(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تاريخ څۀ لپاره او ولې ؟

[25.Jul.2017 - 14:12]

تاريخ  څۀ لپاره او ولې ؟

لیک: سعد الله جان برق

 په  ټوله دنيا کښې  لږه  لږه  خو  په  پاکستان  کښې  ډېره  ډېره  دا خبره  نن  صبا  اکثر  کېږى  چې  د تاريخ   نه  مطلب  څۀ.؟ خامخا  ښخ  شوى  مړى  راوېستل  او  بيا يې  ژړل  هسې  فضول کار  دے.  او د دې  خبرې  شاته  يو  يوه  بله  نفسياتى  مسئله  پرته  ده   او  هغه  دا  چې  چا سره  يو  شے  نۀ  وى  او بل  سره  وى   نو هغه  اکثر  هم  دا وائى  چې  مړه  دغه  څيز  نه  مطلب.

 د کومو خلقو  چې پلرونه  نيکونه  څۀ  د ذکر  قابل  نۀ  وى  يا يې  ورته  پته  وى  نو  هغوى  به خامخا  وائى . د پاکستان  زيات  تر اوسيدونکو  هم   دا مسئله  ده  د پاکستان   خپل   تاريخ  خو څۀ  شپېتۀ  اويا  کاله  دے  او  هغه  هم  څۀ  داسې  د ذکر وړ  نۀ  دے  او  پورته  چې  کوم  تاريخ دے کۀ  هغه  د مسلمانانو  هم  دے  خو د هندوستان  په  تاريخ  بللے کېږى.  دېخوا  چې  بيا په  پاکستان  کښې   د اوسېدونکو  قومونو  تاريخ  دے  نو  هغه   هم د پاکستان  نه  بلکه  د هغه  قومونو تاريخ  دے  او د نظريه  پاکستان   د سيورى  لاندې چې  کوم "پاکستانى  قوميت" يادېږى  يا يې  د  جوړولو کوشش  کېږى  هغه  لا  پخپله  جوړ نۀ  دے  نو تاريخ  به  يې  څۀ  وى   نو  کۀ  داسې  خلق  يا  په  انفرادى  سطح  هغه  خلق   چې  پلار نيکۀ  يې د ذکر قابل  نۀ  دى  هغوى  کۀ  د تاريخ  او  د تاريخ  د اهميت  نه  منکر  شى  نو  دا څۀ  د حېرانتيا خبره  نۀ  ده  خو کوم  خلق  چې  د پلرونو  نيکونو  يو  نوم  لرى  يو  روښانه  تاريخ  لرى  نو  هغوى دپاره بيا  د تاريخ اهميت  ډېر  زيات  ځکه  چې  تاريخ   د يو  قام  حافظه   او  ياداشت  وى  او  کوم قام  چې  تاريخ  نۀ لرى   يا يې  هېر  کړى  نو  هغه  داسې  وى  لکه   يو دم  چې  د چا  ياداشت  لاړ شى  يا يې  د سره  ياداشت  وى  نه .د الزائمر  مريضان  به  تاسو  اکثر  ليدلى  وى  چې  هغه  څۀ کوى  نو  هغه  ترې هېرېږى  نو  داسې  خپل  نوم، خپل  کلے  او  خپل  کور کوڅه   حد دا  چې  خپل  خپلوان  ښځه  اولاد  هر څۀ  بيا  نۀ  پېژنى . په  ورځ  کښې  به  څو څو  واره   ډوډۍ  خورى   او  ترې  نه  هېرېږ ى داسې  مريض  اکثر  خپل  وارثان  د نظر  لاندې  ساتى   او  کۀ  چرته  لاړ  شى  نو  بيا  ورته  د کور لاره  معلومه  نۀ  وى. دغسې  فلمونو  او ډارمو کښې  به  تاسو  ليدلى  وى   چې  يو  دم  د چا  ياداشت  لاړ  شى  هر څو کۀ  فلمونو واله  دا خبره  په  غلطه  طريقه  د خپل  مقصد  دپاره  پېش کوى  خو  د مريض  ياداشت  لاړ  شى  خپل ځان  او نوم  يې  هېر شى  خو  ژبه  او  خبرې  ترېنه هېرې  نۀ  وى  حالانکې  پکار   چې   خبرې  او  ژبه  هم  ترې  هېره  شى  خو  د غلطو  باوجود  د ياداشت  تلل  يو  ممکن  شے  دے.

