(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د حزب اسلامي وروستی امتحان

[30.Apr.2017 - 22:20]

د حزب اسلامي وروستی امتحان

لیک: ډاکټرفیض محمد  ځلاند

سیاسي ګوندونه، رهبران په کړو وړو پیژندلی کیږي. تر ډېره، د ګوندونو او رهبرانو په خبرو، ژمنو د خلکو د باور کچه ټیټه وي، په ځانګړې توګه په وروسته پاتې هیوادونو کې، چیرته چې سیاسي بحرانونه د ګڼو کړنلارو، ژمنو، پرېکړو د عملي کیدا مخه نیسي، سیاسي ګوندونه پیکه کیږي، رهبران په کې تر ولسي ملامتۍ لاندې ژوند کوي. له دې امله، سیاسي ګوندونو، مشرانو ته له خبرو زیات د عمل، کړو، وړو اړتیا لیدلی کیږي.

 

حزب اسلامي د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ تر ټولو ډېر اغیزمن، پیاوړی او ځواکمن سیاسي بهیر ګڼلی کیږي، د حزب اسلامي کردار په افغان جهاد کې تر هر بل ګوند ډېر ځواکمن و، سره له دې چې د حزب اسلامي د ګوند وجودي فلسفه هم لکه د نورو جهادي تنظیمونو په څیر د شوروي په خلاف له جهاد سره تړلي ده، دا ګوند لا هم د سیاسي ژوند د دوام، ځواکمنولو، اغیزمنولو د پاره د نړیوالو سیاسي تیوریو له مخې کومه روښانه تګلاره نه لري. د حزب اسلامي ګوند د کړنو، سیاست او لیدلوري تر ټولو اغیزناک بهیر د مصر د اخوان المسلیمن سیاسي دوکتورین ګڼلی کیږي. کیدی شي، د دې ګوند مشرانو ته هم دا اړتیا ورځ تر بلې ارزښتناکه معلومه شي چې دوی ته په کار دي چې د خپل سیاسي ژوند تګلاره، شعار، ګوندي مانفیسیت له سره لیکلو او یا کم تر کمه د بیا ځلې کتنې اړتیا وي، تر څو د وخت اړتیا په نظر کې ونیولی شي، د خپلو ملاتړو ستونزې حل او د ولسي مبارزې ته پیاوړتیا وبښي.

انسانان تر خپله وسه پړه بللی کیږي، څومره چې یو څوک ځواکمن وي، اغیزمن وي، پیاوړی وي په هم هغه کچه یې د ملامتۍ، پړې او ناسوبتیا کچه لوړه وي، نو ځکه د پیښې په لیډرشپ ( Event Leadership) کې چې د پخواني شوروي د یرغل پېښه وه، د کورنیو جګړو پېښه وه او دارنګه اوس د ګران وطن د غمېزې پېښه ده د حزب اسلامي مسولیت له هر بل چا ډېر دی. د پیښې لیډرشپ تیوري حکم کوي چې په پیښه کې د مثبت کردار، د خلکو د باور د ترلاسه کولو بریالي هڅه، ژمنتوب او ولسي ګټو ته پام له یو سیاسي حرکت یا شخص څخه د ټولنې د ريښتوني رهبر د جوړیدو دلیل ګرځیدای شي، د حزب اسلامي د مشر وروستي را ښکاره کیدا سره له دې چې د ملي وحدت حکومت ورسره  کړې ژمنې نه دې پوره کړي، په ګڼو مسلو کې د ملي وحدت مشران په کې پیکه ښکاري، دا په ګوته کوي چې د دې حزب مشر د پیښې مدیریت ( Event Management) ته را دانګلي دي.

 

ښاغلي حکمتیار سره مې په لنډه لیدنه کې د روان بحران د حل تعهد ولید، په روښانه ټکو کې راته وویل چې کار په کار دی، ګډ کار، له ګڼو هغو اړخونو سره چې په ګران وطن یې زړه خوږیږي، د دې وطن بچیان دي او غواړي چې روانه ستونزه حل شي. د داسې هوډ څرګندول عملي ګامونو ته اړتیا لري، چې تر ټولو د مخه د پراخ بنسټه افغاني سولې را منځته کولو ته له زړه کار په کار دی، دا کار باید د ولس په منځ کې، د ولس تر څنګ وشي. د حکومت په اډانه کې ګڼ کسان، کمشنکاران، ډلې ټپلې شته چې جګړه ورته د اقتصاد او سیاسي ژوند د دوام اساسي حل ښکاري، د افغان شموله دولت جوړیدا ورته د خپلو بادارانو په تاون عمل ښکاري، دوی جګړې ته کار او زیار ویلی، له دې امله دا ډلې باید په ولسي فشار خنثی کړای شي.

