(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هاشم ميوندوال، مفکر سياستوال

[09.Jun.2017 - 12:41]

هاشم ميوندوال، مفکر سياستوال 

لیک:نقيب احمد عزيزي

شهيد محمد هاشم ميوندوال د «۱۹۶۵ له نومبره د همدې کال تر اکټوبر پورې» د ظاهر شاه په حکومت کې لومړی وزير و. هاشم ميوندوال مفکر سياستوال و. دی د غزني د مقر ولسوالي په بهاءالدين کلي کې زېږېدلی و، د زېږېدو کال يې د افغانستان د خپلواکۍ يعنې ۱۹۱۹م ښوول شوی دی چې له ۱۲۹۸ هـ سره برابرېږي.

موږ په سياستوالو کې مفکران يا نه لرو او يا چې مفکران دي له اوسنيو سياستوالو سره يې قالب جوړ نه راځي، لار ترې بېلوي. د عقلانيت او تفکر پر بناء ولاړ سياستونه مثبتې نتېجې لري، ځکه هغوی ګټې په تاوانونو کې نه عياروي.

 

ميوندوال هغه سياستوال دی چې د تفکر پر محور يې د ډيموکراټيک سياست دورانونه د خپلو هڅو په محراق کې راوستل.

شهيد ميوندوال په افغانستان کې د موډرنو افکارو د ترويج په برخه کې مساوات جريده چلوله، همدا ډول يې د ډيموکراټيک مترقي افغانستان ګوند بنسټ هم کېښود. د دغه ګوند د بنسټ په هکله ويل کېږي چې سوسيال ډيموکراټ و. سوسيال ډيموکراټ افکار د اجتماعي او جمهوريت‌پاله مفکورې د کورنۍ حسابېږي.

 

د شهيد ميوندوال په اړه مشهوره ده چې په قوم ازبک افغان و، مګر د نړيوالې ويکپيډيا په حواله ويل کېږي چې دی اصلاً ازبک نه، بلکې دينارخېل و. محمد الله تبسم دينارخېل وايي چې “دغه قوم په لويه کې غلجي دي او بيا دوی او توتاخېل سره ګډېږي. اول استوګنځای يې د پکتيا پټان ولسوالي ده چې د شپولې په نامه دره ده او هلته د دوی د نيکه دينار بابا زيارت دی.”

 

خو د دوی کورنۍ هم د ځينو اسناد د تاييد په اساس وايي چې ازبک افغانان دي.

 

د غزني د خلکو په روايت ويل شوي چې هاشم ميوندوال د سمرقند و، «سمرقند د ازبکستان دويم لوی ښار دی.»

دا چې د افغانستان په جنوب کې يې د شمال له خوا را لېږدېدليو ټولو خلکو ته ازبکان ويل؛ نو د مرحوم ميوندوال د کورنۍ اصلي نسب ته له کتلو پرته، د هغه پلار حاجي عبدالحليم ته ازبک ملا وويل شول. د ميوندوال صاحب مور د غزني تاجکه مېرمن وه.

د دوی کورنۍ ډېره شتمنه نه وه، پلار مرحوم په مقر کې امامت کاوه.

ميوندوال چې مساوات جريده را وايستله، له ده سره اختلافونه هم پيل شول، ځينو چې وروسته به يې يادونه وشي، له ميوندوال سره د مخالفت لپاره مساوات جريده او سوسيال ډيموکراټيک افکار د فرصت هغه دوه فکټورونه وموندل چې په مذهبي توجيهاتو يې دی له سياسي ماتې سره مخ کړ. که ساده وليکل شي، ميوندوال داسې حريفان لرل چې سياست يې په مذهب ترې ګټل غوښتل او همداسې وشول.

 

د ميوندوال صاحب هدف په افغانستان کې يوه فرهنګي انقلاب ته لاره هوارول و چې پر فکر ولاړه پايه ولري. زموږ په کور کې د مساوات جريدې څو ګڼې وې چې پلار مې په هېواد کې د لوړو ژورو په راتګ سره د احتياط له امله تر خاورو لاندې خښې کړې وې او همداسې پسې ورکې شوې.

 

ميوندوال صاحب چې کله د حبيبې لېسې دوولسم ټولګی تمام کړ د مطبوعاتو په مستقل رياست کې د انيس ورځپاڼې مدير مقرر شو، بيا د اتفاق‌اسلام جريدې مسوول مدير شو، وروسته د مطبوعاتو په مستقل رياست کې د دائرة المعارف عمومي مدير وګومارل شو چې په همدې کال د همدغه رياست مرستيال شو.

 

لږ موده وروسته د اعليحضرت محمد ظاهر شاه مطبوعاتي مشاور شو، يو کال وروسته د مطبوعاتو د مستقل رياست رييس شو.

