(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راجګيرى ګمبت

[20.Jul.2017 - 14:10]

راجګيرى ګمبت

لیک:جميل يوسفزی

تمهيد: د محمود غزنوى  د وخت  تاريخونه  يا د هغۀ  د ځوى  مسعود غزنوي  د عمر  تذکرې د اباسين  په  خوا ؤشاء  کښې  د يوې  مضبوطې  قلعې  ذکر  کوى  دا قلعه  تاريخ  بيهيقى  د ګيرى يا کيرى  په  نوم  ياده  کړې  ده. خو  د تاريخ  بيهيقى  نه  وړاندې  البيرونى  هم  د دې  قلعه  ذکر کړی  دی. البيرونى  د هنډ  او  د ګيرى  د قلعه  مضبوطيا  ستائېلې  ده. 

 د کتاب  الهند  شارح  او  ژباړن  پروفېسر سخاؤ ګيرى  يا  کيرى  ته  کندى  وائى. د هغۀ دا خيال  دی  چې  دا  لفظ  ګندى  وۀ، د عربۍ  نقل  نو يسانو  ترې  کندى  او  بيا  کيرى  جوړ  کړی دی، البيرونى ګيرى  د  ادينه  پور  ( جلال اباد)  نه  جنوب  ته  ښئى .پروفېسر  سخاؤ  دغه ځائی  د ګندمک  سره  برابروى  او  دا هم  وائى  چې  امير  سبکتګين  د هند  د فتحې  دپاره سړکونه  او  سرائې ګانې   جوړې  کړې  وې. ګيرى  (کندى )   په  اصل  کښې   رباط  الامير وۀ  يعنې  د امير سبکتګين  سرائې  (حفاظتى چوکۍ) ...1

 خو د البيرونى  يو  بل  بيان  دا  ظاهروى  چې  ګيرى  (کندى )  يا  د رباط  الامير  ګندمک  نۀ وۀ  بلکې  د هند  سره  نزدی  يو  ځائی  وۀ_ د تور غر په  حقله  ښاغلى  مورخ   وئيلى  دي  چې کلارجک  ( تورغر)  د کشمير  په  سرحد  واقع  دی   واورينې  څوکې  يې  د هنډ او ګيرى  نه ښکارى.  د تاريخ  غزنويان  مؤلف  دا ځائی  د کننګم  په  حواله  د شهباز ګړې  او  ګړى کپوره  سره سموى  ورسره  دا هم  زياتوى  ګيرى  په  اصل  کښې  راج ګړهـ   وۀ، بيا راجګيرى  ځکه  شه  چې فارسى  دانان  د ګړهـ  تلفظ  ګر کوى. (2)

زما تحقيق:  د بابر د شکار ګاه  پحقله  هم  ما خپل  دلائل  پېش  کړى  دى  او  نتيجه   مې  ترې کاګان راويستې  ده.د ګيرى په  حقله  زما خيال  دا دی  چې  دغه  رباط الامير چې  زوړ  نوم  يې راجګړهه  وه د مردان ضلعې  اخرى مشرقى  کلی  ګنبد  دی  اوس  زۀ  خپل  دليلونه  وړاندې کوم.

(1) ګنبد د جلال آباد  نه  جنوب  ته  دی  او  کابل  ته  د هندوستان  د نورو ښارونو  په  پر تله لنډ دی. (2) د ګنبد  نه  د تور غر  واورينې  څوکې  ښکارى.(3) البيرونى  د هنډ  او ګيرى  ذکر  يو  ځائی  کوى  چې  دا مفهوم  ترې  ولاړېږى   ګيرى  او  هنډ سره  نزدی  نزدی  دى. (4) په  ګنبد کښې  د ګنبد شاه  مزار. د زوړ رد:  د پروفېسر  سخاؤ د کندى  يا ګندى  لفظ  زما  ذهن  نۀ  اخلى. ګيرى لفظ صحيح ښکارى  او  د دۀ  معرب  کيرى  دی  بې  شکه  چې  دا ځائی   رباط الامير  وۀ  وروستو  به دا اهميت  واضح  شي.

 د باسور تهـ  د شهباز ګړې  خو سوال  نه  پېدا  کېږى  د شهباز  ګړې  د غر نه  هم  تور غر  نۀ  شى ليدلی  کېدی  او نۀ  د کننګم ګړى  کپوره  صحيح  کېدې  شى .ګړى کپوره  نه  هم  کلارجک  په نظر  نۀ  راځى . د بابر  باچا  نه  وړاندې  د ګړى  کپوره  څۀ  پته  نۀ  لګى  تر  دې  چې  تزک  بابرى يې  هم  ذکر  نۀ  کوى.(د الودګۍ  په  سبب  نن  سبا  مردان  نه  کړامار هم نۀ ښکارى .)

