(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې سوداگر

[13.Jul.2017 - 17:41]

د سولې سوداگر

لیک: ډاکټر فیض محمد ځلاند 

له بده مرغه جګړه له انساني ټولنو ټول ارزښتونه تروړي، له افغانانو هم جګړې ګڼ ارزښتونه اخیستي دي. له تیرو شپاړسو کلونو راهیسې په افغانستان کې په هر څه سودا د ازاد بازار اساسي موخه ګڼلی شوې ده، په ادارو کې مو هر څه پروژوي شول حتی روغتیا او ښوونه روزنه هم. که د افغانستان میلونرانو ته ځغلنده نظر واچوو، ګڼ یې نه پخوا سوداګر وو او نه هم اوس کوم تولیدي کار کوي، خو نن په کابل ښار کې د جریبداره کورونو، لوړو ماڼیو، بلند منزلونو خاوندان دي.

د پخواني حکومت اساس پر ملي مصلحت ولاړ وو، هر څه او هر چاته یې رشوت ورکاوه، کرزي صیب پخپله یوه وینا کې وویل چې وه خلکو غلا وکړئ، خو له افغانستان څخه مو پیسۍ بهر مه باسئ. مطلب دا چې غلا، چور، تالان او فساد ستونزه نه ده، ستونزه دا ده چې د غلا پیسې له ګران وطنه بهر باسي. پیسې په ولسواکۍ کې د واک یا قدرت سرچینه ګڼلی کیږي، هغوی چې په چور، تالان کې پیسې پیدا کړي، چاغ شول، وپړسیدل په حکومت یې فشار را وړ چې اوس نو چوکۍ، ارګاه، بارګاه هم باید ولري. دوی باید زرې موټر، باډي ګارډ ولري، حکومت چې له پنځه ویشتو وزارتونو، ۳۴ ولایتونو جوړ دی، نو دې چورواکو، پیسه دارو ته یې د ویش او تالان لپاره نور څه نه لرل، نو د سولې په سر یې سوداګرۍ ته مخه کړه، د سولې د عالي شورا پروژه یې ورته تاسیس کړه.

د سولې عالي شورا چې د سلګونو میلیونو ډالرو بودیجه یې په ځان کې لرله، د هغو کسانو په لمن کې ولویده چې عمر یې په جګړه کې تېر شوی، جګړه یې د سیاسي ژوند تر ټولو لوړه اړتیا ده، د طالب یا بل هر مخالف حذف یې د سیاسي مبارزې موخه ده. د دې تر څنګ یې د سولې عالي شورا د سولې پر ځای د ادغام په پروژو تمرکز درلود، سوله په ساختماني قرار دادونو کې بنده شوه، مخ پټې کسان به یې د طالب په نامه په بدخشان، تخار، بغلان کې دارنګه وخت نا وخته په کندهار، کنړ، لغمان کې رسنیو ته وړاندې کړل، زړې وسلې به یې په اوږه وې، له دې به یې سوداګریز اعلان جوړ کړ، خپلې رسنۍ ته به یې په هره دقیقه اعلان زرګونه ډالر ورکاوه او په دې توګه یې نړۍ، خپل وطنوال او ځان د سولې په سوداګرۍ کې ګنګس پاتې کړل، اعلان به یې په «غولیدلو وروڼو» پیل کیده!

ډاکتر غني چې کله ټاکنو ته ودریده په شارجه کې له طالب استازو سره پټې خبرې وکړې، غني هوکړه وکړه چې په شپږو میاشتو کې به له طالبانو سره به سوله حتمي کوي. د غني د سولې پروسه کله هم په خبرو کې له شپږو میاشتو ونه اوښته، خو چې کله یې د ملي وحدت پروژه په ارګ کې رامنځته کړه د جګړې ستراتیژيک تړون یې لاسلیک کړ، د سولې ټولې ژمنې یې هیري کړي، جګړې ته یې کار ووایه، کانفرانس په کانفرانس وګرځیده تر څو د جګړې لپاره پنځه اعشاریه یو میلیارد ډالره را ټول کړي، همداسې یې وکړل، جګړه یې د بهرنیانو په بې پیلوټه الوتکو بدرګه کړه، باګرام یې له افغانان ډک کړ، کندوز یې دوه ځلې سقوط کړ، له موسی کلا یې ستراتیژیک په شاتګ وکړ، د ښارونو ساتلو ته یې کار ووایه او جګړه یې له کلو ولسوالیو او دا دی له ولسوالیو لویو ښارونو ته را لنډه کړه.

