(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګل دادا،خاكه

[01.Jun.2017 - 09:33]

ګل دادا،خاكه

ليک:پرفیسر اسيرمنګل

اوس ستاسو په زړونو  كښې به دا تپوس غزونےكوي چې دا ګل دادا څوك دے ؟ اؤ كه چرې په رښتيا دغه سوال تاسو نه ګېر چاپيره چورلي نو بيا يقينا چې تاسو پښتو ژبې ادب او كلتور سره هيڅ علاقه نه لرئ مړه اسد دانش هم څوک نه پيژني؟ اؤ بيا چې ځان له شاعر او اديب هم وائي او بيا د خيره ديو كتاب او ياد دووكتابونو مصنف هم وي خو ځه تاسو به زه زيات په شپږ او پنځو كښې نه اچوم كه تاسو چرته د كتابونو په دكان كښې يو د منځومانې ونې سړے په  خندا وليدو په مخ ئې وړه توره ږيره چې دهٴ رنګ كړې وي ګنې وخت خو ورله تكه سپينه كړې ده ،،،،او سترګو ئې د ډېرې شوخۍ نه سم نه كتل نو بس پوئې شئ چې تاسو په دانش خپرندويه ټولنه كښې ناست ئې او ستاسو مخې ته چې كوم سړے كمپيوټر كښې مصروف دے دهغه كه طبعيت ويال وي نو په خندا كښې به ئې شرارت پټ وي اؤ كه ډېر زيات سنجيده وي غصه وي او خوله ئې لكه د اور ګاډي اور وروي نو شاته به ئې د خندا يوه نامعلومه لړۍ پټه وي څه عجيبه سړے دے د لرو بر تړون د پښتو ژبې بې غرضه بې لالچه خدمت ګار دپښتونخوا خوا خواږې، كله كله خو زما ورباندې د خدائي خدمت ګار ګمان راشي لكه چې د يو خدائي خدمت ګار روح په ده كښې ننوتے وي د روح خبره مې ځكه وكړه چې په دې اوسني وخت كښې شكر دے دباچا خان فكر شته خيال ئې ژوندے دے ولې ملګري ئې نشته او كه چرې يو نيم ملګرے ئې پيدا شه نو په هغوي كښې به د ټولو په سر كښې زه د ګران اسد جان دانش نوم ليكم.

ژوند دلوړو ژورو يو انځور دے كله سړے څنګه وي او كله څنګه وي ولې لوئ خلك چې ددې لوړو ژورو نه څنګه راتيريږي هغه زمونږ غوندې وړو خلكو دپاره دلارې مشالونه وي زه هغه ورځ نه شم يادولے چې كله زما ديار ځوان زلمے زوئ ديوې خطرناكې بيمارۍ له كبله دې نيمګړي دنيا نه سترګې پټې كړې زهٴ چې خبر شوم ماوې زه به په كومو توريو د هغه غم رازي كوم ما زړه كښې كرل ريبل چې دې كښې اسد جان د خندانه په ډكه خوله راغې او څه داسې محفل ئې تود كړو چې دچا دا ګمان هم نه كيدو چې دا سړے ديو ځواني مرګ بچي پلار دے زه په سوچ كښې پريوتم چې څنګه به دده هغه دويم سړے راسپړم چې په پرهرونو ورته د خوا خوږۍ ملهم كېدم خو مخامخ اسد جان دومره ظالم وختو چې ماته ئې دهغه هډو يو پړق ونه ښودلو او زه په دې پوئ نه شوم چې ده ته څومره درد رسيدلے دے اخر زما دننه ناست خپل دويم سړي زه دومره ملامته كړم چې تاسو ته بيخي حال نه شم وئيلے ګنې نو بيا به په تاسو هم څه چل وشي. 

اسد جان دانش ساپے نه يوازې دپښتو ژبې ناوياته كتابونه چاپ كوي خوندې كوي ئې بلكه دے يو شاعر هم دے ښه شاعر دے او كه بد دا فيصله زه نه شم كولے خو لكه د شاعرانو په شعرونو پسې نخښلي نه چاپ كوي ئې نه، كه څه ئې په زړه كښې راغلل شعر ئې كړو خو سمه ده ګنې نو نثر خو ورنه چاوړے نه دے او بيا ددهٴ ظالم نثر خو هم د شعر نه كم نه دے چې كله په فيس بک كښې چا پسې په ليكلو شي نو بيا يو خدائ به ئې خلاصوي چې ديو سړي د شخصيت رنګونه هله مخې له راځي چې كله دې هغه سره څه مامله راشي او يا ورسره چرته په سفر وځې زه دانش سره بره پښتونخوا ته ډېر ځله تلے يم ما په هر ځل كښې دا باغ و بهارشخصيت خفه نه دے ليدلے  او نه ئې بل څوك  خفګان ته پريښې دےدا ددهٴ فطرت دے چې غم ځان ته نزدې هم نهٴ راپريږي نه خپله تندے تريو ساتي او نه دبل په ټنده كښې ګونجے ليدے شي په لغمان كښې ئې دپښتو ژبې او ادب دودې دپاره يو لوئے ادبي او فرهنګي مركز جوړ كړے دے چې پكښې وخت په وخت مخلتفې ادبي غونډې كيږي او دلرې او برې پښتونخوا نه پكښې دپښتو پتګان ډېر په مينه ګډون كوي او دے چې كوم ميلمه ته هم ګوري من من غټږي او زهٴ چې دهٴ ته ګورم نو سوچ مې واخلي چې اسد ظالم زړيږي په دې نه،چې دے څومره غونډې جوړ وي او په دې بنډارونو څومره تاوان كوي هم دومره دے خوشحاليږي او عمر ئې زياتيږي او دارښتا هم دي چې هر غونډه دهٴ ته يو نوے ژوند او نوے توان وربخښي.