 

دویم دا چې ښاغلی حکمتیار او ګڼ ملګري یې باید د ګوند (د حزب اسلامي ګوند) له تنګ او محدود چوکاټ څخه بهر را ووځي، دوی باید له ټولو سیاسي ګوندونو، روڼ اندو، مدني ټولنو او رسنیو سره ګډ کار وکړي تر څو وکولای شي طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای کړي، د روان فاسد سهامي شرکت څخه افغان ولس خلاص کړي، حتی د ټولنیز عدالت د رامنځته کولو د پاره د نوي سیاسي تعریفونو، بنسټونو رامنځته کولو ته ګډ کار وکړي.

 

دریم ډېر مهم ګام د ځینو حادو ستونزو په اړه د حزب اسلامي د ګوند د نظر ښکاره دریځ دی چې تر ډېره بریده ورته نن ښاغلي حکمتیار په خپله وینا کې اشارې درلودي. د ملي یووالي اساسي بحث چې پرته له توپیره باید ټول ټبرونه په ګران وطن کې ژوند وکړي، د ملي هویت ( افغانیت) مسله، په پیژند پاڼو کې د افغانیت ذکر، د پاکستان، ایران او لویدیځ د لاس وهنو بحث، د بیګناه افغانانو وژنه، د بمونو د مور، د بې پيلوټه الوتکو بمبار، د شپنیو عملیاتو دوام، د باګرام او ګڼو نورو پټو بندیخانو شتون، د زرګونو بندیانو بې سرنوشته ساتل، د هغوی دوسیو نه څیړل، د ملي ترمنیالوژۍ څخه کلکه دفاع.

 

د پورته لومړیتوبونو تر څنګ د حزب اسلامي مشر پخپل ګوند کې له ځینو ویشلو او سرکښو کسانو سره مخ دی، چې د ګوند د دریځ د پیاوړتیا د پاره په کار ده چې ښاغلی حکمتیار د حزب چوکاټ د نوي عصر د اړتیا له مخې را جوړ کړي، ګڼو جهادي تنظیمونو خپل ګوندي فعالیتونه تر خپلې کورنۍ ( زامنو، وروڼو) پورې محدود کړل چې په ټولنې کې له کرکې او رټنې سره مخ شول، حتی خپل پلویان ترې وګرځیدل، له دې امله، د حزب اسلامي د نوي لیډرشپ د جوړولو، روزلو او تنظیمولو وخت هم را رسیدلی چي په هغه کې باید له مشرانو سره یو ځای ځینو ځوانانو ته د روزنې زمینه برابره شي.

 

د حزب اسلامي د پاره به تر ټولو ستر ګواښ د ګوند په داخل کې د محافظه کارو مشرانو او افراطینو ځوانانو مدیریت کول وي، چې په دې برخه کې باید له سیاسي حکمت څخه کار واخیستلی شي. د حزب اسلامي د مشر د خبرو ځینې برخې چې د جګړې د تشدید، د سولې د بهیر په وړاندې د خنډونو د جوړیدا سبب کیدی شي، باید له سره وارزولی شي، تر څو موږ وکولی شو د پراخ بنسټه افغاني بهیر په مټ د سولې کاروان تر منزله ورسوو. دا هر څه د حزب اسلامي د ګوند، په ځانګړې توګه د ښاغلي حکمتیار د وروستي امتحان په توګه وړاندې کوم، ځکه چې په سیاست کې له فرصتونو معقوله ګټه، تر ټولو غوره او منطقي سیاسي تګلار ده، که د پخوانیو ستونزو تکرار را پیښیږي، دا ګوند به د تاریخ د تکرار برخه وګرځي.

 

یا رب توفیق

- ډاکټرځلاند
بېرته شاته