د پیر صیب په ګمارنه یې په سر کې د محاذ ډلې ته سیاسي رشوت ورکړ، هغه چې ومړ اوس یې د محقق د ځپلو لپاره، د هزاره ګانو د خپلولو لپاره د سولې پروژه په خلیلي صیب وپلورله، د دې تر څنګ یې د پیسو او چړچو د کنترول لپاره خپل کمشنکار سلاکار په کې وګماره، په دې توګه یې په لومړې ځل د سولې عالي شورا د ارګ شورا کړه، هغه تمثیلي استقلالیت یې هم له شورا واخیست.

د خلیلي صیب ګمارنه کې يې ډېر پام کړی، د خليلي صیب په ګمارنه یې د کرزي ټیم کمزوری کړ، خلیلي د کرزي په اپوزیسون کې تر ډیره د هزاره ګانو تشه ډکوله، دویم دا چې په دې وروستیو کې محقق د ارګ لپاره سر خوږ و، د محقق په وړاندې یې هم د خلیلي په ګمارنه د توازن د ساتلو لپاره ګټه پورته کړه، د خلیلي ځوی یې وار دمخه په اذربایجان کې د سفیر په توګه هم ګمارلی دی، غني په سیاسي رشوت کې له هر بل چا ښه پوهیږي ځکه غني د ګټې او تاوان اندازه د خپل سیاسي فکر محور یا چورلیز ګڼي.

په دې توګه، په دې وروستیو کې د سولې پورې تړلي ګڼې هیلې په یو نه یو ډول د ملي وحدت د حکومت د ستراتیژیکو لاس وهنو ښکار شوي، موږ چې په خپلواکه توګه د سولې خوځښتونو، ولسي مبارزې ته کار ویلي، زموږ تر منځ هم ارګ د ګڼو حرکتونو د را ټوکولو سبب شوی دی. همدا اوس په کابل کې د سولې تر نامه لاندې په لسګونه جوړښتونه په فعالیت بوخت دي چې اکثره یې د امنیت له شورا او ارګ څخه معاش او مصارف اخلي. موږ چې تیر ځل قطر ته په سفر تللي وو، د قطر طالبانو موږ ته وویل چې له کابله لسګونه شوراګاني، مشران او د سولي سوداګر ورسره د لیدو غوښتنه کوي، دوی نه پوهیږي چې څوک سولې ته کار کوي او څوک د سولې خلاف.

موږ لومړني کسان وو چې د قطر د دفتر سره مو د پګواش پټې ناستې رسنیو ته رسوا کړې، بیا مو له قطر سره د لیدو ټول جریان رسنیو ته وړاندې کړ، د سولې ګڼې ناستې مو په کابل او نورو ښارونو کې د ولسي پوهاوي لپاره ترسره کړي، هیله ده چې د سولې ریښتوني مبارزین د ولسي هیلو د پیاوړتیا لپاره د حکومت او مخالفینو ترمنځ د منځګړي د کردار د ادا کولو لپاره را ودانګي، نه دا چې د مظلومو افغانانو له هیلو سره سودا وکړي.

د ملي وحدت له اوسني جوړښت څخه د سولې تمه ماته بابیزه ښکاري، تر څو چې ولسي فشار رامنځته نه کړو، هیڅوک هم افغان سولې ته ژمن نه دي.

 

یا رب توفیق!

 
- ډاکټر فیض محمد ځلاند
بېرته شاته