(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

استاد روهي چې ماپيژانده

[15.Apr.2017 - 09:32]

هغه ستر ادیب او لیکوال چې ما له نږدې پيژانده 

لیک: ډاکټر لطیف یاد 

نن دپښتو ژبې او ادب دهغه ستر لیکوال په اړوند تاسو ته یو څو کرښې لیکم چې هغه مې له نږدې پیژانده . ورسره کښیناستلی وم او دده خوږې خاطرې راسره دي او دده دعلمي خبرو نه مې ډیره ګټه اوچته کړې ده . دغه ستر شخصیت ارواښاد استاد محمد صدیق روهی دی. نوموړی د۱۳۱۳ لیږدیز کال کې دخوست ولایت اړوند دحیدرخیلو په سموات کې دمحمد حسین خان په کور کې زیږیدلی واو لاوړوکی ماشوم وچې دمور اوپلار د خوږې مینې بې برخې شو او پلار او موریې یې وفات شول.ده خپلې لومړنۍ زده کړې داسماعیل خیلو او مندوزیو په لومړني ښوونځي کې سرته رسولي دي او بیا وروسته یې نورې زده کړې دخوست په سړبن لیسه ( های سکول) کې تر سره کړي دي . بیا دکابل په عالي دارالمعلمین کې شامل شو او کله یې چې دارالمعلمین پای ته ورساوه دکابل پوهنتون دادبیاتو په پو هنځي کې شامل شو او کله چې ددغه پوهنځي نه فارغ شو ورپسې په ۱۳۴۷ لیږدیز کال دلوړو تحصیلاتو لپاره بیروت ته ولیږل شو او دبیروت په امریکن يونیورسټي کې یې د خپلې دماسترۍ ( ایم .ای) سند ترلاسه کړ. باید زیاته کړو چې ده د دارالمعلمین داستاد ، د کابل دپوهنتون داستاد ، د پښتو ټولني علمي غړی او بیا وروسته دمحمد داودخان په واکمنۍ کې دپښتو ټولنې دمشر په توګه وټاکل شو او دغه دنده یې د۱۳۵۷ دثور تر اوومې نیټې پورې په ډیره ښه توګه سرته ورسوله . وروسته دافغانستان دعلومو اکادمۍ علمي غړی شو او هم دافغانستان دلیکوالو دټولنې مرستیال واو دلیکوالو ډتولنې له خوا ورته د( کارمند شايسته فرهنگ) لقب ورکړل شو ، ده د(خوشال بابا )په نامه یوه فرهنګي ټولنه هم جوړه کړه چې دهغې په برکت یې ډیر علمی سیمینارونه جوړ کړل او ډیر پښتو کتابونه یې چاپ کړل.ده دافغانستان په علومو اکيډیمۍ کې دکاندید اکیدیمیشن علمي رتبه درلوده . 

زه لا په ښوونځي کې وم چې دارواښاد استاد محمد صدیق روهی مقالې به مې لوستلې . دده زیاتره مقالې دکابل په مجلې ، اریانا مجلې ، پښتو مجلې او وږمې مجلې کې چاپیدلې .

روهی صیب دخپلې مورنۍ ژبې نه پرته په فارسي او انګریزی ژبو هم ښه پوهیده . دده دیو شمیر چاپ شووکتابونو نومونه دادي :

۱-د دڅېړنو ﻻرښود – پښتو ټولنه د ١٣٥٤ .ه.ش کال چاپ

۲-پښتو په بېلگه کې – پښتو ټولنه د ١٣٥٧ .ه.ش کال چاپ

۳-ادبي څېړنې - پښتو ټولنه د ١٣٦٠.ه.ش کال چاپ

۴-د ژبې ښودنې مسألې – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦١.ه.ش کال چاپ

۵-د ادبي او فولکلور په باره کې د چاپ او خپرولو دولتي کمېټه د ١٣٦٥.ه.ش کال چاپ

۶-پښتو معاصر ادبيات- د ماستری دورې له پاره کابل پوهنتون د ١٣٦٧.ه.ش کال چاپ

۷-فولکلور پېژندنه – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦٥ .ه.ش کال چاپ

۸-د روښاني غورځنگ ماهيت – نا چاپ

۹-د دوولسم ټولگي له پاره د ادبياتو تاريخ نا چاپ

۱۰-شعر پېژندنه – د ناهيد کتاب خپرولو موسسه د ١٣٧٥ .ه.ش کال چاپ د ﻻهور چاپ

۱۱-جنگ داخلی افغانستان چگونه پايان خواهد يافت؟ د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنه د ١٣٧٥.ه.ش کال چاپ پيښور 

