(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دموسیقۍ دروا ولي په هکله

[24.Jan.2017 - 10:47]

د ځینو علماووپه  اند د موسيقۍ په اړه 

لیک :محمد حسن حقيار 
دتفسير احمد مفسر اود نورالانوار ليکوال ملاجيون،  دمسلم شريف شارح  ، مشهور عالم  او دلسګونو ارزښتمنو  اثاروليکونکىامام محي الدين  نووي ، امام غزالي، امام ابن حزم ، قاضي ابوبكر عربي ،دعوارف المعارف  ليکوال او دتصوف  دسهرورديه  طريقې امام ، شهاب الدين  سهروردي،  امام الهند مولينا ابوالکلام ازاد  اودمشهور اوسمهالي ليکوال اوعالم مصطفى زرقاوي او ډاکټر يوسف قرضاوي  په څېر لسګونه علما دموسيقي او سماع درواوالي پلويان دي چې دځينو نظرونه  به په تفصيل سره ولولئ .    

ادفوي په خپل كتاب "الامتاع" كې ليكي، چې :" امام غزالي په خپلو ځينو فقهي كتابونو كې ليكلي دي، چې سندرې د موسيقۍ له الو پرته د ټولو په اتفاق سره روا دي". ابن طاهر وايي چې د صحابه و او تابعينو په اتفاق او اجماع سره د موسيقۍ له الو پرته سندرې روا دي.
تاج الفرازي او ابن قتيبه د حرمينو د علماوو او ابن طاهر او ابن قتيبه د مدينې د علماوو اجماع په دې اړه رانقلوي.
امام ماوردي وايي:"...تر دې چې د حجاز خلك يې د كال په غوره ورځو كې هم، چې خلك په كې په عبادت مكلف دي، رخصت بولي. (الاسلام والفن.)

ابن نحوي په العمده كې ليكي: داسې روايتونه شته، چې ځينو صحابه و او تابعينو سندرو ته غوږ ايښى دى، چې ده د حضرت عمر، حضرت عثمان، ابن عمر رضي الله عنهم  نومونه  هم ياد كړي دي. همدا ډول، عمرو ابن العاص، حضرت عايشه، سعيد ابن مسيب، سالم ابن عبدالله ، ابن عمر،  ابن عبدالبر، امام ماوردي په البيان كې ،رافعي، ابن ابي شيبه، ابو عبيده ابن جراح، بيهقي، حضرت سعد ابن ابي وقاص، ابن قتيبه ابو مسعود انصاري، بلال، عبدالله بن الارقم، اسامه ابن زيد، حمزه، ابن طاهر، براء ابن مالك عبدالله ابن زبير، ابو طالب مكي ،حسان،  زبير بن بكار، قرضه   ابن كعب، امام ابو الفرج اصفهاني، خوات بن جبير، رباح بن معترف ابن حسان، خارجه ابن زيد، قاضي شريح، سعيد ابن جبير، عامر شعبي، عبدالله ابن عتيق، عطاء ابن رباح، محمد بن شهاب زهري، عمر ابن عبدالعزيز سعد ابن ابراهيم زهري، په تبع تابعينو كې څلور واړه امامان، ابن عينيه، د موسيقۍ له الو پرته سندرې روا بولي.

امام شوكاني په نيل الاوطار كې هم همدا نومونه ياد كړي دي.
ډېرو علماوو د موسيقۍ له الو سره سندرې روا بللې دي. قاضي ابوبكر عربي په خپل كتاب "الاحكام" كې ليكي:"داسې صحيح حديث وجود نه لري، چې په دې اړه په حرمت دلالت وكړي:" ابن نحوي په خپل كتاب العمده كې همدا خبره كړې ده. ابن طاهر په كتاب السماع كې ليكي:" آن چې د (حرمت په اړه) يوه خبره هم صحيح نه ده."

ابن حزم وايي:"...په دې اړه يو صحيح حديث هم نشته دى او هر څه چې د موسيقۍ د حرمت په اړه روايت شوي ټول له ځانه جوړ شوي او موضوعي روايات دي او كه د ثقه رواياتو له خوا يې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته نسبت شوى واى، هرومرو به مو منلي واى."

