(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوهاند کاکړ له نړۍ وکوچید

[07.Jan.2017 - 13:15]

نوميالی تاريخ پوه پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د دې نړۍ نه سترګې پټې کړې، روح د ښاد وي.
لیک: محمداقبال وزیري

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد، سيمې او د نړۍ په کچه نوميالی تاريخ پوه او عالم شخصيت پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د هغې ناروغۍ له کبله چې ور پېښه وه د ۸۸ کلنو په منګ د امريکا متحده ايالاتو په کاليفورنيا ايالت کې د وطن نه ليرې د مهاجرت او مسافری په شرايطو کې د فاني نړۍ نه سترګې پټې کړي اروا دې ښاده وي. زه د کاکړ درنې کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته د ده د مړينې له کبله تسلي وړاندې کوم. د دغه نوميالي تاريخ پوه مړينه د ګران هېواد افغانستان او د هغه د خلکو له پاره يوه ستره ضايعه ده او فکر کوم چې ډېر وخت به ونيسي چې د افغانستان په تاريخ ليکنه کې هغه تشه چې د پوهاند کاکړ د مړينې له امله منځ ته راغله، ډکه شي.
کاکړ د خپل وطن اوخلکو سره ژوره مينه درلوده. د دغې مينې له کبله پوهاند کاکړ خپل ټول شعوري ژوند د ګران وطن او خلکو چوپړ ته وقف کړ. څنګه چې نوموړی د يوې خوا د لوړ استعداد خاوند او د بلې خوا يو زيارکښ انسان و، ده وکولی شول افغانانو ته داسې تاريخي علمي اثار په نيکات پريږدي چې اوسني او راتلونکي نسلونه به نه يوازې ورباندې وياړي، بلکې د هغو په مرسته به خپل تېر مهال وپېژني، د هېواد اوسنی حالت به په خلاصو سترګو ووينې او د هېواد راتلونکې ودې لپاره به د دوی لاره رڼا کړي. 
 کاکړ ديوه پرهېز ګار او اصولي شخصيت په توګه خپلې تاريخې او نورې ليکنې د کره او سمو مالوماتو پر بنسټ کښلې او د شخصي، قومي، ملي او سياسي ملاحظاتو نه يې ځان ګوښه ساتلی و. د کاکړ ځانګړتيا دا وه چې ده په تاريخ کې د ډاکټری په کچه اکاډيميکې زده کړې کړې او دې زده کړو ده ته دا توان ورکړ چې د افغانستان تاريخ د تاريخ ليکنې د علمي ميتود پر بنسټ په يوه سيستم کې راولي. ده پخپلو ژورو تاريخي او علمي ليکنو سره نه يوازې افغانانو ته تل پاتې چوپړ کړی بلکې بشريت ته يې هم ستر خدمت کړی دی. له دې کبله نوموړی نه يوازې زموږ په هېواد کې بلکې په سيمه اونړۍ کې يو پېژندل شوی تاريخي او علمي شخصيت دی نو ځکه به تل ژوندی وي.
محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ ز کال کې د لغمان د ښکلي ولايت د اليشنګ درې د پلوټې په کلي کې د ميرزا فضل الحق کاکړ په کور کې زيږېدلی دی. د دې ماشوم لا کال نه و پوره شوی چې پلار يې مړ شو او د خپلې پتمنې او مهربانې مور «خاتمه نيازي» په غېږ کې لوېده. دی تنکی ځوان و چې خپلې خوږې مور يې د فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او د مورنۍ مينې نه هم بې برخې شو.
