردان "پښتوادبى نېټ" وۀ  چې  ښۀ  په  اخلاص  به  يې  ادبى  رپورټونه  او  خبرونه  خورول. "پښتو انټرنېشنل  نېټ هم د يادولو وړ دی  چې  معيارى  کلامونه  او ادبى  رپورټونه  به  يې د انګرېزۍ  ژبې  په  منفرد  رسم الخط  کښې  خورول. "درياب  او غانټول نېټ" به  د کلامونو  نه علاوه  ادبى  اصطلاحات  خورول. د  "درياب نېټ" له  خوا په  مشاعرو کښې  معيارى  کتابونو له  انعامونه هم  ورکړی شوى دى."درال نېټ "سوات چې راقم الحروف  يې  چار واک  وۀ. د متلونه،محاورو او ټپونه علاوه به  يې  يو  معيارى  غزل او بيا په  هغې  د ناقدينو  نادرخان عليل صېب او عجب دين خټک صېب  تنقيدونه  هم  خورول  او په  ملګرو کښې  يې  تر يو حده  تنقيدى  شعور اود برداشت  ماده  پېدا  کړې  وه .په  موجوده  منفرد نېټونو  کښې  "سوات نېټ" چې  د معيارى غزل  سره سره کله کله  د صابرشاه صابر صېب  افسانچې  هم  خوروى. احمد اباخېل  او د هغۀ  ملګرو  ورته  د "شمس المعيار نېټ" خطاب ورکړی  دی. جی  نېټ  د دې نېټ  ټپې  او  تاريخ  کائنات  خلق  ډېر خوښوى. هره  ورځ  نشريات  کوى  د ټولو  نه  زيات  عمر والا  نېټ   دی. د دې  نېټ  په  ذريعه  ايم  پى  ای  تنظيم   هم  چلوى. دې  نېټ  ته  ايم  ثانى صېب او  د هغۀ ملګرو  بابائی  پښتو نېټ  هم  وئيلى  دى. اورکزۍ نېټ   چې  ټول  ملک  کښې  د تصوف اولنی  نېټ  دی  چې  لال محمد اورکزى  پکښې  د پروفېسر عثمان صېب  له  خوا ورکړی شوى  مېسجونه  ليکى. زما د معلوماتو  تر مخه  د جينکو  له  خوا ډېر نېټونه  چلولى  شوى  دى.  ولې  په  حقيقت  کښې  دا  هلکان  وو. جينکۍ  نۀ  وې  د درېم  جنس  يعنې د هېجړاګانو  برخه پکښې  هم  نشته  او د اقليتونو هم  نشته. د دې  وجې  نه دا خبره  مونږ  ښه  په   ډاګه  کولې  شو چې د پښتو  ژبې د ادبى نېټونو  چارواکان  صرف  او  صرف  پښتانۀ  زلمى  يا  سړى  پاتې  شوى دى. د نېټونو  چارواکانو ته  وخت  په  وخت  مسئلې  هم  پېښيږى  دغه  وجه  ده  چې  تعداد يې  ډېر کم  شوی  دی  لکه  د پى  ټى  ای  له  خوا  په  سيمانو  مېسجونه  بندېدل. د نېت  ورک  د خرابۍمسئلې  پېښېدل. ليکوالانو  له  داد  نۀ  ورکول. چار واکان  په  غېر معيارى  ليک  نشر کولو  مجبوره  کول  او د هغوى  سره  جګړې  کول  وغېره  وغېره. د دې  دپاره د نېټونو  چارواکانو دوه  تنظيمونه  جوړ کړل  چې  ډاکټر  فدا سيرى وال  او  سميع  الله  ګران يعنې مشران وو.ولې بيا  هم خاص نتائج  يې  تر لاسه  نۀ  شو   په  دې  حقله  زما  ذاتى  رائې  دا ده چې  د نېټونو  چارواکان اکثر کم  عمره  وى ،د معيار خيال  نۀ  ساتى  نو کۀ  چر ې  دوى   د معيار  خيال  وساتى  هره  ورځ  خورونې  نۀ  کوى بلکه په  دوېمه  درېمه  ورځ  کوى  هر  يو نېټ دې  د بل  نه  منفرد  وى.کۀ  نېټونه  زيات  وى اوامکان  لرى  نو  ادبى  ملګرى  دې  په  خپلو کښې  تقسيم کړى ( کومو ته  چې  دوى  مينه  وال  وائى) خو دا کارونه  به  زما  په  خيال  مشکل وى  خو ناممکن  به  نۀ  وى.

