(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغان پوځ شمیره

[01.Jun.2017 - 10:31]

وسله وال پوځ اوپه مورچلوکې ډزې

لیک: بسم الله اکبري

دافغانستان وسله وال پوځ ملي اردو،ملي پولیس اوامنیتي ځواکونواولښکرو شمیرټول ټال درې لکه دوه پنځوس زرو۳۵۲۰۰۰تنوته رسیږي اووسله وال پوځ په اوو۷ قول اردوګانوکې تنظیم اوجوړشوی دی .

نـنګرهار۲۰۱ لمبرسیلاب قول اردو

پکتیا ۲۰۳ تندر قول اردو

هرات ۲۰۷ ظفر قول اردو

کندهار۲۰۵ اتل قول اردو

بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو

هلمند۲۱۵ میوند قول اردو

اودهوایي ځواکونو قول اردو

اوداوسله وال ځواکونه په زرګونو،زرګونوبلوکونو،ټولیو،کنډکونو،لواګانواوفرقوکې ځای پرځای شوي دي اوداهغه اردوده چې دافغانستان دحرب په تاریخ کې په درجنو،درجنوجنرالان چې زیاتره یې مسلکي نظامي زده کړي نه لري اوپه تنظیمي زور اوسوټي دجنرالۍ په ګدی ناست اودادی وسله وال پوځ چې هره ورځ کابو۱۴ میلیونه ډالره لګښت لري اوکلنۍ بودجه یې په ۲۰۰۸ کال کې دوه میلیارده اووه سوه میلیونه ۲،۷میلیارده ټاکل شوي د ۷۰۰ تنوداعشیانواوڅوزریزومدرسي طالبانوپه وړاندې په تکتیکي اوستراتیژیک میتود له خپلومورچلودفاعي ډزې کوي اودهیواد په ۳۴ ولایتونواو۳۶۴ ولسوالیوکې دخرپ اوترپ جګړه روانه اوله بده مرغه په زیاتروولایتونواوډیریو ولسوالیوکې هډو وسله وال ځواکونه نشته.

وایې په یوه لویه لاره کې یوه لویه ډله څوتنو غلو لوټ کړه .چاترې وپوښتل چې ولې یې لوټ کړئ لکه چې تاسولږاو غله ډیروو؟

د ډلې مشر ورته وویل: نه!نه! دوی اته وو.موږشپیته وو.

بیا یې ترې وپوښتل ؟ ښایې له دوی سره به وسله وه اوله تاسوسره به نه وه؟

د ډلې مشر ځواب ورکړ: نه!نه! له هغوداووسانوسره کوتک وو اوزموږسره توپک.

بیایې ورځیني پوښتنه وکړه نوبیا څه وشول؟

د دلې میروګي ورته وویل : دغو نامردو پرموږ خرپ کړ اوموږپه نره ترې ترپ . موږداسې تښتیدولکه زمري اودوی راپسې ،پسې وولکه سپي.

هو! همدا حال دپچودغلوجنرالانوله لاسه زموږ داتلواوغیورووسله والواوباتوروافغانانوراغلی اودادی دریغه!دریغه!هره ورځ دهیواد تنکي شاه ځلمیان اودوطن بچیان د دفاع په حالت کې پخپلومورچلو اوقول اردو اوبې وزلي هیوادوال موپه کورونواوجوماتونوکې شهیدان کیږي.

دوسله وال پوځ اعلی سرقوماندان تسبیح په لاس ،سپینه پګړۍ پرسرپه سپینونازکوکالیو کې په زوټه،زوټه نارې وهي اولا دغزني ولایت اوسرپل کې د دوښمنوچورلکوپه اړه یې دبیړني مکتوب په وسیله یو پلاوی ټاکلی څوپه دې اړه عاجل معلومات ورکړي اودشرم ځای دی چې هوایې ځواک یې په۲۱ مدرنه پیړۍ کې هوایې راداراو د هیوادنۍ فضا دڅار اوکنترول اړین وسایل نه لري اود فاع وزارت څو،څوځلې دسرپرستانوپه ناکامواوبې کفایته منګولوکې لویدلی اودمعلوم الحاله کړیودسبوتاژاوخرمستی مخه نه شي ډب کولی.

د شهید دوکتورنجیب الله دباتورو،میړنیواواتلووسله والوځواکونودجسارت اوسرښندنې کارنامې اودلوی نـنګرهارپه ستره تاریخي معرکه کې چې د دویمې نړیوالې جګړې څخه راوروسته خوراستره اومجهزه جګړه بلل شوی دتورپنجاب دسیمي اونړیوالې ارتجاع شرموونکي ماتي څخه دې دعبرت اوپند درس واخلي دهیواد زمری عقابانودسپین غراوپامیرګوربتانواواتلوزمروډګرجنرال محمد مصطفی،امیرمحمد صافي،عتیق الله شیرازاداووحیدالله اونوراتلوشهیدانودهیواد دخپلواکی اوملي نوامیسوپه ساتنه کې دافغانستان دحرب په معاصر ویاړلي تاریخ کې تلپاتې ځلیدونکی اوپرتمین نوم اونه هیریدنکی وجاهت ګټلی دی.

دافغانستان دهغه باتوروسله وال پوځ ټول هوایي اوځمکني مدرن تجهیزات اووسایل چې دتنظیمي غلواود ای اس ای دلاسپوڅوله خوا کباړاوبیا دپچو په بیه په پاکستان وپلورل شول اوناشریف نوازشریف ته یې دافغان اتل وسله وال پوځ د دړې وړې اوتس،نس کیدو کریدت ورکړ.

زه په وسله وال پوځ ،پولیسواوامنیتي ځواکونوکې وطنپالواومبارزوافسرانواوسرتیروته د درنښت اوستر وجاهت سر ټیټوم اود افغانستان په روانه استخبارتي اوپردی تپل شوي نړیواله جګړه کې دهغودبري هیله کوم .دغلو،داړه مارانواومافیایي کړیو لاسونه دی لنډ اورسوا وي.

اکبري هالینډ

- بسم الله اکبري
بېرته شاته