ګل دادا كه ادبي او علمي غونډې جوړ وي اوكه كتابونه چاپ كوي چې څه ګټي دپښتو دسر نه ئې لكه د ماتې كټوې تاووي  او لكه د سپيلنو ئې  لو ګے كوي اوس اوس چا راته وئيلي دي چې لكه نور ئې دټوقو ټقالو نه توبه ويستې ده په دې چې دحج مبارک سفر ئې اوكړو او څوک چې دا بختور سفر اوكړي نو هغه دګناهونو نه داسې پاک شي لكه څنګه چې دمور د ګيډې نه پيدا پاک او معصوم وي خو زما خيال نه راځي چې ګل دادا بدل شوے وي ځكه چې دے خو مخكښې هم پاک او معصوم ؤ دچا ملاسته غوا ئې هم نه وه پاڅولې او كه دے په دې غمژن او ويرژن چاپيرچل كښې خپل ځان سره بل هم خوشحاله ګوري نو دا كه ګنا وي نو خدائ پاک خو دې د داسې ګنګارانو نه  ټوله  پښتونخوا ډكه كړې زما په خيال دے يو ژوندے بنيادم دے د ژوند سره ئې تل مينه كړې ده خپله ئې ژوند خوښ دے او خپل ټول ملګري هم ژوندي ليدل غواړي ځكه ئې نه څوک په خبرو بد ګڼي او نهٴ ئې په نيت شک كوي.

 

   ګل دادا

 

اوس ستاسو په زړونو  كښې به دا تپوس غزونےكوي چې دا ګل دادا څوك دے ؟ اؤ كه چرې په رښتيا دغه سوال تاسو نه ګېر چاپيره چورلي نو بيا يقينا چې تاسو پښتو ژبې ادب او كلتور سره هيڅ علاقه نه لرئ مړه اسد دانش هم څوک نه پيژني؟ اؤ بيا چې ځان له شاعر او اديب هم وائي او بيا د خيره ديو كتاب او ياد دووكتابونو مصنف هم وي خو ځه تاسو به زه زيات په شپږ او پنځو كښې نه اچوم كه تاسو چرته د كتابونو په دكان كښې يو د منځومانې ونې سړے په  خندا وليدو په مخ ئې وړه توره ږيره چې دهٴ رنګ كړې وي ګنې وخت خو ورله تكه سپينه كړې ده ،،،،او سترګو ئې د ډېرې شوخۍ نه سم نه كتل نو بس پوئې شئ چې تاسو په دانش خپرندويه ټولنه كښې ناست ئې او ستاسو مخې ته چې كوم سړے كمپيوټر كښې مصروف دے دهغه كه طبعيت ويال وي نو په خندا كښې به ئې شرارت پټ وي اؤ كه ډېر زيات سنجيده وي غصه وي او خوله ئې لكه د اور ګاډي اور وروي نو شاته به ئې د خندا يوه نامعلومه لړۍ پټه وي څه عجيبه سړے دے د لرو بر تړون د پښتو ژبې بې غرضه بې لالچه خدمت ګار دپښتونخوا خوا خواږې، كله كله خو زما ورباندې د خدائي خدمت ګار ګمان راشي لكه چې د يو خدائي خدمت ګار روح په ده كښې ننوتے وي د روح خبره مې ځكه وكړه چې په دې اوسني وخت كښې شكر دے دباچا خان فكر شته خيال ئې ژوندے دے ولې ملګري ئې نشته او كه چرې يو نيم ملګرے ئې پيدا شه نو په هغوي كښې به د ټولو په سر كښې زه د ګران اسد جان دانش نوم ليكم.