ګرځنده  ادبى  کانفرسونه ، ګرځنده  ادبى کانفرنسونه د نېټ  ورک  د خرابۍ  په  وجه  هغه  شان  کردار  په  سم  ډول  نۀ  شى  ادا  کولی  کوم  چې  ادبى  ټولنې  ادا  کوى، ولې  بيا  هم  تر ډېره  حده کامياب  روان  دى .زۀ  د هغه  ټولو  کانفرسونو  ذکر  کول   ډېر ضرورى  ګڼم  کوم  چې  بند  شوى  دى   او  يا  اوس  هم  چلېږى.

(1)امن  کانفرنس:  ټول  ملګرى  يوه  خلۀ  دى  چې  په  ګرځنده  کانفرنسونو کښې  اولنی  کانفرنس امن  دی   چې  پير مختار او مقدر شاه  صېب  به  پکښې  خدمات  تر سره کول  اوس  بند  شو ی دی. (2)ثانى کانفرنس: دا کانفرنس  د ډېر  وخت  نه  کار کوى  چې  محترم  اديم ثانى صېب،نثارخليل  صېب او زر تاج  صېب يې  چلوى. دې  کانفرنس  ته  ځنې  ملګرو  بابائی  پښتو کانفرنس  هم  وئيلى  دى. (3) زيب  ګرځنده  ادبى  بنډار چې دا امير زېب  زېب په نوم دی د درېنيمو کالو نه  چلېږى.چې محترم نادر خان عليل صېب يې  صدارت  کوى،محترم طاهراپريدى صېب بدرالحکيم  حکيمزی صېب ،شهريار داغ  صېب، پروفېسر عثمان  صېب  او نور ښۀ  ښۀ ليکوالان پکښې  برخه  اخلى.ددې  ادبى  بنډار د رودادونو  کتاب  به  ډېر  زر  مخې  ته  راشى. (4)قاضى  وحدت  کانفرنس :دا کانفرنس  د پروفېسر عثمان صېب  د سرپرستۍ  لاندې  چلېږى  اوپه  ډېر  ښۀ  ښۀ  موضوعاتو بحثونه  کوى.(5) افاق  کانفرنس  په  دې  کانفرنس کښې  نواز  مهمند او د هغۀ  ملګرى  د پښتو  ژبې د مشهورو ليکوالانو سره  مرکې  کوى اوپه مستقبل  کښې يې د چاپ  اراده لرى.(6) حجره کانفرنس دا کانفرنس جهان زېب او د هغۀ ملګرى  چلوى  په  ادبى اصنافو  بحثونه  کوى  او  په  را روان  وخت  کښې  د حجره  په  نوم  د رسالې  چاپ  کولو  اراده  هم لرى.  د دې  نه  علاوه  نور  هم  داسې  کانفرنسونه  وو  چې  اوس بند دى لکه د احمد اباخېل "ملغلره کانفرنس" د بشير ننګيال  کانفرنس، د الياس  ثاقب  او د هغۀ  د ملګرو  حجره کانفرنس په ادبى کانفرسونو کښې دزنانو برخه ډېره کمه  ده.زماپه خيال ياخو ددې  وجه د زنانو ناوزګاتياده  اويا ثقافتى  پابنديانې دى .هر تحقيقى ليک  نورې  نورې پلټنې  غواړى کۀ  زمانه په دې ليک  کښې  څۀ تېروتنې شوى  وى  نو بائد چې  نور ملګرى  به  ائنده  کښې دغه  کمی  پوره  کړى.  (پاڅون / مردان)

- ​ امير زېب
بېرته شاته