تر دې وروسته په بهرنيو چارو وزارت کې معين و او بيا يې په پاکستان کې د افغانستان د فوق العاده استازي او لوی سفير دنده اجراء کړه چې وروسته په لندن او بيا د امريکا په متحده ايالاتو کې د افغانستان لوی سفير او عمده استازی وګومارېد.

 

څه موده چې تېره شوه په ايران کې د افغاستان سفير او فوق العاده نماينده مقرر شو.

په ۱۹۶۴م د دوکتور محمد يوسف په انتقالي دوره کې د مطبوعاتو وزير شو. کله چې دوکتور يوسف يو کال وروسته استعفاء ورکړه، ارواښاد ميوندوال د ۱۳۴۴هـ په عقرب کې د کابينې په تشکيل کې مقرر شو.

 

د ۱۹۶۷ په اکټوبر کې يې له صدارته استعفاء ورکړه او درمنلې ته بهر ته ولاړ. په ۱۹۶۹ م کې يې د ملي شورا په ديارلسمه دوره کې ځان کانديد کړ، خو بريالی نه‌شو.

 

د مقر ولسوالي د خالم‌خېلو «شاه‌عالم خېل» اوسېدونکی مرحوم حاجي دوست محمد د ميوندوال ټولګيوال او زما د پلار ماما و، پلار مې «مولوي عزيز الله وقاد» د خپل ماما له خولې وايي چې د هماغه مهال شاهي حکومت له ميوندوال سره ډېر جوړ نه و، وجه يې دا وه چې ان شاهي خاندان ته د ده چټکه ترقي ښه نه ور لګېده.

کله چې په مقر کې ميوندوال ته کمپاين کېده، د مقر د جامع مسجد بنسټګر او خطيب مولوي حبيب الرحمان او د خومارو مولوي صاحب «چې وروسته د حامد کرزي د وخت د ارګ امام و.» حکومت ونيول او حاجي دوست محمد ترې پټ شو.

هاشم ميوندوال چې د “قل اعوذ برب الفلق” او “والناس” تفسير ليکه، دوست محمد کاکا ته يې ويلي وو چې درس مې له «الف، ب…» پيل کړی و، بېرته هماغه ځای ته را ورسېدم. د ده منظور دا و چې علمي دايره د پيل و پای نقطه نه لري او يا نه‌شي ټاکل کېدای. شهيد ميوندوال ځينې خواره واره اثار لري چې “مليت”، “دین او عقیده”، “دیموکراسي”، د ۳۰ پارې “تفسیر شریف” او… يې يادولای شو. يو لومړيتوب دا دی چې دغه کتابونه بيا خپاره شي.

 

د ميوندوال په ناکامي کې د مجدديانو کورنۍ لوی نقش لرلی دی. د هرات سناتور محمدهاشم مجددي او د نورالمشايخ محمد ابراهيم مجددي مخالفت چې ويل يې، د ده نظريات له اسلام سره تعادل نه لري، د غزني خلک دې ته وهڅول چې دی ناکام شي او پر ځای يې د ګيلان ولسوالي د اغوجان د کلي محمد اکرم خان کامياب شي.

 

د خلق ډيموکراټيک ګوند يې هم رقيب و، ميوندوال صاحب د ډيموکراټيک نظام طرفداری کاوه او دغه نظام د ده د تفکر له مخې د اسلامي اساساتو په جوله کې را ټول و.

په ۱۹۷۳م کې د کودتا په تور ونيول شو، د سپټمبر ۲۴مه او د ۱۳۵۲ کال د تلې ۹ مه وه چې د دهمزنګ په زندان کې د داود خان په امر شهيد کړای شو.

 

په دې هکله هماغه وخت هم رسنيو شايعات خپاره کړو او ان تر اوسه يې هم د موموزې مړينې قضيه جنجالي پاتې ده. په سپرغۍ نومې وېبپاڼه کې د عبدالصمد ازهر په «خودکشی يا قتل؟ اسرار مرگ محمد هاشم ميوندوال» مقاله کې د مورخ نصير مهرين له خولې کاږي چې محمد صديق فرهنګ ليکلي؛ «…له پورتنيو مطالبو، اطلاعاتو او بېلابېلو شايعاتو دا پايله راوځي چې ميوندوال او هغه کسان چې يو ځای ورسره بنديان وو، د شوروي د دولت په اشاره او د سردار محمد داود په اجازه استنطاق او ونيول شول…»

 

ښاغلی صمد ازهر چې د ميوندوال په شکنجه او وژلو تورن دی، يو ځای پر نصير مهرين نيوکه کوي چې «متفاوت اطلاعات يې ذکړ کړي، مثلاً ويلي يې دي چې د ۱۳۵۲ کال د ميزان پر ۱۰ انيس ورځپاڼې په نيکټايي سره د ميوندوال د ځان‌وژنې خبر خپور کړ، حال دا چې همدغه ګڼه اخبار مې مخې ته پروت دی، دلته يوازې نکټايي نه ده پکې ياده شوې، بلکې نيلوني پارچه، کمربند، د خوب کوټ او نکټايي ياده شوې ده.»

