(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشال خان ولې ووژل شو ؟

[15.Apr.2017 - 12:07]

مشال خان اخر داسې څه کړي وو چې اوژل شو ؟

لیک: رحمان بونیری

د مذهب د سپکاوي په بې ثبوته تور وژل شوي مشال خان اخر داسې څه کړي وو چې په ډېره بې رحمۍ قتل کړې شو؟ هم د دې سوال په لټون کې ما اول د مشال خان د فېس بک پاڼه ولټوله، بیا مې د هغه د پلار، ملگرو او استاذانو بیانونه واوریدل او د مشال ریډیو او خیبر ټي وي سره مې د مشال مرکې واوریدلې-

داسې معلومیږي چې مشال خان یو روښان فکره، جمهوریت پلوه، او تصو ف مننونکې ځلمی ؤ- دهغه د مرکو اوریدلو څخه داسې هم بريښي چې مشال خان او د هغه ځيني ملگري په عبدالولي خان پوهنتون مردان کې د پروفیسرانو او انتظامي مشرانو څخه خوشحاله نه وو او وخت په وخت به یی د هغويي په ضد احتجاجونه هم کول-

مشال خان په یوه مرکه کې د پښتو ژبې ټي وي چینل خیبر ته وايي " طالب علمان د استادانو نه شکایت لري غټه وجه دا ده چې په شلم مارچ وایس چانسلر ډاکټر احسان علي تلی دی او وس بل څوک نشته دی، ځمونږ مطالبه دا ده چې مونږ له وایس چانسلر راکړې شي" مشال خان په دغه مرکه کې وايي دلته داسې پروفیسران هم شته دی چې په دوه دوه عهدو کار کوي-

مشال هم په دغه مرکه کې یو بل شکایت د زیاتو فیسونو کوي "په نورو سرکاري یونیورسټیانو کې لس زره او اووه زره فيس دی او دلته پينځویشت زره دی"

مشال خان د مشال ریډیو همکار اسرار مومند ته په یوه مرکه کې ويلي وو چې د صوفیانو کتابونه لوستل یې خوښ وي خو نور کتابونه هم گوري " ما د کارل مارکس کتابونه لوستي دي. په بچپن( وړوکولي) کې به مونږ ته وئیل کیدل دا کتابونه مه لولئ ،ځکه چې دا کتابونه ښه نه دي" خو مشال بیا وايي دغه یوه ناسمه پروپیگنډه وه "دغه کتابونو کې د سوشل اکنامک سسټم ، ټولنيز اقتصادي نظام باندې بحث شوی دی"

مشال خان په خپل فیسبک لکه د نورو پښتنو ځلمو یا د فیس بک پاڼه لرونکو په شان په یو انداز کې وخکلي تصويرونه ورکړي دي. په یو تصوير کې لیدل کیږي چې ډول (ډولکې) یې په غاړه کړی دی، په یو بل تصو ير کې ېې د انقلابيانو په رنگ یوه سره ټوپۍ یې په سر ده-

مشال خان په خپل فیس بک په 27 مارچ ليکلي " څومره څومره چې زه د خلکو په خویونو پوهیږمه دومره دومره مې د خپل سپي سره مينه سوا کیږي"

هغه په خپله پاڼه یو بل ځای ليکلي " زما او ستا په منځ کی فرق بس هم دغه دی چي زه خپلې خامئ په ځان کي وینم اومنم يي هم خوته د هیندارې نه مخ اړه وې"-

یو بل ځای یې د وتلي پښتون ملت پاله شاعر سیف الرحمان سلیم یو شعر ليکلی دی "ما په دار کړۍ چې منصور خلقو ته یاد شي - موده اوشوه څوک په دار نه دي ختلي"

ډیوه ریډیو ته د هغه یو استاد د نوم نه ښودلو په شرط اوویل دا ټولې خبری د یو قام پرست پښتون د روزانه ژوند عامې خبرې دي-

په فیس بک د چا په نوم پاڼه جوړول او د هغه تصوير ورکول څه نوې خبره نه ده- مشال یو ځاي په خپله پاڼه ليکلي "زما په نوم جعلي پاڼه جوړه شوې ده چې هم زما د بد نامولو لپاره ده"

په تیره څه موده کې په پاکستان کې ځيني ښي اړخو گوندونو شکایتونه کول چې په فرضي نومونود پاڼو څخه په مذ هب بې ځایه ټکونه کیږي-

هم ددغه اعتراضونو وروستو د پاکستان یو عدالت سږکال د مارچ په میاشت کې حکومت ته امر کړی ؤ چې په فیس بک دې د اسلام د سپکاوي د موادو مخه ونيسي گني په پاکستان کې دې فیس بک بند کړي

د پاکستان په سرښاراسلام اباد کې دهائیکورټ مشر قاضي شوکت عزیز صدیقي په ټولنیزو رسنیو د مذهب د سپکاوي د قضيې د اورونې په وخت ويلي وو"دکله نه چې یې په ټولنيزو رسنیو د مذهب د سپکاوي مواد ليدلي دي خوب ورله نه ورځي "