دميزان الاعتدال دمؤلف امام ذهبي  او دلسان الميزان دمؤلف امام ابن حجر عسقلاني  په څېر دحديثو نوموتي علماء هم ددا ډول حديثو روايت کوونکي څېړي  او نقد پرې کوي چې وروسته به  يې ولولئ.

حضرت امام غزالي وايي:"هغه څوك چې سماع  اوموسيقي يې په حركت او خوځښت رانه ولي له عقلي او بدني ناروغۍسره مخ  او نيمګړى دى، تعادل نه لري، له روحانيت څخه لرې دى او په وچ طبيعت اوبد ذوق كې تر اوښ، مرغانو اونورو حېواناتو هم بدتر دى، ځكه چې اوښ د خپل وچ طبيعت برسېره هم له خواږه غږ سره مست شي او بار لاندې منډه وهي."

حضرت ابو داؤد فرمايي:"زه چې څومره لهو ته تمايل کوم  هاغومره مې په حق نفس قوي كېږي."
بيا هم غزالي ليكي:" موسيقي د زړه د ناروغيو درمل ده او زړه له ناروغيو، ستړتيا او ناارامۍ څخه ژغوري، نو ځكه مباح ده."

امام شوكاني په نيل الاوطار كې ليكي:"د مدينې اوسېدونكي او له هغوى سره په ظاهريه و او صوفيه و كې د نظر ملګري د سندرو په روا والي قانع دي كه څه هم له چنګ او رباب سره وي."

ابو منصور بغدادي شافعي وايي :"عبدالله ابن جعفر به د سندرو په اورېدلو كې كومه ستونزه نه ليدله او خپلو وينځو ته به يې د سندرو ويلو اجازه كوله، ډېر وخت به يې له هغوى سندرې اورېدلې او دا هم د حضرت امام عليك د خلافت زمانه وه."

حضرت امام غزالي فرمايي:"رقص (نڅا) مباح ده."
د حبشو لوبې ته چې بخاري يې هم روايت كوي امام غزالي د نڅا او سرود نوم وركوي.

حضرت عطاء الله پالوي ليكي:"د مسلمانانو  هغه كتاب كې، چې د هر مسلمان په كور كې ايښى دى، يو ځل نه دوه ځله اشاره كوي، چې موسيقي پېغمبري لاره ده".

علامه بدرالدين عيني حنفي د بخاري په شرح كې وايي:" له حضرت داؤد سره ارمونيه وه، چې هغه به ورسره سندرې وېلې." ابن حجر عسقلاني په فتح الباري   او امام شوكاني په كتاب السماع كې ليكي:  عبدالرزاق په خپل مسند كې له عبدالله ابن عمر څخه روايت كوي :"  حضرت داؤد به ارمونيه غږوله او د زبور تلاوت به يې كاوه".
فكر وكړئ نه يواځې دا چې حضرت داؤد به له زبور سره ارمونيه غږوله، بلكې له زبور پرته به يې په دومره خوند سره سندرې هم ويلې، چې آن الوتونكي به يې هم اغېزمن كړل او ډلې ډلې به ترې راتاو وو.

سلطان المشايخ حضرت نظام الدين اولياء وايي:"په هغه قوم به د خداى جل جلاله عذاب ولې نه راځي، چې ته ورته د موسيقۍ د روا والي په اړه احاديث وړاندې كړې او هغه يې په وړاندې درڅخه دامام ابو حنيفه قول وغواړي."

امام غزالي وايي:"هغه څوك چې له دريا (دايره) سره سندرې حرامې بولي، نو هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم له فعل څخه ښكاره انكار كوي، چې دا په خپله كفر دى."

د ډهلي ستر محدث حضرت شيخ عبدالحق وايي:"محدثين وايي، چې د موسيقۍ د حرمت په اړه يو حديث هم صحيح نه دى". حنفي محدث حضرت سيد جمال الدين وايي:"د موسيقۍ د حرمت په اړه چې وروستني علما كوم احاديث وړاندې كوي او استدلال پرې كوي،  هغه نه ثابت شوي دي او نه كوم اصل لري، ځكه چې كه په دوى كې كوم حديث صحيح واى، نو ښاغليو مجتهدينو به پرې استدلال كړى واى، صحيح او حسن حديث خو پرېږده، چې آن داسې ضعيف حديث هم نشته، چې د موسيقۍ حرمت ثابت كړي."

