(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنې مدهوبالا یاد

[21.Jun.2017 - 23:03]

دهند دیوې پښتنې فلمی ستورې مدهوبالا یاد

لیک:لطیف یاد

دمدهو بالا دنامه سره به دهندي فلمونو ډیر مینه وال آشناوي .مدهو بالا د۱۹۵۰ او ۱۹۷۰ زیږدیزو کلو نو ترمینځ  دنړیوا ل شهرت لوړو پو ړیو ته ورسیدله .دمدهوبالا اصلي نوم ممتازجهان دهلوي دی چې د۱۹۳۳ زیږدیز کال دفبرورۍ دمیاشتې په ۱۴ نیټه دهند په پلازمیینې ( نوي ډهلي ) کې زیږیدلې وه . دبالیووډ دغه ستورې او اداکاره په اصل کې دپښتونخوا دصوابۍ دسیمې وه او په قام یو سفزۍ پښتنه وه . دپلار نوم یې عطاءالله خان او او دمور نوم یې بیګم عایشه وه . پلار یې په ډهلي کې دامپیریال تو باکو په کمپنۍ کې دیوه مزور او کارګر په توګه دنده سرته رسوله اوکله یې چې په دغه کمپنۍ کې خپل کار له لاسه ورکړ نو مجبور شو چې دخوارۍ مزدورۍ دپیداکولو په هڅه کې دبمبئي ( مو مبایی) ښار ته چې دهندلوی صنعتی ښارو لاړشي . دمدهو بالا درې خویندې او دوه ورونه په ماشومتوب کې مړه شول . د ۱۹۴۴ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې په چاودنې او اور کې یې کور وسوځیداونهه کلنه مدهوبالا مجبوره شوه چې خپلې کورنۍ ته دیو ې مړۍ ډودۍ دپیداکولو لپاره فلمی نړۍ ته لاړه شي .

لومړنی فلم چې مدهوبالا پکې کار وکړ بسنت و او دا( ۱۹۴۲ زیږدیز کال) و. مدهوبالا په ۱۹۵۲زیږدیز کال کې ددومره نړیوال شهرت نه بر خمنه شوه چې دهغه وخت امریکایی مجلې ( تیټر آرټس )دهغې په باپ په غټ عنوان سره ولیکل چې (مدهوبالا دنړۍ ستره فلمي اکټریسه د ه)او کله چې په بمبئي کې دفلمونو نړیوا ل فسټیوال جوړشوی و نو امریکایی ډ ایر کټر فرینک کاپرا دمدهو بالا نه وغوښتل چې دهالیووډ په سینما کې کار وکړي .

مدهوبالا په خپلو هنري فلمونو کې دهندوستان دمشهورو ایکټرانو لکه :آشوک کمار ، راج کپور ، پرتهوي راج ،پردیپ کمار ،شمي کپور ، دلیپ کمار . سنیلدت او دیو آنند سره کارکړی دی.

خدای بخښلي   اجمل بابا خبرہ کوله او ویل یې : ((چې کله  هندوستان ته تللے ؤم يو ځائ د فلم شو ټېنګ روان ؤ لاړم د چائ وقفه وه د نورو نوموړو اداکارانو نه علاوه مد هو بالا هم موجوده وه وې راج کپور خو مې د سکول ملګرے ؤ او زما په يوه قيصه ئ فلم هم جوړ کړے ؤ هدهو بالا راسره په پښتو کښې خبرې اوکړې وې زه پښتنه يم خپل ذاتي نوم مې ممتاز بي بی دے ما ورته اووې زه اجمل خټک يم زما ئ ډېر دار و مدار او مېلمستيا اوکړه په اصل کښې د مدهو بالا د پلار نيکه تعلق د صوابۍ سيمې سره ؤ دا حسينه اداکاره د زړه په رنځ په ځوانۍ کښې د عالم برزخ په لور لاړه د انډيا فلم انډسټري د پښتنو اداکارانو په سر اباده ده ـ ـ ـ ګل حميد ستاره هند ـ قادرخان دليب کمار ـ شاه رخ خان راج کپو ر امجد خان رنګيلا سد هېر يوسف خان ريما وغېره ټول پښتانه دي.))