۱۲-رنگين تعبير – د دانش کتاب خپرولو موسسه پېښور – ١٣٧٧ .ه.ش کال چاپ

داستاد روهي شخصیت : 

دارواښاد استاد روهي که هرڅومره ستاینه وکړم بیا به هم لږه وي . استاد روهی یو دروند ،مهذب او عالم انسان و . خپله پښتوژبه او خپل پښتانه پرې ګران وو . دی یو خوش مزاجه او دښه کړو وړو او ښه چلند خاوند و. تل به یې په خولې مسکا خوره وه او دهر چا سره به یې په درناوي سره چلند کاوه ، هیڅ دول تعصب یې نه درلود.په علمي محافلو کې به یې خپل پراخ نظرونه څرګندول او د پیاوړي منطق خاوند و.

ما چې کله دافغانستان دعلومو اکیډیمۍ دپښتو څیړنو په نړیول مرکز کې دعلمي غړي په توګه کارکاوه نودی هم هغه وخت دافغانستان دعلو مو اکیډیمۍ دژبو او ادبیاتو په مرکز کې دپښتو ژبې او ادب دڅانګې مسئول و. که څه هم زه ډیر کشروم خو کله به چې داستاد روهي دفترته لاړم نو دغه ستر شخصیت به دخپله ځایه ودرید او په ډیر اخلاص سره به یې زما سره روغبړ کاوه . کله کله به مې چې دیوې مسالې په اړوند ترې پوښتنه کوله په ورین تندي به یې ځواب راکاوه او ویلای شم چې دی دسترو اخلاقو یوه غوره نمونه او بېلګه وه .

یوه ورځ دهند نه ډډیلي پوهنتون یو پر وفیسر چې محمد اسلم خان نومید دافغانستان دحکومت په بلنه افغانستان ته راغلی و او زه دهغه میلمه پال وم ، روهي صیب په خپل کور کې چې په لومړي مکروریانو کې و هغه ته یوه میلمستیا جوړه کړه په دغه میلمستیا کې استاد رهنورد زریاب هم ګډون کړی و. وروسته چې زه او پر وفیسر اسلم خان دهغه له کوره ووتلو نو هغه هندي استاد راته په لاره کې وویل چې دی داستاد روهي دستر شخصیت او دده دعلمي پوهې او درایت تر اغیزې لاندې راغلی دی او بیا کله چې په ډیلي کې وم نو تل به یې داستاد روهي په اړوند رانه پوښتنه کوله او ماته به یې ویل که دهغه سره دې اړیکه ونیوله نو زما درناوی او احترامونه به ورته وړاندې کوي .

استاد روهي په ۱۳۷۰ زیږدیز کال کې ناروغه شو . لومړی هندوستان او بیا روسیې ، اوکراین او په پای کې جرمني ته لاړ ، خو هلته په جرمني کې یې د۱۹۹۶ زیږدیز کال دمی په میاشت کې کې یې ددې نړي نه سترګې پتې کړې او دده جنازه د هغه هېواد د مونشن گلا دباخ په ښار کې امانت خاورو ته وسپارل شوه او په دې توګه دپښتو ادب یو نامتوستوری دتل لپاره ولوید.

ما چې په هند کې دهغه دمړینې خبر واورید سخت خوا شینی شوم او دده مړینه مې د پښتو ژبې او ادب لپاره یوه ستره ضایعه وګڼله . دده جنازه وروسته بیا له هغه ځایه په ډیر درناوی سره افغانستان ته راوړل شوه او په خوست کې په خپلې پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارله شوه . 

داستاد روهي نه دوه زامن او دوې لوڼې پاتې دي چې ټول یې لیکوال او دخپل ویاړلي پلار ارواښاد روهي په پلونو یې پلونه ايښودلي دي چې په هغو کې د ښاغلي ډاکټر خوشال روهي ، ښاغلی اجمل روهي او ددوی دخور آغلې زرمینه روهي نومونه دیادولو وړدي . 

دخوشالۍ ځای دي چې په خوست کې دارواښاد استاد محمد صدیق په نامه يوه علمي ټولنه شتون لري چې دده ویاړلی نوم یې ژوندی ساتلی دی ، همداراز داستاد په نامه یو بريښنايي سایټ هم شته چې روهي نومیږي . 

دارواښاد استاد روهي اروادې ښاده او یاد دې تل تازه وي !

 
- لیک: ډاکټر لطیف یاد
بېرته شاته