(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ټلوالې په خېټه کې درد

[09.Jun.2017 - 12:28]

د ټلوالې په خېټه کې درد

 

لیک: ډاکټر فیض محمد ځلاند

د جمعیت اسلامي اساس په قومي سیاستونو رامنځته شوی، ددې گوند پخوانی مشر سره له دې چې دیني عالم و، د تعصب، قومي سیاست او توکميز چلند په بدو پایلو ښه پوهیده؛ خو د خپلو ټیټ‌رتبه جگړه‌مارانو تر فشار لاندې، دې ته اړ شو چې د کمونیستي رژیم په وړاندې د قومي سیاست په خپلولو د کابل په سقوط او قومي جگړې په پیل لاس پورې کړي.

 

د نویمو کلونو تر ټولو خونړیو جگړو مخکښ جگړه‌ماران د جمعیت له ډلې څخه ول، دوی د کابل ښار په ځانگړې توگه له هزاره‌توکمو سره په جگړه کې اوسنی افشار، خوشال خان مېنه، دهمزنگ، څلورمه او درېیمه کارته، لوټه لوټه کړل. د دارلامان ړنگه ماڼۍ د همدوی د خپلمنځي جگړو له شرمه ډک ژوندی تاریخ دی.

 

د ټلوالې په گيډه کې هغه وخت درد پیدا شو چې طالبانو یې په وړاندې په کابل ۱۹۹۵ کې جگړه وکړه، سره له دې چې د ایران، روسيې او گڼو نورو سیمه‌ییزو قوتونو لخوا تمویلیدل ویې نشوای کولی چې ځانونه په کابل کې تم کړي. د کابل له پریښودو وروسته تر کولابه وځغلول شول. د نویمو کلونو د گیډې درد یې د بي دوه پنځوس الوتکو  د بمبار په گولیو ورک شو. د امریکا او ناټو راتگ د جمعیت گوند په گیډه کې نوې هوا وچلوله، دوی یو ځل بیا د خپل قومي تعصباتو پر اساس زرگونه پښتانه د باگرام، گوانتانامو او خپلو پټو بندیخانو خوراک کړل. دوی د امریکا دې غوښتنې ته چې د افغانستان نوی مشر باید پښتون وي، له ځواب ویلو ډډه کوله، خو کله چې پوه شول چې چاره نه لري، په حامد کرزي یې لاس کیښود.

 

د جیمز ډابینز کتاب ( له طالبانو وروسته دولت‌جوړونه) د حامد کرزي په انتخاب د ټلوالې او د ایران د هوکړې وروسته د گومارنې مهر وهي، د همدې کتاب پر بنسټ، ټلوالې فکر کاوه چې حامد کرزی یو بې ارادي پښتون دی، چې قومي ملاتړ یې کمزوری، په جگړه کې مهارت نه لري، له مزاجه ډارن او غلی دی، نو دوی به وکولای شي په اسانۍ سره خپلې ټولې دسیسې په افغان خاوره عملي کړي.

 

د حامد کرزي په اړه د ټلوالې وړاندوینه سمه وخته، دوی د کرزي په دوره کې وکولای شول چې ولسوالۍ په ولایت بدله کړي، بیسواده مارشال کړي، خرکار میلوینر کړي، او خپل تر ټولو احمق کسان د گران افغانستان د سفارتونو بې‌پوښتنې واکداران کړي، خو دا چې هر څه خپل اصل ته را گرځي، نو دوی هم سره له دې چې اوږدې ږیري یې را لنډې کړي، پکول یې په پیک داره خولۍ بدل کړ، سپږن کالي یې په لوکسو دریشو وپسولل، خو خپل خوی، عادت او ځان یې بدل نشوای کړای، د دوی د لنډه‌غرۍ خوی همداسې لنډه‌غر پاتې شو.

 

په شپاړسو کلونو کې یې د افغان ولس زړه او دماغ خپل نه کړ، حتی پخپلو منځو کې په ډالرو، مالي او اداري فساد، اخلاقي فساد، چورواکۍ، استخباراتي لوبو کې یو د بل په وړاندې ودریدل. دوی د تاجکستان هغه کوڅې چې یو وخت د دوی پټنځایونه ول، د خپل هوس ښکار کړي، دوی د لویدیځ له هرې مرستې، لاسنیوي د ځان په گټه استفاده وکړه، وطن ترې پاتې شو. گیري شیرون ( First In in Afghanistan) کتاب کې د پنجشیر د اوسني والي عارف سروري ( سروري د کرزي په دوره کې د ملي امنیت لومړنی ریس وگومارل شو) په اړه لیکي چې زموږ هلیکوپتر تیلو ته اړتیا لرله، موږ ۲۰۰۰۰ ډالره سروري ته ورکړل چې له تاجکستان څخه موږ ته تیل وپیري، خو هغه له ډالرو سره ورک شو. گیري شیرون وایي چې په ۲۰۰۶ کې زه افغانستان ته په چکر راغلم، خبر شوم چې سروري د ملي امنیت ریاست کړی، سخت خفه شوم، وایي موږ یوه ستره پیچلي جگړه د دې لپاره وکړه چې په یوه ولس غله او چور واکي حاکم کړو.

