(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکيمونسټانو ښيرې قبليږى

[08.Aug.2017 - 13:01]

دکيمونسټانو ښيرې قبليږى

لیک: ډاکټر چراغ حسين ـ پاڅون / مردان

 کامرېډ جانس خان  سره  زما  د معروف  ترقى  پسند  شاعر  او  اديب  سليم  راز  په  واسطه پېژندګلو او تعلق  جوړ  شوی  دی.  جانس خان صاحب  د خېبر پښتونخوا  د پاکستان کميونسټ  پارټۍ جنرل سېکرټرى  دی. د سليم  راز  په  موجودګۍ  کښې  خو  چپ  ناست  وۀ صرف  د خېر عافيت  پته  مو  سره  وکړه  خو  يو  څو  ورځو پس  يې  ټيلفون   وکړو  چې  د پاکستان  کميونسټ  پارټى  سيکرټرى  جنرل  امداد قاضى صاحب   راسره  دی او تا سره  ليدل غواړو_  هغه  ورځ  ما  بهر  د چا سره  د ليدو او د ملاقات  د مخکښې  نه  ټاکلی  پروګرام  وۀ  نو ما ورته  معذرت  وکړو .خېر  مينځ  کښې  کال  نيم  تېر  شو .د دې  تېر  وړوکى  اختر  نه  يو  څو ورځې  پس  يو  ټيلفون  راغی  چې  زۀ  فلانی  خبرې  کوم  اواز  صفا نۀ  راتلو  ما ته  داسې  واورېدل شو  لکه  چې  نوم  يې  جان  نثار  واخستو  چې  نن  داردو  ژبې  يو  نامتو پوهان  کالم نګار  او سياسى  تبصره نګار  دی  او زما د يو  عزيز په  کتاب  يې  ليک  هم  کړی  دی  خو  د هغوى سره  خو زما تر اوسه  تعارف  نشته .خېر ټيلفون کونکى  ډېر  زر صفا  کړه  چې  زۀ  هغه  يم  چې سليم راز صاحب   سره  ستاسو کور ته  درغلی  وم  ما اوپېژندو او باوجود د څۀ  مصروفياتو  مې ورته  ووې  چې  ستا راتلل  په  سر  سترګو هر کله  راشئ   دا يې  هم  ووې  چې  زما سره  به يو بل  مزدور ليډر  وى  چې  مخکښې   د ليدو  په  وخت  هم  راسره  وۀ  افسوس  چې  دې  مشر  نوم  اوس  ما ته  نۀ  يادېږى_ خېر تشريف  يې  راوړ کېښناستو  خبرو  خبرو  کښې  د عبدالستار  ايدهى مرحوم  ذکر راغی   جانس خان  وې  چې  ايدهى صاحب   د کيمونسټ  پارټۍ  ممبر وۀ  خو مصلحتاَ يې  د دې  حقيقت  ذکر  نۀ  کولو  چې  بيا  به  څوک  چندې  نۀ  راکوى . ما  ورته  ووې  چې کېدې  شى  چې  د مارکس  او د لېنن  نه  اول  کښې  متاثره  شوی  وى.  ځکه   چې  ما  په خپله  د دۀ  د يو انټرويو  دا  ټوټه  په  ټيليويژن  اوريدلې  ده  چې  زۀ  نا لوستې  يم  ما ډېر کتابونه  نۀ  دى  لوستى  سوا د دوؤ  کتابونو  د کربلا  واقعات  او  د لينن  د سوانح  عمرۍ  دۀ (جانس خان)  خپل  موقف  ته نور تقويت  ورکولو  دپاره   د يوې  واقعې   ذکر  هم  وکړو  چې د جماعت  اسلامى  پخوانی  امير خدائی  بخښلى قاضى  حسېن  احمد  په  يو ملاقات  کښې  ايدهى صاحب  ته  د جماعت اسلامى  دعوت  بيان  وکړو  او ورته  يې  په  خپلې  پارټۍ  کښې  د شاملېدو  ست  وکړو . نو  ايدهى صاحب   برملا  ورته  وې  چې  ما ټول  عمر  په  توګه  يو کميونسټ  تېر  کړو  اوس  په  دې  اخرى  عمر  کښې  خپل   مسلک  نۀ  شم  پرېښودې.  تۀ  اوس  په  خپل  دې  ورارۀ ( د ايدهى  زوى )  باندې  خوارى  وکړه  ما  ورته  ووې  چې  ما په  خپلو  غوږونو هم   په  دې  ټى  وى  پروګرام  کښې  د ايدهى  مرحوم  د ښځې  بلقيس   نه  دا  خبره واوريده  چې  مرحوم  به  روز سحر څلور بجو  له  راپاڅېدو  د سحر  نمونځ   به  يې  وکړو  د تلاوت به  يې  هم  وکړو  او  بيا به  د مخلوق  په  خدمت  پسې  وتو  خو  د ټولو نه  غوره  خبره  دا ده  چې ايدهى  مرحوم د انسانيت  خدمت  کړی  دی  او  انسانيت   د هر  ازم  او د نظريې  نه  بالا  او اعلى  جذبه  او  کار  دی.  چرته   د کيمونسټانو د کی_ جى_ پى  ظلمونه  سائيبريا کښې  زياتى، اجتماعى  کېمپونه (Concentration) د ټراسکى سره سلوک  او  چرته  د ايدهى  د بنيادمانو  او د ځناورو سره  د انتهائى  مينې  خدمت  او رحم  اعمال_

