(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپروفيسر صاحب شاه صابر په ياد غونډه جوړه شوه

[28.May.2007 - 17:35] مجيب الرحمان انګار (07-5-27)په پېښور کې دباچا خان مرکز دغونډو او کنفرانسونو په تالار کې دباچاخان ټرسټ لخوا دپښتو ژبې دنامتو ليکوال،شاعر،نقاد او ادیب ارواښاد پروفیسر ډاکتر صاحب شاه صابر په یاد يوه درنه غونډه جوړه شوه،چې دلرې او نژدې سيمو نه راغليو يوزيات شمېر ليکوالو ، شاعرانو او د ارواښاد مينه والو پکې ګډون کړی و.غونډه دتکړه ليکوال،شاعر او دمياشتنۍ پښتون مسوول مدير ښاغلي رحمت شاه سائل په لخوا ګډونوالو ته دهرکلي په ويلو سره پرانستل شوه. نوموړي ډاکتر صابر دغونډې دمشر په توګه او ښاغلي اسدالله دانش،ډاکتر محمداعظم اعظم، راج ولي شاه خټک،سعدالله جان برق،افراسياب خټک،ناصرعلي سيد،مېرمن ظاهره او سليم راز دمېلمنو په توګه سټېج ته ور وبلل. رحمت شاه سائل دارواښاد ډاکتر صاحب شاه صابر دادبي او سياسي ژوند په اړه په زړه پورې وينا وکړه. هغه دخپلې وينا په يوه برخه کې وويل (( ... ډاکتر صابر يوعام انسان نه و،دهغه ژوند دکړاوونو او تکليفونو يوه بېلګه وه،ارواښاد صابر دهرچا وه خو دخپل ځان نه و،هغه دخپل ولس لپاره ډېرې سختې تېرې کړي،جېلونه اوتکليونه يې زغملي خو هيڅکله يې دسازشونو او سازشي عناصرو پر وړاندې سر نه و ټيټ کړی هغه دمبارزو ليکوالو سرلښکر و.....) ورپسې ښاعليو اسدالله دانش ساپي، افراسياب خټک،راج ولي شاه خټک،محب الله شوق، نورالامين يوسفزي، سعدالله جان برق،ناصرعلي سيد، سيد عابد جان او يوزیات شمېر نورو ليکوالو دموضوع په اړه په زړه پورې ويناوې وکړې. دپروګرام په يوه برخه کې ښاغلي رحمت شاه سائيل ارواښاد ته ډالۍ شوی خپل يونظم ولوست ؛خو هغه دخپل دوست دبېلتون غم او يادونه ونښوای زغملی،اوښکو يې پرمخ لارې جوړې کړې او نظم ترې نيمګړی پاتې شو. رحمت شاه شائل دغونډې کوربه ،امجدشهزاد او آغلې شګفته ملک د دريځ چارې پرمخ بيولې. دپروفيسر ډاکتر صابر شاه صابر لنډ ژوند ليک : پروفیسر ډاکتر صاحب شاه صابر د1956ز کال دمارچ په نهمه نېټه دملاکنډ ايجنسۍ په سخاکوټ کې زېږېدلی،لومړنۍ زده کړې يې پخپل کلي کې کړي،له څوارلسم ټولګي نه پس يې په پښتو کې MA وکړه، ورپسې يې له پېښور پوهنتون نه m.phil او د PHD سندونه ترلاسه کړل چې پر لاندنيو موضوعاتو يې ليکلې وې: پښتو شاعرۍ کې ټولنيز مافیت ( دايم فل مقاله). دپښتو شاعرې په وده کې دتنقيد کردار(دPHDمقاله) هغه لومړۍ په دولتي کالجونو کې د اردو ادبياتو استاد و،وروسته يې دغه دنده دپښتو استادۍ ته راواړوله او دژوند ترپايه يې دغه پاکه دنده ترسره کړه. ډاکتر صابر د 2007 کال داپرېل پر 13نېټه دزړه د درېدو له لامله پخپل کور کې ومړ او پر همدغه ورځ په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. نوموړي په 1994 ز کال کې واده کړی،دوه لوڼه او يو زوی لري.
-
بېرته شاته