مدهوبالا په خپل ۳۶ کلن ژوند کې په ۷۳ فلمونو کې کار وکړ چې ددغو ځینو فلمونو نومونه دادي :بسنت.، ممتاز محل ،دهانا بګهت ،پو جاري ، پهول واري ،راجپوتاني ،نیل کمل ،چیتار ویجي ،میري بهګوان، خوبصورت ، دنیا ،دل کی راني ،پرایی آګ ،لال دوپټا.دیش سوا ،امر پریم ، سپاهی ،سینګار ، پارس ، نیکي اور بدي ، محل ، امتحان ، دولاري ،دولت ، اپرادي ، پردیس، نشانه ، نیرالا،مد هو بالا، هنستي آنسون ،با قصور ، ترانه ،سایه ،نازنین ، بادل ،آرام ، سا قي ،سنګدل ، ریل کا ډیبه ارمان ، بهوت دن هوي ، امر ، تیر انداز ،نقاب ، ناطه ،مسټر اینډ مسیز ۵۵، شیرین فرهاد ، راج هات ،ډهاکی کا ململ ،ګیټوی آف انډیا ،یهودي کي لړکي ،ایک سال ، پولیس ،پهاګن ،کا لا پاني ، هورا بریج ،چلني کا نام ګاړي ،یا غي ، سپاهي ، کل همارا هی ،انسان جګ اټها،دو استاد ، محلون کا خواب، جعلي نوټ ،برسات کارات ،مغول اعظم،پاسپورټ ، جهومرو، هاف ټکټ، شرابي ، جوالااو بای فرینډ .

داسې ویل کیږي چې مدهوبالا ددلیپ کمار (یوسف خان ) سره مینه درلودله خو هغه ورسره واده ونکړچې په دې کارسره دمدهوبالا زړه مات شو. مدهوبالا بیا په ۱۹۶۰ زیږدیزکال کې دهند دمشهور سندر غاړی اوفلمي ایکټر کشور کمار سره واده وکړ.

مدهوبالا په خپل هنري ژوند کې ډیره بریالۍ وه .ددې فلمونه ډیر مینه وال درلودل په تیره بیا دمغول اعظم ،نیل کمل ، ساقی اوشیرین او فرهاد فلمونه یې ډیر مشهورشول. دمدهوبالا ښایسته مسکالا تر اوسه د ټولې فلمی او غیر فلمی نړۍ په خلکو کې شهرت لري .

مدهوبالا په ۱۹۶۰ کال کې دیره سخته ناروغه شوه او دهغې علت داو چې بدن یې ډیره وینه جوړوله .همداراز دپیپړو او ځیګر ناروغی هم ورته پیداشوه او ټوخی هم ورته پیداشو.که څه هم دعلاج لپاره لندن ته لاړه ،خو له دې کبله چې ناروغي یې ډیر پر مختګ کړی و نو ډاکټرانو یې هم علاج ونه شوکړای او بیرته بمبئي ته راستنه شوه .

په پای کې دغه بریالۍ فلمی اداکاره د۱۹۶۹ زیږدیز کال دفبرورۍ دمیاشتې په ۲۳ نیټه په بمبئي کې د۳۶ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ نه ستر ګې بټې کړې او د سنټا کرو ز دمسلمانانو په ادیره کې خاوروته وسپارله شوه.

تاسو په لاندیني لینکونو کې دمدهوبالادمغول اعظم او شیرین او فرهاددفلمونو یوه سندره لیدلای شئ !

https://www.youtube.com/watch?v=6Au_J6jHKE0&list=RD6Au_J6jHKE0#t=79

- لطیف یاد
بېرته شاته