دغه يتيم ماشوم خپلې زده کړې د تېړګړيو په لوی جومات کې پيل او بيا يې د قلعه السراج په ښوونځې کې چې د کلي نه ليري پروت و دوام ورکړ. ده تر نهم ټولګي پورې زده کړې په لغمان کې پای ته ورسولې او بيا کندهار ته لاړ او هلته يې يو کال خپلې زده کړې د احمد شاه بابا په ليسې کې وکړې او د خپل نيايي ارواښاد عبدالمقيم نيازي په کور کې اوسېده. کاکړ دوه کاله خپلې زده کړې د کابل په دارالمعلمين کې وکړې او په ۱۹۵۰ کال کې د غازي لېسې نه په لومړۍ درجه بريالی شو. نوموړی په ۱۹۵۳ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې شامل او په ۱۹۵۷ کال کې د دې پوهنځي د تاريخ د څانګې نه فارغ او په لومړۍ درجه بريالی شو. کاکړ د ادبياتو د پوهنځي د فارغېدو وروسته په پښتو ټولنه کې مسلکي غړی او د کابل مجلې چلوونکی وټاکل شو. برسېره پردې ده د ادبياتو په پوهنځي کې زده کړيالو ته درس هم ورکاوه.
محمد حسن کاکړ لا زده کړيال و چې د مايکل سټيوارټ کتاب «د برېتانې سياسي سيستم» يې د انګليسي ژبې نه په پښتو وژباړه چې د دغه خدمت په خاطر په ۱۹۵۷ کال کې د ابن سينا جايزه ورکړل شوه. ده د «ماکسيم ګورکي د ادبياتو په اړه» کتاب د انګليسي نه په پښتو وژباړه چې پښتو ټولنې له خوا په ۱۹۶۹ کال کې خپور شو. کاکړ په ۱۹۵۸ کال کې د يوه رسمي هيئت د غړي په توګه شوروي اتحاد او په بل کال امريکې ته سفرونه وکړل. نوموړی په ۱۹۶۱ کال کې د ډاکټر علي احمد پوپل په پاملرنې د لوړو زده کړو لپاره لندن ته واستول شو. هلته يې لومړی د کابل پوهنتون شهادتنامه د لندن د پوهنتون د لسانس انډوله کړه او بيا يې د امير عبدارحمن واکمني وڅېړله او ماسټري ډپلوم يې لاسته راوړ چې په ۱۹۷۱ کال کې «د افغانستان ننني سياسي انکشافات» په نوم په لاهور کې چاپ شو.
محمد حسن کاکړ په ۱۹۶۸ کال کې د لندن نه هېواد ته راستون او د کابل په پوهنتون کې د تاريخ د استاد په توګه دنده پيل کړه. ده د تدريس په جريان کې دوه کتابونه: «دموکراسی در جهان امروز» او «تاريخ څه ته وايي؟» د انګليسي نه په ترتيب سره په پاړسو او پښتو وژباړل چې وروستی يې د کابل پوهنتون له خوا په ۱۹۷۰ کال کې خپور شو. نوموړي همدارنګه د سډني پينټر کتاب چې «د منځنيو پېړيو اروپا» نوميږي وژباړه چې تر اوسه چاپ شوی نه دی.
کاکړ په ۱۹۷۲ کال کې د نورو زده کړو لپاره د فولبرايټ په سکالرشيپ د امريکا متحده ايالاتو ته لاړ او د پرنسټن په پوهنتون کې يې د امير عبدالرحمن په دورې نوره څېړنه پيل کړه او په ۱۹۷۵ کال کې يې هغه د هارورډ په پوهنتون کې بشپړه کړه چې په ۱۹۷۹ کال کې د ډاکټری تېزس « د امير عبد الرحمن په واکمني کې حکومت او ټولنه» د امريکې د تکزاس د پوهنتون له خوا خپور شو. نوموړي په دغه اثر سره د لندن د پوهنتون نه د ډاکټرۍ شهادتنامه تر لاسه کړه او په ۱۹۷۶ کال کې وطن ته راستون او د کابل په پوهنتون کې د تاريخ د استاد په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ. نوموړی په ۱۹۸۱ کال کې د پوهاند درجې ته ورسېد. پدې مهال د کابل پوهنتون له خوا د ده څېړنيز اثر «افغان، افغانستان و مختصرې از کوشش های افغان برای تاسيس دولت در هندوستان، ايران و افغانستان» په ۱۹۷۸ کال کې د کابل پوهنتون له خوا خپور شو. دغه اثر دوه ځله د وفا له خوا خپور شوی دی.
پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د يرغل وروسته د شورويانو او پرچمي رژيم پر ضد د سياسي فعاليت له کبله بندي شو چې د نړيوال فشار په وړاندې د کابل رژيم اړ شو چې د پنځه کاله بند وروسته نوموړی ايله کړي. دی د بند نه د ايله کېدو وروسته بېرته په پوهنتون کې استاد شو، خو د همدغه کال په پای کې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته لاړ او هلته يې د افغانانو په جهاد کې خپل قلمي ځواک په ډېر قوت سره وکاراوه. په ۱۹۸۹ کال کې دی د خپلې کورنۍ سره يوځای د امريکا متحده ايالاتو ته لاړ او د کاليفورنيا د ايالت په کانکرډ ښار کې ژوند پيل کړ.
پوهاند ډاکټر کاکړ په ۱۹۹۰ کال کې د هغه غورځنګ غړی او بيا مشر شو چې موخه يې د لويې جرګې له لارې د افغانستان د مسلې حل و. ده د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانستان د لانجې په هکله په غونډو کې لکه د استانبول، توکيو، اسلامي اسيا ، يونسکو، اهوس او تاشکند په کنفرانسونو کې ګډون وکړ او بيانيې يې ورکړې. ده د استانبول په سيمينار کې چې د ۲۰۰۷ کال د جولايي د مياشتې د۱۱-۱۳ نېټه داير شوی و او د افغان مطالعاتو امريکايي موسسې او د پاکستان د مطالعاتو امريکايي موسسې له خوا تنظيم شوی و خپله وينا «د ډېورنډ کرښه، تاريخ، پايلې او راتلونکې» تر سر ليک لاندې وړاندې کړه. ده د توکيو په کنفرانس کې، چې د جاپان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د افغانستان په اړه جوړ شوی و، وينا وکړه. کاکړ د اسلامي اسيا په کنفرانس کې چې په ۱۹۹۵ د اګست په مياشت کې د امريکې د جنګ د پوهنځي د بين المللي مطالعاتو او ستراتيژيک پروګرام له خوا جوړ شوی و خپله وينا وړاندې کړه. کاکړ د يونسکو په کنفرانس کې، چې په کابل کې په ۱۹۷۱ کال کې د کوشاني دورې په اړه جوړ شوی و، خپله وينا واورله. ده د ډنمارک د اهوس د ښار په کنفرانس کې د هندوکش د کلتور په اړه د موزګارد موزیم له خوا داير شوی و برخه واخېسته. ده په ۱۹۵۸ کال کې د تاشکند «د افريقايي او اسيايي کنفرانس »کې ونډه واخېسته. ده همدارنګه د هېواد نه د باندې په افغاني او نورو خپرونو کې د افغانستان د کشالې په هکله ليکنې وکړې.
د کاکړ بل اثر چې «افغانستان، د داخلي سياسي انکشافاتو بيان، ۱۸۸۶-۱۸۸۰» نوميږي په ۱۹۷۱ کال کې د لاهور عرفاني موسسې له خوا په انګليسي ژبه خپور شو. د نوموړي بل اثر چې «د افغانستان په باب د ژينو جوړه» نوميږي په ۱۹۸۸ کال کې د وفا له خوا په پېښور کې چاپ شو. د کاکړ بل کتاب چې «جنګ دوم افغان-انګليس» نوميږي د افغانستان اسلامي ملي محاذ له خوا په ۱۹۸۹ کال کې په پېښور کې چاپ شو. دغه اثر د سيد نظيم سيدي او مجيب الرحمن اميري له خوا په پښتو اړول شوی او په لندن کې د افغان ليکوالو کلتوري ټولنې له خوا په ۲۰۰۸ کال کې خپور شو. ده په ۱۹۹۰ کال کې «افغانان د شپږ شپتم کال په پسرلي کې له روسانو سره د جنګ په حال کې» ليکلی، چې د سپين غر د کتاب چاپولو ټولنې له خوا په جرمني کې خپور شو.