 

د گیري شیرون کتاب پښتو ته ژباړل شوی ( سی ای اې په پنجشیر کې)، دا کتاب د لس میلیونه نغدي ډالرو د ویش راز هم را سپړي چې فهیم، بسم الله خان، عطا محمد نور، عبدالله ته یې نغدې ورکړي دي، په دې کتاب کې د ټلوالي په اړه دا هم لیکلی کیږي چې دوی د امریکا سره د تړون خلاف چې کابل ښار ته به نه ننوځي، ننوتل، په دې توگه یې په کابل ښار کې چور او فساد ته لاره هواره کړه.

 

د ټلوالي په اړه یو بل بحث د  Military Technical Agreement (MTA)  د بدمرغه تړون لاسلیک کول دي، دا تړون د یونس قانوني چې د کورینو چارو وزیر و، او عبدالله چې د بهرنیو چارو وزیر و لاسلیک کړ. د دې تړون په اساس دې تش په نوم مجاهدینو امریکا، ناټو او بهرنیو پوځیانو ته رسمي اجازه ورکړه چې دوی کولای شي د افغانانو کورونو ته ننوځي، تلاشي وکړي، افغانان پرته له محکمي او څارنوالۍ بندیان کړي، پټې بندیخاني ولري، افغانان گوانتانامو کې بنديان کړي، په دې ډول یې په رسمي توگه د ځان د غلامۍ تړون لاسلیک کړ، یو ستر هیواد، یو ویاړلی ملت یې په تاریخي شرم کې را ښکیل کړ.

 

د ټلوالې په گیډه کې درد لومړی ځل نه دی، تل چې د ملي پروسو بحث رامنځته شوی د دې ډلې په گیډه کې د نامعلوم باد له شتون څخه کریکه وتي ده. د ټاکنو په لومړي پړاو کې د قانوني په گیډه کې درد پیدا شو، د ۲۰۰۹ په ټاکنو کې ډاکتر عبدالله گیډې باد ونیو چې د امریکا تر سفارته خبر ورسیده، د رابرټ گیټس کتاب (Duty) یې کیسه ښه په زوَر او زیر لیکلې چې څنگه عبدالله له ایکنبیري وغوښتل تر څو کرزی اړ کړي چې له عبدالله سره گډ حکومت رامنځته کړي، خو کرزي دا ځل د تیرو خطاوو په څیر د گناه له تکرار څخه لاس په سر شو.

 

کرزي مقاومت وکړ، پنځه کاله د عبدالله په گیډه کې باد بند پاتې شو، ټلواله په سخت عذاب اخته شوه، خو دا چې حامد کرزي د ملي مصلحت څخه کار اخیست، تل یې  د ټلوالي ناز په سر وړی، او په دې توگه یې دوی خوشاله وساتل. د ولسمشرۍ درېیم ځل ټاکنو کې یو ځل بیا د چور، زور او پردیپالنې کرښې را کاږلي. په دې توگه یې بې ارادي، ځانخوښی او ورځچارۍ ډاکتر غني اړ کړ چې د ملي وحدت تر نامه لاندې د ملي نفاق حکومت رامنځته کړي. د دې حکومت په رامنځته کیدو د ټلوالي گڼ ورک له خپلو غارونو را ووتل او د هیواد په سیاسي لوبو کې چور ته کار ووایه.

 

دا ځل د ټلوالي د گیډې د درد ستر سبب کابل ته د گلبدین حکمتیار راتگ شو. حزب اسلامي چې له کلونو راهیسي د حکومت سره د معاملې تمه لرله، کوښښ یې کاوه چې له اوارو غرونو د ښار ماڼیو ته لار پیدا کړي، د گران وطن په سیاسي هلو، ځلو کې د خپلو رقیبو جهادي گوندونو غوندې برخه واخلي، پرته له دې چې د ملي وحدت حکومت ورته شین چراغ ورکړي، په لغمان کې ظهور وکړ. د حکمتیار صیب ظهور د جمعیت د غروب دلیل وگرځیده. عطا محمد نور وکوړچیده، صلاح الدین رباني شور جوړ کړ، امرالله صالح په ناصالحو کارونو لاس پورې کړ، او په دې توگه د ټلوالې د گیډې درد په چیغو بدل شو.

 

د جمعیت اسلامي وروستی دریځ د همدې سولې، د حزب اسلامي د ځواکمن ظهور او په لویه کې د ملي وحدت د حکومت کمزوري جوړښت، د غني د نا اټکله سیاسي هلو ځلو، وچ طبعیت دیته اړ ایستل چې دوی نور تصمیم ونیسي چې یا به کولاب ته ځي او یا به هر څه چې د افغان ولس غوښتنه وي هغه به مني.

 

جمعیت اسلامي په دې پوهیږي چې نور نړۍ له گران وطن څخه د جنگ ټغر را ټولوي، سوله به کیږي، غله، چور واکي او پردیپال به د ولس په محکمه کې ځواب وایي او په دې توگه حق، حقدار ته رسیږي. د همدې امتحان څخه په ویره کې، د ټلوالې گڼ کسان د گیډي په شدید درد اخته گرځي.

 

که افغان ولس بیداره نه شي، که ځوانان یو بل ته لاس ورنه کړي، د ملي وحدت د حکومت بدیل ته لار هواره نه کړي، لري نه ده چې تاریخ دا ځل یواځي په ټلوالي نه بلکې په ټول افغان ولس تکرار شي.

 

یا رب توفیق!

 
- ډاکټر ځلاند
بېرته شاته