(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه سره حکومتولی

[10.Apr.2017 - 12:42]

دوه سره حکومتولی

لیک: رڼا ګل  اریوبزی دکابل پوهنتون پخوانی استاد[email protected] 

فساد یوه داسی جاذبه قوه لری چی دجان  کری په فرمان کی انځور شوی دوه سره حکومت هم دوو سرو ته نه پریږدی،نور غټ اوواړه سرونه را پاروی او دسیالی ډکر ته یی داخلوی. پدی معامله کی اشرف غنی پدی فکر کی و چی سر یی په اساسی قا نون کی دعبداله تر سره یو څه معتبر دی او عبداله به دامنی که دقانون سره ډغری نه وهی.عبداله عبداله دا مفکوره بیخی ونه مله.ده ویل چی دجان کری په فرمان کی زما سر دغنی دسر سره له سره برابر دی،نه بهتر دی نه کمتر دی او د جان کری فرمان خو داساسی قانون نه څو ځله زوروردی.تر هغو به نیغ نیغ کیږم او ګواښیږم تر څوچی دغنی دسر سره دخپل سر برابر حق ته ورسیږم.دحکومت پدی دوره کی عبداله یوازی په همدی ټکی لګیا دی،بل کار یی معلوم نه دی ،دغنی سره په دعوا دی.

دسرو پدی غوغاکی،له تشنج ډکه فضاکی ضیا مسود هم را بیدار شو او ولاړ شو،په لوړاواز یی وویل چی که چری انصاف وی نوټول به دا منی چی زما سر دټولو سرونو سر ور دی،دنظار شورا نه دراګوښه کیدواو دمقام لپاره دغنی دټیم سره دیو ځای کیدو داسی ډرامه بل سر جوړولی نشی او دسواد په دومره کمه کچه دی مقام ته رسیدلی نشی.هیڅ سر زما دسر په شان ښه حکومتولی تنظیمولی نشی،پنځه پنځوس ملیونه ډالره په یوه بکس کی ځایولی او د دوبی له بندره تیرولی نشی.

دضیا مسود خبری لا سرته نه وی رسیدلی چی دوستم په غړمبهار شو،له خماره رابیدارشو،سخت په قار شو او ویی ویل چی هر سر باید خبر شی او که نه خاوری به یی په سر شی چی زما سر تر ټولو سرو غټ دی او هم کلک دی.کم زیات څلوښت کلونه کیږی چی جنګیږی،له جنګ نه ستړی کیږی،به وژلو نه مړیزی،په جګړو کی نه ماتیږی ،نه خوږکیږی او بل سر ته نه ټیټیږی. ایشچی او اکبری می شخصی مال دی چی دا یی حال دی.زه د دوی خاوند د دوی څښتن یم،بل څه نه یم له تاریخه ګیلم جم یم.دا قاضیان، څارنوالان ټول احمقان دی چی زما اطاعت نه کړی،بی واکه بی اختیاره دلالان دی، دزرو او د زور چی غلامان دی نو زه ددوی بادار یم او دوی می چاکران دی او زما سره چی جنجال کړی کور یی وران دی،دایشچی په لور راوان دی.عطامحمد نور هم بیځایه نیغ نیغ کیږی، په لار کی می دریږی، له زده کړی دی بی برخی نه پوهیږی چی زما سر دارګ دکچی سردی او په ارګ کی هم اوسیږی او دده سر بی سر نوشته،ارزښت یی ولایت ته نه رسیږی،دا سر دی ارام کښنی او که نه زما دلاسه به ورکیږی.

عبداله چی په ارګ کی دسرونو جنجال وینی نوموسکی شی،په خنداشی،له میزه پدی خواشی،په میدان کی په نڅاشی او له ځان سره وایی چی دغنی دسر په وړاندی نور سرونه چی پیداشی،دغنی دسر ارزښت یو څه کمیږی،ارګ به ښکته کیږی اوسپیدار به پورته کیږی.دی لا ډوب دی رنګین خیال کی،دبوډی ټال کی زنګیږی هم ناڅیږی چی دعطا غږ یی تر غوږ شو،درنګین خوی نه راویښ شو،ویل یی ای پروردګاره اوس به څه چل کیږی.