 د داسې  بې ياداشته  بنده  نه  هر څۀ  هېر  شى   او هسې  تش  بت  پاتے  شى  نۀ  څۀ  کولے  شى  نۀ  وئيلے شى،  نۀ  خپله  يا  د پلار  د نيکۀ  خپل خپلوان  او کور و کلے   نه  خبروى  نو  خپلو خپلوانو  اکثر  ورته  په  څادر يا  قميص  باندې  پته  ليکلى  وى  چې  څوک  يې  را  اورسوى.  خو کۀ  دغه  څادر  يا  قميص  يې  ورک  شى  نو  هغه  ليک  يې  وران  شى  يا  يې  د جېب په  پته پريوزى  نو  بيا  يې  هم  د پښتون  شان  حال  شى  چې  خپله  پته   ورته  بيخى  معلومه  نۀ  وى ياداشت  يې  خپل  نشته  نو  چې  چا  چرته  روان  کړو  او  پردى  خلق  چا سره  هم  دومره  خوارى  نۀ کوى  چې  کور ته  يې  اورسوى يا يې   علاج  اوکړى.

 کۀ  تاسو  د پښتنو  په  تاريخ  غور  اوکړئ  نو  هېچرته  يو ټکے  هم  داسې  نشته  چې  هغه پښتنو پخپله  ليکلې   وى  ياد لرل  پکار دى چې د موجوده  وخت  څومره  پښتنو   څومره  تاريخونه ليکلى  دى  په  هغو کښې د اغيارو د حوالو نه  علاوه  نور  هېڅ  نشته  د هيرو ډوټس  نه  اولف کېرو پورې او د نعمت الله هروى  نه  تر  روشن خان کاکا  پورې  خپل  هېڅ  نۀ  لرى  خو  فلانى  دا وئيلى  دى  او فلانى  دا ليکلى  دى.  د نن  د افغانستان  د عالمانو  ټول  تحقيق   چې  د کومو مغربى، عربو، ايرانيانو  او  يونانيانو  په  کومو  ليکونو  اډاڼه  دے  په  هغو  کښې  يو  هم  د اعتبار  قابل  نۀ  دے.  او د هغې  خپله  وجه   يا  وجوهات  دى  او  د ټولو نه  غټه  وجه  خو  دا ده  چې  په  دغه  غېر  پښتون  ليکوالو کښې  اکثر  ليکوالان  د هغه  قومونو سره  تعلق  لرى   چې د پښتنو ورسره  د تاريخ  په  مختلفو  ادوارو  کښې  جګړه  او  دښمنى  پاتې  شوى  ده  او  دشمن  کۀ هر  څومره  ښۀ  شى  خو  په  زړۀ  کښې  يې  چرته  نه  چرته  د کرکې  او  بعض  يوه  غوټه  خامخا  وى ځکه  چې  انسان  وى  او   انسان  چې  ژوندے  وى  نو  د جذباتو  او احساساتو  نه  خالى کېدې  نۀ شى. خو د ټولو نه  غټه  وجه  په  دې  سلسله   کښې  دا ده   چې  پښتون  سره  د دنيا  يوه  داسې  الميه شوې  ده  چې  هېچا  سره  هم  نۀ  ده  شوې . پښتانۀ  اکثر  په  دې  خبره  فخر  کوى  چې پښتانۀ   ټول  من  حېث القوم مسلمانان  دى  په  دنيا کښې  يو  قوم   عن  دا چې  عرب  هم  دا  دعوى  نۀ شى  کولې  چې  ټول  مسلمانان  دى  دا تاج  صرف  د پښتون  په  سر  دے.

