(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو د ادب د سيالۍ یو بل ګل ورژيد ( د خواخوږۍ پیغام )

[15.Apr.2007 - 10:10] په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبی خوږ ژبی او منلی شاعر او ليکوال ښاغلی پوهاند ډاکتر صاحب شاه صابر لدی فانی نړۍ څخه د ابدی دنيا په لوری د تل لپاره وکوچيد. وانالیه وانالله راجعون ارواښاد پښتو ژبی او ادب ته د ستاینی وړ او نه هیریدونکی خدمتونه کړی دی ، د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند د ښاغلی صاحب شاه صابر ناڅاپی مړینه پښتون اولس ته يو ستر تاوان ګڼی او درنی کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره يي ځان په دغه نه هیریدونکی غم کې ځان شریک ګڼی او د ارواښاد روح ته دوعا او د څښتن تعالی څخه ورته د فردوس جنت غوښتنه کوی روح دی ښاد او ياد يي تازه
په پښتنه مینه عزيز سرشار د PSDP د خپرونو چارور مشر
-
بېرته شاته