کاکړ په ۱۹۹۵ کال کې په انګليسي ژبه «افغانستان، شوروي يرغل او د افغانو ځواب» کتاب بشپړ کړ چې د کاليفورنيا پوهنتون له خوا خپور شو. نوموړي وروسته يو بل اثر چې «رڼا او دفاع» نوميږي تدوين کړ چې په ۱۹۹۹ کې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز له خوا په پېښور کې چاپ شو. ده په ۲۰۰۵ کال «طالبان او اسلامي بنسټ پالنه» او بيا د «باچا امان الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه» کتابونه وليکل چې د افغانستان کلتوري ټولنې له خوا چاپ شول. په ۲۰۰۶ کال کې د ده يو بل مهم اثر «د افغانستان سياسي او ډيپلوماتيکي تاريخ» په انګليسي ژبه په هالنډ کې خپور شو چې اوس محترم سليمي په پښتو ژباړلی او د چاپ لاندې دی.
په ۲۰۰۷ کال کې د کاکړ له خوا د هومر بالابانس ليکنه: «د سقراط، افلاتون، ارسطو، اېپیکور او زينو په نظر ښه انسان» د انګليسي نه په پښتو وژباړله او د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا چاپ شوه. همدارنګه ده د انګليسي نه د محمود طرزي خاطرې په پښتو و ژباړلې چې د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا خپرې شوې.
په ۲۰۰۹ کال کې د ده بل اثر «د سرطان کودتا د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پيلامه» د افغانستان کلتوري ټولنې له خوا خپور شو. په ۲۰۱۰ کال کې د کاکړ دوه نور اثار: «زما غوره ليکنې» او «د ثور کودتا او د هغې ژورې پايلې» د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا خپاره شول. د نوموړي بل کتاب چې «پښتون، افغان، افغانستان» نوميږي په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا چاپ شو.
د پوهاند ډاکټر کاکړ بل اثر چې «د افغان-شوروي جګړه» نوميږي د «کاکړ تاريخي علمي بنسټ» له خوا په ۲۰۱۵ کال کې خپور شو. د نوموړي دوې ژباړې : «جنګ او زموږ نړۍ» د جان کيګن ليکنه او «د انسانتوب په اړه د اخلاق پوهنې پرنسپونه» د اندروس ورګا ليکنه د کاکړ تاريخي-علمي بنسټ له خوا په ۲۰۱۵ کال کې چاپ شوې دي.
کاکړ همدارنګه يو لړ مقالې چې په انګريزي ژبه ليکلې او په بېلا بيلو خپرونو کې چاپ شوې دي. د هغو د جملې نه د ده څلور لنډې ليکنې: د افغان-شوروي جنګ، د معاصر افغانستان لنډ تاريخ، طالبان او کابل په نومونو د معاصرې نړۍ د اکسفورد دايرته المعارف په لومړي، څلورم او اووم ټوکونو کې د اکسفورد پوهنتون له خوا په ۲۰۰۸ کال کې خپرې شوې دي. د کاکړ بله ليکنه چې د افغانستان د اساسي قانون تاريخ نوميږي په ۱۹۹۲ کال کې د ايرانيکا دايراته المعارف په لومړي ټوک کې د کولمبيا پوهنتون په نيويارک کې خپره کړې ده. همدارنګه د نوموړي يوه بله ليکنه چې «منځنۍ اسيا، د يوې سرپټې سيمې پرانېستل کېدلو پيل» په نوم ياديږي په انګيسي کښلې او په ۱۹۹۳ کال کې د وفا له خوا خپره شوه. د نوموړي بله ليکنه چې «ايا دوی د افغانستان کشاله هوارولی شي؟» په ۱۹۸۸ کال کې په نيويارک کې په وال سټريټ ژورنال کې نشر شوه. د ده بله ليکنه چې «په ۱۹۷۳ کې د افغان پاچايي نسکورېدل» نوميږي په ۱۹۷۸ کال کې د منځني ختيځ د مطالعاتو بين المللي ژورنال په نهمه شماره کې خپره شوې ده. بله مقاله يې چې «د افغانستان د هزاره ګانو ايلېدل» نوميږي په ۱۹۷۳ کال کې په نيويارک کې د اسيا ټولنې له خوا خپره شوه. د ده بله ليکنه چې «د معاصر افغانستان د تاريخ ميلانونه» نوميږي د لويي دوپرې او لنين البرت له خوا په تنظيم شوي کتاب کې «افغانستان په ۱۹۷۰ لسيزې کې» د پريګر موسسې له خوا په ۱۹۷۳ کال کې خپره شوه.