 خو  رښتيا خبره  دا ده  چې  هم  د دغه  تاج  د لاسه  برباد دے  دلته  زما  اشاره  اسلام  طرف ته  نۀ  ده  حقيقى  اسلام  خو  يو  نعمت  دے  او  پښتون  له  پرې  فخر  کول  جائز  دى  چې  من حېث  القوم يې  دغه  نعمت  په  نصيب  شوے  دے . بلکه  زۀ  د هغه  اسلام   هغه  تاج  خبره  کوم چې  د جاهلو او پېشه  ورو  مليانو ( عالمانو نا ) د لاسه  ترې  يوه  داسې  د اسپنې   شکنجه  جوړه کړې  ده  چې  د پښتون  "سر "يې  پکښې  ګېر  کړے  دے.  په  بعضې   قومونو کښې  د سر د ورکوټى  کولو  دپاره د ماشومانو  سرونو  ته  داسې  شکنجې   اچولې  شى  چې  سر  يې  وړوکے  پاتې  شى.

 اسلام  خو يو اخرى  مکمل  او  د انسانيت  دپاره  راغلے  مذهب  دے   او هم  په  قران  کښې الله پاک  وائى  چې  ما تاسو  په  شعوب  او  قبائلو کښې  وېشلې  يې   شناخت  پرې   کوئ  خو زمونږ  دغه  مليانو  د ځانه  پکښې  دا خبره  شامله  کړې  ده  چې  نورې  ژبې  د کفر  علامه  دى  او چې   مسلمان  وى  نو عربى  به  هم  ضرور  وائى  حالانکه  داسې  بې  شماره   کافران   دى  چې  ژبه يې  عربى  ده  او  داسې   ډېر  مسلمانان  دى  چې  ژبه  يې  عربى  نۀ  ده. 

 خو د محمود غزنوى  په  وخت  کښې  يو  قاضى  سيف الله  نومې  کس  د پښتون  سره  د "پښتو" د مسلمانولو  دپاره پښتو  په  عربۍ  رسم  الخط  واړوله  او  دې  سره  يو  غټ  نقصان  خو دا وشو  چې  د پښتو  د رسم الخط  يوه  لويه  کشاله  ترې  جوړه  شوه   چې  اوس  هم  شته  ځکه چې  پنځوس  اوازونه  په  اتۀ  ويشت  حرفونو کښې  چرې  هم  نۀ  ځائېږى.  خو  بل  د دې  نه  هم  غټ نقصان  دا  اوشو  چې  دغه  وخت   نه  وړاندې  د پښتو  اووۀ  زره کلن  ادب  او نوشتې  د کفر  په نوم  ضائع  کړے شوے  کومې  چې  په  اصل  رسم الخط کښې وې   او  د هندۍ ، انګرېزۍ، جرمنۍ، لاطينۍ،  يونانى  وغېره  پشان  به  د ګس  طرف  نه  ليکلے  شو  داسې  کۀ  پښتو  سره  په  تاريخ   باندې  څۀ  وو نو  هغه  ټول  ضائع   شول  او  مونږ  د خپل  تاريخ  دپاره   د پردو  محتاج  شو

پښتون  تاريخ

 د "پاڅون"  د جنورۍ  فرورى  2016ء په  ګڼه  کښې  مې  د ښاغلى  امين  الرحمن  امين د مضمون  "پښتون  تاريخ  د دوړو  لاندې  اوکتو  افسوس  کوم  چې  د دې  مضمون  اوله  برخه  ما نۀ  ده  کتلې  خو د دې  دوېمې  برخې  نه  يې  پته  لګېدې  شى   چې  ښاغلے څۀ  وئيل  غواړى  يا  څۀ  يې  وئيلى  دى. د ټولو نه  اول  عرض  خو  زۀ  خپلو  ټولو  ليکوالو  ته  دا کول  غواړم  چې  کله  په  يو  موضوع څۀ  ليکئ  نو د هغه  موضوع  سره  متعلق  دې  ښه  ژوره  مطالعه  کوى  او  بيا  خاص طور سره چې  خبره  د تاريخ  او  تحقيق  وى  نو  بيا  خو نوره  هم  ژوره  مطالعه  غواړى.