حضرت مخدوم سيد اشرف جهانګيري وايي:"د سماع تر ټولو ښه ځاى مسجد دى."
حضرت شيخ نقي الدين وايي:"د سماع په محفل كې ګډون د خداى  جل جلاله درضا لامل ګرځي".
حضرت مولينا عبدالرحمن لكهنوي وايي:"سماع زموږه عبادت دى او مسجد د عبادت لپاره ځانګړى شوى دى."
شيخ الفقهاء خيرالدين املي وايي:"سماع د جواز له حده تېر، د استحباب درجې ته رسېدلې ده."
د اهل حديثو نامتو عالم نواب صديق حسن خان وايي:"د سندرو او موسيقۍ د حرمت په اړه مې نه په قرآن كې آيت وموند او نه مې د حديثو په كتابونو كې كوم حديث تر سترګو شو."
علامه شا جعفر وايي:"ماته له ساز او سرود سره د موسيقۍ په روا والي كې هېڅ شك نه دى پاتې له همدې كبله د نورو دلاېلو وړاندې كولو او نور بحث ته هېڅ اړتيا نشته."
هغه دا هم ليكي  چې كله د موسيقۍ په اړه بحث راشي، نو ضرور ورسره دا شرط ايښودل كېږي، چې  كه له موسيقۍ سره فواحش وي، يا شراب او نور منكرات وي، يا شهوت  پاروونكې ويناوي  يا پَرې (قطعې يا تاش)   وي يا د كوم مسلمان او يا هندو غېبت په كي كېږي، نو دا ډول موسيقي حرامه ده... نه پوهېږو چې له موسيقۍ سره ولې دا شيان تړل كېږي. دا شيان خو چې هر چېرې وي، په هره معامله كې وي، ناروا دي [ځكه دا شيان په خپل ذات كې حرام دي] ددې لپاره ولې موسيقي ځانګړې كېږي؟ ولې دا شيان له نورو مساېلو سره نه تړل كېږي؟ ولې داسې نه ويل كېږي چې كه د شرح وقايي د ځينو پاڼو په لوستلو شهوت راپارېږي، نو لوستل يې روا نه دي؟. ولې داسې نه ويل كېږي، چې كه په مسجد كې كرمبول   كېږي او جذبې او احساسات زيانمنوي، نو مسجد ته راتلل روا نه دي. ولې داسې نه ويل كېږي، چې كه د ښځو د اواز په اورېدلو او د هغوى په ليدلو پاروونكي خيالات راځي، شهوت راويښېږي، نو د هغوى شهادت حرام دى.
دې محترم په دې اړه اوږده څېړنه كړې ده، د موسيقۍ په اړه يې د اسلام او موسيقي په نوم كتاب ليكلى دى، چې له ډېرو دلاېلو او څېړنو وروسته ليكي :"موسيقي له ساز او سرود سره او بې ساز او سروده روا ده."
علامه عطاء الله پالوي وايي :"دا په حضرت رسول كرم صلى الله عليه وسلم پسې بهتان دى، چې ګواكې هغه صلى الله عليه وسلم  موسيقي حرامه بللې ده."
امام شوكاني وايي:"د موسيقۍ د حرمت په اړه د اجماع دعوه له يوې مخې باطله ده." دى زياتوي:"د ساز او سرود د حرمت په اړه، چې څومره روايتونه رانقل شوي دي يو يې هم صحيح نه دى، ټول باطل دي."
امام شوكاني وايي، چې قاضي ابوبكر بن عربي او امام ابن حزم هم كټ مټ همدا نظر لري. شوكاني له استثناء پرته وايي، چې "د موسيقۍ د حرمت په اړه چې څومره حديثونه وړاندې كېږي، ټول موضوعي دي."
 د نړېوال شهرت خاوند نامتو بنګالى شاعر او اديب رابندرنات ټاګور وايي، چې ځينې وخت انسان دومره مجذوب او دومره تراغېز لاندې راشي، چې د خپل حال د بيانولو لپاره الفاظ نه لري، نو كله چې الفاظ خلاص شي، نو د همدې حال د بيانولو لپاره موسيقي ته مخ ورواړوي او مرسته ترې وغواړي.

- محمدحسن حقیار
بېرته شاته