د پاکستان د داخله وزارت چارواکو عدالت ته په ځواب کې ویلي وو د پاکستان په خواست فیس بک د مذهبي د سپکاوي نزدې 58 فيصده مواد د ټولنیزو رسنیو څخه لرې کړي دي. د پاکستان ددغه دعوې تصديق فیس بک نه دی کړی-

په پاکستان کې دوه میاشتې پخوا شپږ بلاگ ليکونکي بې درکه شوي وو خو بیا څو ورځې پس ناڅاپه خپلو کورنو ته ورسیدل – د پاکستان مطبوعاتو ویل په دغو ټولو بلاگ ليکونکو د مذهب د سپکاوي تورونه دي- د یو بلاگ ليکونکي عاصم سعيد پلار غلام حیدر رایټرز خبري ادارې ته ويلي وو ځوی ورله د پاکستان استخبارتي ادارو نیولې ؤ. د پاکستان پوځ په دې حقله څه وضاحت نه دې ورکړې

په پاکستان کې په ټولنيزو رسنیو وخت په وخت د مذهب او مذهبي شخصیتونو سره د مينې د اظهار سره سره "منکيرينو" ته د مرگ دړکې هم ورکول کیږي- د مشال خان د وژلو سره سم هم په مردان کې یو تن په خپل فیس بک وليکل " د رسول د گستاخ یوه سزا- سر یې له تنه جدا- سر یې له تنه جدا "

د بشري حقونو فعالين وايي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون موجود دی خو ددې د غلط استعمال کونکو خلاف قانون نشته دی – یو مذهبي قانون پوهه قبله ایاز وي او ای ډیوه ته ويلي دي ځيني مذ هبي مشران غواړي چې د پاکستان د مذهب د سپکاوي په قانون کې داسې اضافه وکړي شي چې څوک ددې غلط استعمال کوي نو چې سزا ورته ورکول ممکن وي-

په پاکستان کې د کيڼ اړخه گوند پيپلز پارټۍ په شتمنه صوبه پنجاب کې گورنر سلمان تاثير خپل محافظ ممتاز قادري په ډزو وژلې ؤ – سلمان تاثیر د مذهب د سپکاوي په قانون کې د بدلون غوښتنه کړې وه-

ممتاز قادري ته د تیزندۍ وروستو د زرگونو په شمېره کې خلک راجمع شوي وو او اوس یې په سر ښار اسلام اباد کې یو لوی مزار جوړ شوی دی- ځيني څیړونکي دا هم وايي چې د ریاست طاقتوره ادارې دغه قانون د خپلو مخاليفينو د خاموشه کولو لپاره هم کاروي-

د مردان پوليس وايي په مشال خان پينځه سوه کسانو حمله کړې وه او تر شلو زیات کسان یې نیولي دي- پوليس وايي د مشال خلاف داسې څه ثبوت نشته دی چې هغه د مذهب سپکاوی کړې وي-

د مشال خان پلار محمد اقبال اقبال یو شاعر دی او د خپل ځوي د وژنې زمه وارد ریاست نظام گرځوي ، هغه وايي " دا دظلم انتها ده چې مړ یې هم کړې او تور پرې هم پورې کړې" خو محمد اقبال اقبال د خپل ځلمي ځوي د خیالاتو نه مطمینه ښکاري دې وايي "دلمر پلوشې څوک په زنځيرونو نه شي تړلې"

دغه راز ملاله وایي"د مشال خان نه بلکې د اسلام د پیغام جنازه پورته شوې"

ملاله یوسفزئ د ټولو پښتنو نه غوښتنه کړې چې هغوئ باید خپل مذهب ، قدرونه ، تهذیب اؤ پښتونولي وپیژني

د ټولې نړۍ دپاره د ملګرو ملتونو د امن پیامبرې اؤ د جینکو دتعلیم دپاره په مبارزه بوختې ملالې یوسفزئ د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي پښتون طالبعلم مشال خان وژنه د وحشت ډکه پیښه ګرځولې ده.

هغې دپاکستان په ټولو سیاسي ګوندونو اؤ ریاستي ادارو غږ کړی چې په دې پیښه باید غلي پاتې نه شي ، د امن اؤ انصاف دپاره راوړاندې شي اؤ د مشال خان کورنۍ ته دې انصاف ورکړي

ملاله یوسفزئ وایي “دا دمشال خان جنازه نه ده پورته شوې بلکې زمونږ د مذهب اسلام د پیغام جنازه وه”

پخپل یو ویډیو پیغام کې نوبیل انعام ګټونکې ملالې یوسفزئ ویلي "مونږ خپل قدرونه، روایات اؤ د مذهب اصل پیغام هیر کړی اؤ د خپل مذهب سمه ترجماني یا استازیتوب نه کوو”

هغې زیاته کړې چې “مونږ د نورو هیوادونو نه ګیلې کوؤ چې مونږ بدناموي خو په حقیقت کې هیڅوک داسې نه کوي ، مونږ چې دا پخپله څه کوؤ دا داسلام بدنامولو دپاره پوره دي”

په دغه پیغام کې ملاله یوسفزئ د ټولو پښتنو نه غوښتنه کړې چې باید خپل مذهب ، قدرونه ، تهذیب اؤ پښتونولي وپیژني اؤ ویلي یې دي دغه هرڅه مونږ ته د صبر اؤ امن پیغام راکوي.