 د دې  ښاغلى  د ليک  نه  هم  پته  لګى  چې  هم  هغه  زړې  د قرنو  کالو  نظرئې  يې  لوستلى دى  نظر يې  پرې  زغلولے  دے  او هم  هغه  عقيدې  ته  رسيدلے  دے  کومه  يې  چې  د وړاندې  نه  ځان  ته  ايښى   وى  او  زمونږ  د پښتو  د تاريخ   الميه  دا ده  چې  بنياد يې  د تحقيق  نا بلکې په  عقيدو  دے  دا خبره  به  وروستو  کوم  چې  دا عقيدې  څنګه  جوړې  شوى  دى  او  شا ته  يې کومې  جذبې  موجودې  دى  خو دا دوه  عقيدې   داسې  دى  چې   د يوې  عقيدې  خلقو  دا مقصد ځان  ته  ايښے  دے  چې  زۀ  به  يې  بنى  اسرائيل  ثابتوم  او  بله  ډله  وائى  چې  مونږ  به  يې  آريا ثابتوؤ. څۀ  وړې  وړې  نظرئې   نورې   هم  شته  خو  هغه  انفرادى   دى  لکه  دا  چې   پښتانۀ  يونانيان  دى. پښتانۀ  عربيان  دى  يا  منګول  دى  وغېره  وغېره  خو داسې  ماشومانه  خبرې  دى نو  په  څۀ  شمار او  قطار کښې  نۀ  دى.اصلى  غټې  غټې  نظرئې  دغه  دوه  دى  اسرائيلى  نظريه  او  آريائى  نظريه . په  اسرائيلى  نظريه باندې  زمونږ  د لرې  پښتونخوا   ليکوال  اصرار  کوى  او په  آريائى  نظريه  باندې  د افغانستان ليکوالو  ليکونه  کړى  دى. 

 اوس  دا موضوع  دومره  لوئے  او دومره  ويړ  دے   چې  د يو  مجلې  په  پاڼو  کښې  يې احاطه  نۀ  شى  کېدې  خو  بل  طرف  ته  غم  دا دے  چې  د کتابونو  مطالعه  څوک  کوى  نه. 

 اوس  دا ښاغلے  امين الرحمن امين  به  واخلو  داسې  معلومېږى   چې  دۀ  زما کتابونه "د پښتنو  اصل  نسل  او  د هغې  اردو  ترجمه"  "پشتون  اور  نسليات  هندوکش " بيخى  نۀ  دى کتلى  چې  د پښتنو  د اصل  نسل  په  موضوع  باندې  بيخى  نوى  معلومات  لرى  د اهميت اندازه  يې  د دې  نه  لګى  چې  د تېر  يو  نيم  کاله  راسې  هم  په  دغه  کتاب   او  دغه  موضوع باندې  د  وائس  آف  امريکه  ډيوه  ريډيو  يو مسلسل   پروګرام  بله  ډيوه   شروع  کړے  دے  او  لا  جارى  دے. د هرې   نهې  په  ورځ   يا  د چارشنبې  په  شپه  دغه  پروګرام  وى  زۀ  هم  پکښې  يم او نور هم  د افغانستان  پښتونخوا  او نورې  دنيا  عالمان  او  محققان  پرې  خبرې  کوى، څوک چې  دغه  پروګرام  اورى  نو  هغوى  ته  هم  پته  لګېدلې  ده  چې  دا  اوس  د زړو  ژوولې  شوؤ هوائى  خبرو وخت  نۀ  دے. سائنس  طبيعات ،ارضيات ،اثاريات  او نور  ډېر علمونه  په  هر  څيز او هره  خبره  باندې  د نوو  نوو  اړخونو نه  رڼا ګانې  اچوى  د ډېرو  نظريو  او عقيدو جرړې  راوېستلې  شوى  دى  او  عمارتونه  يې  ړنګ  شوى  دى. 