سلطان  سبکتګين  د جيپال  سره  دوه  جنګونه  کړى  وو يو  په  ننګرهار کښې  او بل  په  پېښور کښې  د پېښور  جنګ  ځائی  خو  نۀ  دی  معلوم  البته  يو  راويت  دی  چې  دا جنګ  په  سره مېره ( ديارحسېن  او لاهور  په  منځ  کښې )  شوی  وۀ  د سرې  ميرې  په  څنډه  سنګر کلی  او بازار ګی  مونږ  ته  معسکر يادونه  کوي  .د جنګ  نه  ورستو  امير سبکتګين  د سمې  نه کابل  ته  سړک  جوړ  کړو  او  هندو شاهيه  ته  يې  قلعه  جوړه  کړه  د پېښور  جنګ  يا د  سرې  مېرې  جنګ په  997ء کښې  شوی  وۀ  داسې  معلومېږى  چې  هندو شاهيه   به په 997ء  کښې  لاهور  او هنډ خوشی  کړی  وي  د ګنبد  او  هنډ  فاصله 15 کلوميټره  به  وي  اګرچې  په  هغه  وخت  کښې  دا مېره  په  ريښتيا مېره  وه. 

 په  کال  1040ء کښې  چې  مسعود  غزنوى  د او غز ترکمنو  نه  تنګ  شو   نو  د بيهيقي  د وېنا مطابق  هغه  په  ستمبر 1040ء کښې  ووئيل  چې  زۀ  هند  ته  ځم  ،ژمی  به  په  پېښور،  ګيرى ،مناره  او  مر  (مرغز) کښې  تېره  وم .(3) په  دسمبر کښې  هغه  د هنډ  په  ګودر پورې  وتۀ  خو فوځ بغاوت  وکړو. مسعود  غزنوى  ټېکسلا  ته  وتښتېدو. باغيانو  ونيو  د ګيرى  قلعه  کښې  يې  بند  کړو. د مسعود ورور محمد په  تخت  کښيناست   د محمد  ځوی  احمد  د فرورۍ  په  مياشت  کښې  مسعود  سره  د خپلې  ښځې  ساره  خاتون  قتل  کړو. 

ګنبدونه: په  مردان  او نوښار  کښې څلور  ګنبدونه  بادشاهانو  جوړ کړى  وو  چې  د ټولو نه  زوړ معلوم  ګنبد  پکښې  د مسعود  غزنوى  په  قبر جوړ  شوی  وۀ،  ګنبد شاه  د شاهى  ګنبد  اصطلاح  ده  په  ګلياړه  (مردان  ) ګړى  کپوره  (مردان )  او نوشهره  کلان  کښې  ګنبد  شاهان  د دې  خبرې  دلالت  کوي  چې  دا مزارونه  د شاهي  منصبدارانو يا شهزادګانو  دي  په  ګنبد کلى کښې  چې  کوم  زيارت  دی  دا  د يو  ډېرۍ  خوا ته  دی  خو دا عمارت  نوی  دی.

 د ګنبد  زوړ  نوم   راجګړه  وو  فارسى  دانانو  راجګيرى  او  رباط الامير کړو. د يوسفزو  په راتلو  دا ځائی  ګنبد شاه  او  بيا  ګمبت   شه ،دغسې  په  نوښار  کښې  هم  ګنبد شاه  شته  دی . د کړامار  په  غربى  غاړه  هم  يو ګنبد شاه  دی  او بل  په  ګړى  کپوره کښې  دی.

 ګنبد کلی  په  هغه  لار  يو  پړاؤ  دی  کومه  لار چې  د سوات  او  چارسدې  نه  هنډ  ته  تلې  وه خو  د تعجب  خبره  دا ده  چې  بابر باچا د دې  ګنبد  ذکر  نۀ  دی  کړی  وجه  شايد  د بابر  په وخت  کښې  د ګيرى  دور  تېر وۀ  او  چا ته  دا معلومات  نۀ  وو .بابر  د اشوک  د ليکنې  ذکر  هم  نۀ  دی  کړی.  کۀ  د ګنبد ډېرۍ  وکنستې  شوه  نو  زۀ  په  يقين  سره  وايم  چې  د غزنوى  دور کنډرات  به  ښکاره  شى .ممکنه  ده  چې  د مسعود  غزنوى  د مشهد  کتبه  هم  لاس  ته  راشي د ګنبد  دا مزار  او  ډېرۍ  ډېر  اهميت  لري  خو  د هاغه  چا دپاره  څوک  چې  تاريخ  سره  مينه  لرى د تاريخ  مينه  والو  ته  خواست  دی  چې  شهنشاه  مسعود  ته  يوه  کتبه  ولګوى  مونږ  د دې  خبرې  نه  انکار نۀ  شو  کولی  چې  دا زمونږ  د زمکې  تاريخ  دی. (پاڅون/مردان)

حوالې: (1)سخاؤ پروفېسر ii  Albiruni's India v  مغربى  پاکستان  لاهور. 1962ء.ص 470_471

(2) باسورتهـ  کليفورډ ايډمنو. تاريخ  غزنويان  ترجمه  حسن  انوشه_ اشارات  امير کبير تهران 1364 ش ص 23 

(3) بيهيقى  ابوالفضل  .تاريخ  بيهيقي  چاپ خانه  بانک  ملى  تهران .ايران  1324ش.ص  661

 

- جميل يوسفزی
بېرته شاته