 جانس  خان  نړۍ کښې  د کميونسټ  ملکونو  د سرمايه  دار  ملکونو  په  مقابلې  کښې  د مادى  ترقۍ او د برترۍ  ذکر  هم  په  شمارياتو  سره  وړاندې  کړو  ما سوال  وۀ. چې  بيا   ولې سويټ  يونين  آخر کښې  پاره  پاره  شو. جانس  خان  وې  چې  د دې  وجه  معاشياتى  نۀ  وه  بلکه د خپلو سازشونه  وو او  د روس  د يوليټ  بيورو  د يو  ممبر  په  حال  کښې  شائع   شوى  د يو کتاب  يې  حواله   ورکړه  چې  مصنف  خپله  هم  په  دې  سازش کښې برخه  اخستې  وه. 

 چا ماته  د سرى  لنکا  د يو کميونسټ  وګړى  د خلې  خبره  کوله  چې  لينن   په  پخپله  خپل آئين کښې  دا ګنجائش  اېښی  وۀ  چې  کله  دوى  غواړى  د سويټ   يونين  نه  بيلدې  شى _دۀ دا خيال کښې  هم  وۀ  چې  د مينځنې   ايشيا  دا پسمانده  ملکونه  به  کله   د سويټ   يونين  نه  بيل شى  چې  د کيمونزم  د نظام  په  برکت   يې  دومره  ترقى  وکړه  خو  هغه  چې  وايى  چې  د پېسې  (ډالرو)  زور يې  بې  پېونده  ماتوى. د سامراجې  يورپى  ملکونو  زرق برق  دوى هم  د ځان په لور  راښکل.سويټ يونين  حکومت  پخپله  هم  دا غوښتل  چې  دې  زيات  بوج  نه  ځان  خلاص  کړى.

روس  دې  يوکرائن  پرېږدى  چرته  چې  تېل  دى .؟ جانس خان  او د دۀ  ملګرى  سره  ښۀ علمى  ګپ  اولګېدو  خو  اخر کښې  يې  ووې  چې  کراچۍ کښې  زمونږ  د پارټۍ  يو  ډېر  اهم کانګرس  ټاکلی  شوی  دی  دې  دپاره چنده  په کار  ده  ما ورته  ووې  چې  هغه  د ډاکټر اسرار خبره  چې  راهى صاحب   وئيل  "چې  د  برما  په  ځنګلونو کښې  اوس  هم  د جاپان   زاړۀ  فوجيان  په  ونو  بوټو  ډزونه  کوى  د دوى  دا خيال  دی  چې  دوېم  نړيوال  جنګ  اوس  هم  جارى  دی. "  على  سردار جعفرى  ډېر پخوا  دې  سور  بېرغ  ته  په  مخه  ښۀ  وئيلى دى  "الوداع  ای  سرخ  پرچم الوداع _" چنده  خو  مې  ورنۀ  کړه معذرت  مې  وکړو دا وخت  زما  جېب  کښې  د سلو  روپو  نوټ وۀ چې  جماعت  کښې  مې  د چندې   ورکولو  دپاره  ساتلې  وۀ . خو  چې  کور ته  راغلم  نو  ښځې  راته  ووې چې ماښام ته مې د امريکې  نه  راتلونکى ورور ټبرته  روټۍ  کړې  ده .شل  کسان  به مېلمانۀ  وى  او خرچه  به  خامخا  يو  څو  زره  روپۍ  وى  ما ته  د رخصت  په  وخت  د محترم جانس  خان  خله  راياده  شوه  زړۀ  کښې  به  يې  څۀ  ويلى  وى  خو  دا ګمان  مې  پوخ  شو  چې د کميونسټانو  ښېرې  هم  لګى  د سلو  روپو  کنجوسۍ  راته  د زرګونو  تاوان  راکړو.  

- چراغ حسين
بېرته شاته