نوموړي ویلي پاکستان کې هر وګړي ته د امنناکه ژوند کولو حق ترلاسه دی خو که داسې مونږ یو بل وژنو نو هیڅوک به محفوظ پاتې نه شي .

د مردان د عبدالولي خان یونیورسټۍ د ژورنالیزم د څانګې زده کوونکی مشال خان دوه ورځې وړاندې د یونیورسټۍ دننه په سوؤنو قهریدلو مظاهرینو د مذهب د سپکاوي په تور وژلی .

خو د مشال خان پلار ښاغلي اقبال وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي چې د هغه زوئ په مذهب نه په نظام نیوکې کولې اؤ له دې امله وژل شوی.

د مردان د پولیسو مشر ښاغلي عالم شینواري هم د مطبوعاتو ته ویلي چې د مشال خان د وژنې لمړنۍ پلټنې ښایي چې هغه د مذهب هیڅ سپکاوی نه دی کړی.

بلخوا ملګرو ملتونو د مردان په عبدالولي خان یونیورسټۍ کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي طالب علم مشال خان په وژنه خفګان ښودلی اؤ ویلي یې دي پاکستان دې د مشال خان قاتلانو ته سزا ورکړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو سیمه ایز رابطه کار یا کوارډینیټر نیل بونی د مشال خان ځکه ډیره زوروونکې ده چې هغه په یوه تعلیمي اداره کې د خپلو طالبعلمانو دلاسه وژل شوی .

مشال خان د صوابۍ د زیدې سیمې سره تعلق لرونکی ځلمي وؤ چې د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ کې یې د ژورنالیزم په څانګه کې زده کړې کولې .

دوه ورځې وړاندې ددغه پوهنتون په سوؤنو نورو طالبعلمانو په هغه د مذهب د سپکاوي‌ تور ولګولو اؤ په وهلو وهلو یې ووژلو.

پخپل یو بیان کې ښاغلي بونی ویلي د مشال خان وژنه د کروړونو نورو محصلینو دپاره هم د بدنامۍ وړ ده اؤ کوم خلک چې په دغه وژنه کې ککړ دي دپاکستان حکومت ورته باید سخته سزا ورکړي.

د ملګرو ملتونو رابطه کار زیاته کړې ده چې پاکستان د ملګرو ملتونو د بیلابیلو تړونونو غړی دی اؤ دغړي په توګه به ورته راتلونکي کې دداسې پیښو مخه نیول وي.

خو د ملګرو ملتونو ددغه لوړ پوړي چارواکي لخوا پاکستان نه د مشال خان قاتلانو ته د سزا ورکولو دغوښتنې ترڅنګ هم په مردان کې پرون متحده دیني محاذ په نوم د پاکستان د بیلابیلو مذهبي ګوندونو د مشرانو اؤ محصلینو په یوه غونډه کې د پاکستان د حکومت نه غوښتل شوي چې د مشال د وژنې په تور نیول شوي طالبعلمان خوشي کړي.

په ټوله نړۍ کې چې د یوې تعلیمي ادارې دننه یوازې د تورونو په اساس د مشال خان په وژنه نیوکې اؤ دخفګان څرګندونې روانې دي دغو مذهبي ګوندونو مطبوعاتو ته لیږلي بیان کې د مشال خان په وژنه افسوس خو نه دی ښکاره کړی خو ویلي یې دي چې یونیورسټي کې د توهین رسالت پیښه دغندلو وړ ده.

په عیني حال کې د مردان د پولیسو مشر یا ډي ایي جي ښاغلي عالم شینواري مطبوعاتو ته ویلي چې د لمړیو پلتڼو نه داسې هیڅ شواهد مخې ته نه دي راغلي چې ګنې مشال خان د مذهب سپکاوی کړی دی.

دخیبرپښتونخوا صوبې وزیراعلي هم د مشال خان د وژنې د پیښې د قضایي محکمې له لوري د پلټنو(جوډیشل انکوائرۍ) امر کړی اؤ ویلي یې دي چې د هغه په وژنه کې تورنو کسانو ته به داسې سخته سزا ورکړل کیږي چې راتلونکي کې به دخلکو دپاره سبق وي.

د مشال خان د وژنې ایف ار کې د شلو کسانو په ضد شوی چې پکې اته نیول شوي کسان د خالي په ورځ محکمې ته وړاندې کړل شوي اؤ پولیس وایي چې د نورو د نیولو دپاره چاپې وهي (سورس :ډېوه راډیو)

- رحمان بونیری
بېرته شاته