د افغانستان بېرته متحد کېدل ۱۸۸۰-۱۸۸۴ په نوم د ده ليکنه په ۱۹۷۰ کال کې د افغانستان د تاريخ ټولنې د افغانستان مجله کې خپره کړه.
کاکړ د ننه په هېواد کې او هم د هېواد نه د باندې په پښتو او پاړسو کې د افغان چلوونکو په ورځپاڼو او مجلو کې د روانو او تاريخي موضوع ګانو په اړه ډېرې ليکنې خپرې شوې دي چې يو شمېر يې د ده په هغه کتاب کې چې «زما غوره ليکنې» نوميږي را غونډې شوې دي او يو شمېر يې راټولې شوې نه دي بايد راټولې او د يوه کتاب په بڼه خپرې شي. د ده څلور مهمې مقالې چې «د ډېورنډ توافق ليک بايد ډېر د مخه باطل اعلان شوی وای»، «افغانستان، پاکستان او پښتونستان»، «پښتانه او د ډيورنډ توافق ليک» او «د ډيورنډ توافق ليک ته يوه وروستۍ کتنه» د هغو مقالو په ټولګه کې چې د «ډيورنډ د واحد ملت د بيلتون کرښه» نوميږي چې په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د کلتوري ټولنې له خوا چاپ شوې، خپرې شوې دي. دا مقالې د لپه په نوم درې مياشتنۍ مجالې کې هم خپرې شوې دي.
نوموړی يو شمېر غير اکاډميک فعاليتونه کړي چې د ځينو نه يې لنډه يادونه کوو:
کاکړ د۱۹۹۹ راهيسې د افغان کلتوري ټولنې غړی و.
د ۱۹۹۴-۱۹۹۰ د افغانستان لپاره د يوه تمثيلي حکومت حرکت چې په لاس انجلس کې جوړ شوی و موسس غړی و.
۱۹۸۷-۱۹۸۲ کې د څرخي پله په بنديتون کې د بندي کېدو له کبله د بين المللي عفوې د سازمان له خوا «د وجدان بندي» اعلان شو.
نوموړی د افغانستان د استادانو او محصلانو د اتحاديې موسس غړی و، چې د شوروي د يرغل نه تر ۱۹۸۲ کال پورې په کابل کې د شورويانو او د کارمل مزدور حکومت پر ضد پټه مبارزه پر مخ بيوله، موسس غړی و.
ده د ازاد ژورنالېست، څېړونکي او ويناکونکي په توګه د بي بي سي راډيو لپاره په پښتو او پاړسو کې ليکنې او ويناوې برابرولې چې هغه بيا په افغانستان راډيو کې خپرېدې. په دغه لړ کې ده د انګرېزي ژبې د زده کړې لپاره ۱۵۰ درسونه په پاړسو تيار کړي و. 
د ۱۹۵۲-۱۹۵۰ په کابل کې د امريکې د کتابتون معلوماتي سرويس د چلوونکي مرستيال و او په دغه مهال يې انګرېزي ژبې کورسونو کې افغان زده کړيالو ته انګليسي درسونه ورکول.
د کاکړ مېرمن مريم هم د دغه بېجوړې او وتلي تاريخ پوه تر شا ولاړه وه او د ده په برياليتوب کې يې ونډه درلوده. کاکړ دوه زامن او درې لوڼه لري. مشر زوی يې کاوون کاکړ او کشر زوی يې سباوون کاکړ نوميږي. د کاکړ لوڼي پلوشه کاکړ، وږمه کاکړ او خواږه کاکړ نوميږي. 

 

 

- اقبال وزيري
بېرته شاته