 

صديق فرهنګ د لوئي ډوپري او انټوني ارنولډ په حواله کاږي چې «د ظاهر شاه د دورې په پای کې سردار داود د خپلې کودتا د پلان په پار خپل حريفان وار له مخه ختم کړل.»

 

په کابل ناټ سايټ کې د احسان لمر يوه ليکنه ده، عنوان يې «محمد هاشم ميوندوال» دی، د ګڼو تحليليونو په اوږدو کې ليکي؛ « نه کودتا وه، نه د ميوندوال خودکشي حقيقت درلود، دا هر څه درواغ وو، هماغسې لکه څنګه چې د عبدالملک عبدالرحيمزي دسيسه او توطيه دروغجنه وه.»

داکټر شکرالله کهگدای په «شهادت ميوندوال و موسی شفيق» مقاله کې ليکلي چې «… تر کومه ځايه چې بنده، محمدهاشم ميوندوال پېژاند، عادي د سستې ارادې بنيادم نه و چې خودکشي دې وکړ. په هماغه لومړيو کې په کابل کې اوازه خپره شوه چې محمدهاشم ميوندوال د داودخان په مستقيم امر د قدير نورستاني او صمد ازهر له خوا شکنجه او په قتل ورسېد.»

دی تر دې وروسته د کي جي بي د ځينو اجنټانو نومونه هم ليکي چې بيا صمد ازهر د فتح په مستعار نوم ځينې افواهات پسې خپاره کړل.

 

محمد نجيم اريا په خپل کتاب «شهيد محمد هاشم ميوندوال» کې ليکلي چې د ميزان پر نهمه تر دې مخکې چې د ميوندوال د مرګ خبر خپور شي، يو پوليس افسر د ده کور ته ورغی او د ده مېرمنې «سلطانې ميوندوال» ته يې وويل چې د کابل ولايت مقام غوښتې ياست. هلته په رسېدو ورته وويل شول چې سهار په څلور بجې يې ځان زيندۍ کړی او که غواړئ و يې وينئ، کولای شئ. هغې ورته وويل؛ ای خاينانو هغه مو وژلی! اوس واياست چې ځان‌وژنه يې وکړه، ميوندوال له خودکشي نفرت درلود.»

 

زموږ ملګري ميرويس ميوندوال د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر په ۲ مه په سرخط ورځپاڼه کې د (کودتا يا دسيسه قتل عليه ميوندوال) تر سرليک لاندې يوه مقاله خپره کړه، هلته د مرحوم ميوندوال په حواله ويل شوي چې له کودتا يې خورا کرکه لرله، د ميوندوال په باور کوتا يوه سياسي غلا او چور چپاول دی چې څو کسه پاڅي او نظام ونړوي.

 

د افغانستان د ټراژيډيک تاريخ په تورو ورځو کې د داسې داستانونه کم نه دي، د هاشم ميوندوال په هکله تر هر څه ور ها خوا درې عمده ټکي په نظر کې نيول په کار دي؛

لومړی دا چې زموږ معاصر تاريخ هم هومره متاثر دی چې له غيرسيسټماټيکې پېچلتيا يې حقيقت ته صدمه رسولې ده.

دويم د ميوندوال د افکارو تنوير او د مدنيت څرکونه هغه څه دي چې اوسنيو ځوانانو ته الهام ورکولای شي، ميوندوال کابو نيمه پېړۍ وړاندې د ډيموکراټيک نظام او شريعت پخلاينې ته کار پيل کړی و، هڅه يې کوله چې افغان سياست د يوه فکري بستر په غېږ کې وغوړېږي، هاشم ميوندوال د فکري سياست تشه تر موږ لسګونه کاله وړاندې درک کړې وه، حال دا چې موږ تر اوسه لا تر دې ربړې نه يو تېر شوي. د ډيموکراسي په اړه فکري تمرکز د ميوندوال صاحب بله ځانګړتيا وه او بايد انکشاف ورکړل شوی وای.

درېيم دا چې دلته د فردي ابتکاراتو مخه ډب کېږي، هغوی چې نور يې له ترقي وېرېږي په ډول ډول تورونو يې مرۍ خپه کوي، متاسفانه چې تر اوسه هم دغه لړۍ نه ده درېدلې.

——————-

سرچينې؛

• په دغو حوالو کې د مېرمن سلطانې ميوندوال له مرکو استفاده شوې، د ظاهر شاه د دفاع وزير له زوی داود ملکيار سره خبرې شوې.

• شخصي اړيکې

• www.kabulnath.de

• https://www.facebook.com/SarkhatDaily/posts/187241724941678:0

• http://www.khorasanzameen.net/php/read.php?id=2933

 
- عزيزي
بېرته شاته