عطامحمد نور په زغرده اعلان وکړچی سر یی تر ټولو قوی سر دی چی له یوی خوا ددوستم دغټ سر سره په ټکر دی او له بلی خوا همدا سر دی چی دعبداله سر یی دحکومت یو سرکړ او په واک کی یی د غنی دسر سره برابر کړ.اوس دده دسر له لاسه پریشان یم،په خپل کار ډیر پښیمان یم.زه دوه کاله سرپرست وم ،دی می له حاله نه خبریږی،زه دوستم سره په ټکریم،دی می څنګ ته نه دریږی.دعبداله سر ناشکره،ډارن،بی وسه او مذبذبه سردی،هیڅ شک نشته چی دا ډیر نامرده سردی او دنامرده سر ټک دلړم له ټکه هم بدتر دی.دا سر خو دحکومتولی په الفبا هم پوهیدلی نشی  اوداشرف غنی نه دجمعیت پنځوس سلنه حق غوښتلی نشی.ددی ټولو پایله داده چی زما لاره جدا اودعبداله لاره جدا ده،فیصله ده پټه نده برملا ده.

عبداله چی دعطا دا غوری پرړی واوریدلی «بابیزه»یی وګڼلی او ویی ویل چی دعطا کاواکه سرد پاملرنی وړ سرنه دی او داسر لا تر اوسه خبر ندی چی دنظار شورادجمعیت دمنځ غنچه ده،دمفسد وخزانه ده او عطا هلته چرته لری دڅنډی یوسړی دی،په دی چی نه پوهیږی،خبرنه یم چی دا سردی اوکه له خټو جوړ منګی دی.دارګ سره تګ راتګ کی ځانته نوی پلان جوړوی،نوم دجمعیت په خوله کی،ګټه دځان لټوی،دځان دسود لپاره نوی ملګری غواړی،نوی یاران لټوی.هلته په کندار کی یو بل زورور سر دی،داسر ځکه پخپل سردی چی دکرزی د لاس نیالګی دی،لکه چی نوم یی رزاق خان دی،دوژلو پهلوان دی او په فساد کی شین زمری دی.وایی چی رتبه یی جنرالی ده،وظیفه یی امنیه قو مندانی ده،خو په عمل کی هم څارنوال دی هم والی دی،هم قاضی دی اوهم مفتی دی.هر څه چی غواړی ،هغه کیږی، دا ټول عالم له ده ډاریږی،که څوک یی نه خوښیږی هغه شپه په شپه ورکیږی،بیا ژوندی نه پیدا کیږی.

دا خو ټول سرونه ندی چی می یادکړل،څه نور سرونه هم شته دسرونو په غوبل کی،پدی لیک کی نه ځاییږی،هر یو وبل ته ناست دی دسیالیو په مورچل کی،په چور نه سره جوړیږی،یوبل ته چی ګواښیږی،بل قانون،روزګار او کلتور نشته دوحشت پدی ځنګل کی،دغنی سر پکی ورک شو،دسرونو په یرغل کی،هیڅ تاٍثیر یی څرګند نشودغلو پدی محفل کی.

د کری  دغه پروژه،شوه بی شکله او بی مزه.نه دوه سره حکومتولی شوه،نه سیاسی نظام تری جوړشو،څه بی سره انارښی شوه،سپین سترګی غلواکی شوه،فاسدالطوایفی شوه،که پخوانی جنګسالاری شوه.اود کری داسی پرژه شوه چی په پښو دریدای نشی.په فساد کی دومره ډوبه ده چی ځان تری ایستی نشی،پدی رنځ چی څوک اخته شی،بیا تری لاس اخیستی نشی او فسا چی څوک شل شوټ کړی،له پښو پریوزی، دپردیو په منترو،په لښکرو او ډالرو دوباره جوړیدای نشی.داسی ښکاری چی امریکا هم اوس یو څه پوهیږی چی دفساد دغه امباریی اوږو بارشو،دعمل یی داسزا شوه دایی روزګار شو،نه پوهیږی چی منزل ته به رسیږی او که نیمه لار کی پاتی کیږی.دا حالت ډاکتر ځیرکیار په ځیر څیړلی دی او دی پایلی ته رسیدلی دی چی افغان دولت دامریکا داور پرتوګ شو،که یی اغوندی سوزیږی او که یی غورځوی شرمیږی چی لوڅیږی.

دا خو داسی ډرامه شوه چی یی پای نه اټکل کیږی،له ملکه دوزخ جوړ شو لوی واړه پکی سوزل کیږی،څوک الوزی په بمو،په توپونو راکټونو ویشتل کیږی،له اسمانه هم بمونه پر وریږی،وژل کیږی هم چور کیږی او کورونه یی چی ورانیږی بلی خواته وکوچیږی،له هرځایه شړل کیږی.څوک بحرونوکی غرقیږی،وږی تږی،بی  دوا اوبی طبیبه له رنځونو نه خلاصیږی.خدای دی ورک کړه ای فساده ملک دی وران کړ،رنګ مو ورک شه فاسدانو،دخاوری دلالانو،ستاسی خیټی نه ډکیږیږی،ولس ځکه تباکیږی.

 
- رڼا ګل اریوبزی
بېرته شاته