ژوند دلوړو ژورو يو انځور دے كله سړے څنګه وي او كله څنګه وي ولې لوئ خلك چې ددې لوړو ژورو نه څنګه راتيريږي هغه زمونږ غوندې وړو خلكو دپاره دلارې مشالونه وي زه هغه ورځ نه شم يادولے چې كله زما ديار ځوان زلمے زوئ ديوې خطرناكې بيمارۍ له كبله دې نيمګړي دنيا نه سترګې پټې كړې زهٴ چې خبر شوم ماوې زه به په كومو توريو د هغه غم رازي كوم ما زړه كښې كرل ريبل چې دې كښې اسد جان د خندانه په ډكه خوله راغې او څه داسې محفل ئې تود كړو چې دچا دا ګمان هم نه كيدو چې دا سړے ديو ځواني مرګ بچي پلار دے زه په سوچ كښې پريوتم چې څنګه به دده هغه دويم سړے راسپړم چې په پرهرونو ورته د خوا خوږۍ ملهم كېدم خو مخامخ اسد جان دومره ظالم وختو چې ماته ئې دهغه هډو يو پړق ونه ښودلو او زه په دې پوئ نه شوم چې ده ته څومره درد رسيدلے دے اخر زما دننه ناست خپل دويم سړي زه دومره ملامته كړم چې تاسو ته بيخي حال نه شم وئيلے ګنې نو بيا به په تاسو هم څه چل وشي. 

اسد جان دانش ساپے نه يوازې دپښتو ژبې ناوياته كتابونه چاپ كوي خوندې كوي ئې بلكه دے يو شاعر هم دے ښه شاعر دے او كه بد دا فيصله زه نه شم كولے خو لكه د شاعرانو په شعرونو پسې نخښلي نه چاپ كوي ئې نه، كه څه ئې په زړه كښې راغلل شعر ئې كړو خو سمه ده ګنې نو نثر خو ورنه چاوړے نه دے او بيا ددهٴ ظالم نثر خو هم د شعر نه كم نه دے چې كله په فيس بک كښې چا پسې په ليكلو شي نو بيا يو خدائ به ئې خلاصوي چې ديو سړي د شخصيت رنګونه هله مخې له راځي چې كله دې هغه سره څه مامله راشي او يا ورسره چرته په سفر وځې زه دانش سره بره پښتونخوا ته ډېر ځله تلے يم ما په هر ځل كښې دا باغ و بهارشخصيت خفه نه دے ليدلے  او نه ئې بل څوك  خفګان ته پريښې دےدا ددهٴ فطرت دے چې غم ځان ته نزدې هم نهٴ راپريږي نه خپله تندے تريو ساتي او نه دبل په ټنده كښې ګونجے ليدے شي په لغمان كښې ئې دپښتو ژبې او ادب دودې دپاره يو لوئے ادبي او فرهنګي مركز جوړ كړے دے چې پكښې وخت په وخت مخلتفې ادبي غونډې كيږي او دلرې او برې پښتونخوا نه پكښې دپښتو پتګان ډېر په مينه ګډون كوي او دے چې كوم ميلمه ته هم ګوري من من غټږي او زهٴ چې دهٴ ته ګورم نو سوچ مې واخلي چې اسد ظالم زړيږي په دې نه،چې دے څومره غونډې جوړ وي او په دې بنډارونو څومره تاوان كوي هم دومره دے خوشحاليږي او عمر ئې زياتيږي او دارښتا هم دي چې هر غونډه دهٴ ته يو نوے ژوند او نوے توان وربخښي.

ګل دادا كه ادبي او علمي غونډې جوړ وي اوكه كتابونه چاپ كوي چې څه ګټي دپښتو دسر نه ئې لكه د ماتې كټوې تاووي  او لكه د سپيلنو ئې  لو ګے كوي اوس اوس چا راته وئيلي دي چې لكه نور ئې دټوقو ټقالو نه توبه ويستې ده په دې چې دحج مبارک سفر ئې اوكړو او څوک چې دا بختور سفر اوكړي نو هغه دګناهونو نه داسې پاک شي لكه څنګه چې دمور د ګيډې نه پيدا پاک او معصوم وي خو زما خيال نه راځي چې ګل دادا بدل شوے وي ځكه چې دے خو مخكښې هم پاک او معصوم ؤ دچا ملاسته غوا ئې هم نه وه پاڅولې او كه دے په دې غمژن او ويرژن چاپيرچل كښې خپل ځان سره بل هم خوشحاله ګوري نو دا كه ګنا وي نو خدائ پاک خو دې د داسې ګنګارانو نه  ټوله  پښتونخوا ډكه كړې زما په خيال دے يو ژوندے بنيادم دے د ژوند سره ئې تل مينه كړې ده خپله ئې ژوند خوښ دے او خپل ټول ملګري هم ژوندي ليدل غواړي ځكه ئې نه څوک په خبرو بد ګڼي او نهٴ ئې په نيت شک كوي

-
بېرته شاته