 زۀ  به  د دې  موضوع   په  سلسله  کښې  دا کوم  چې  د پښتنو  د تاريخ  سره  تړلى  بعضې  موضوعاتو  باندې  به  بيلې  بيلې   خبرې  کوم  لکه  د افغانستان  او  پښتونخوا  د ليکوالو تحقيق  او تېروتنې،  آريا، بنى اسرائيل ، قېس  عبدالرشيد  او داسې  نور  موضوعات  به  په  شرط  د دې  کۀ  ژوند  راسره  وفا  اوکړه  هسې  زما  يو  څو  نور کتابونه  هم  تيار  دى   خو  لا  د چاپ  د مرحلې  نه  تېر  شوى  نۀ  دى.

 اوس  فى الحال   زۀ  دا خبره  کول  غواړم   چې  پښتانۀ  نۀ  خو آريا  دى  او نۀ  بنى  اسرائيل  دى  ځکه  چې  دا  نسلونه  په  تاريخ  کښې  د پښتنو  نه  ډېر  کشران  دى، بنى اسرائيل  کۀ  مونږ د حضرت  يعقوب عليه السلام   اولاد  وګڼو  حالانکه  دا هم  افسانه  ده،  بنى  اسرائيل  يا  يهود ټول  د يعقوب عليه السلام اولاد  نۀ  دے  بلکه  دا  يوه  د ډېرو نسلونو  ملغوبه  او  مرکب  دے  خو  کۀ  يعقوب عليه السلام او بيا  ابراهيم  عليه السلام  اولاد  يې  هم  اوګڼو  نو  د پېدائش  زمانه  يې  زيات  نه  زيات  شپاړلسم (16) صدۍ  قبل  مسيح  جوړېږى . د مستند او  محتاط  حساب  کتاب  تر مخه  حضرت  ابراهيم عليه السلام  مصر  ته  په  شپاړلسمه  اولسمه  صدۍ  قبل  مسيح  کښې  راغلے ورپسې  چې  د يعقوب عليه السلام تر زامنو  حساب  اوشى  نو  چرته  په  پنځلمه صدۍ  د يوسف عليه السلام او  د يعقوب عليه السلام د اولاد  مصر ته  راتلل  ثابتېږى.

 دغسې  د آرياؤ هند  ته  راتلل  حالانکه  هند ته  چې  کوم  خلق  راغلى  وو  او ځان  ته  آريا  وائى. دا  آريا  نه  بلکه  د  آريا ؤ  تربوران  اساک  وو  چې  د آرياؤ نه  يې  شکست  په  بلخ  کښې  اوخوړو  نو  هند ته  يې  مخه  اوکړه. _دغه  اساک  يا  د غلط فهمۍ  په  وجه  اريا  هم  زيات  نه  زيات  په  پنځلسمه  شپاړسمه صدۍ کښې  هند  ته  راځى_ او  بل  طرف  ته   مونږ  دا  هم  دعوه  لرو  چې  پښتانۀ  د پنځو زرو کالو  زوړ  قام  دے  نو  دا څنګه  کېدې  شى  چې   پښتانۀ  د خپل  ځان   نه  د سوونو  کالو کشرانو  قومونو  اولاد  وى. البته  دغه  دواړه  نسلونه  يا  قومونه  د پښتنو  اولاد  کېدې  شى او  دى   هم  دا  ما  په  خپلو کتابونو  کښې  ثابت  کړى  هم  دى  او  بيا  به  يې  هم  ثابت  کړم  خو د پاڅون  د ګنجائش  مطابق.

 

- سعد الله جان برق
بېرته شاته