(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډونالډ ټرمپ بریا او د امریکا

[28.Nov.2016 - 21:11]

د ډونالډ ټرمپ بریا او د امریکا نړیوال سیاست راتلونکي بهرنۍ تګلاره
لیک:سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
آیا سرتمبه ټرمپ کولای شي د ټاکنیزوسیاسي زلزلې ورسته د نړۍ سیاست او د امریکا برخلیکوټاکي؟  .آیا اکثریت امریکایان یو سیاسي انقلاب غواړي ؟ نړۍ ته د شوک ورکولو سره سره امریکا یي ټاکنې څه مانا لري؟ آیا پاچا ټرمپ د امریکې متحده ایالاتو ولسمشر به د یو مستبد دیکتاتور په څیر عمل او حکومت ونه کړي ؟ آیا نا اټکل کیدونکی شخصیت ټرمپ به په خپله دا نړۍ له نورو ناآرامیو، ګډوډیو او ناامنیوسره مخامخ نه کړي ؟
آیا پر ځان مین رواني ناروغ نارسیت شخصیت ټرمپ په خپله د نړیوال امنیت او نړیوال اقتصادي ثبات په وړاندې یو ستر ګواښ نه دی ؟ آیا میلیارډر ټرمپ په ریښتیا سره د چین او مکسیکو په وړاندې د سوداګري نړیواله جګړه پیلوي ؟ د ویرې خپرونکی ټرمپ بریالیتوب سره داسي ډیرې نورې پوښتني راولاړي شوي دي.
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوي ولسمشر ډونالډ ترمپ ټاکنې سره د نړیوال سیاست په اجنډا کې بدلونونه تمه کیدونکي دي. دا بدلونونه په دقیقه ټوګه په څه ډول وي، تر دې دمه په دې اړه یوازې اټکل کیدای او یا تصور کیداي شي. وسمهال یوازې یوه خبره په ډاډه توګه کیدای شي، هغه دا چې د نړیوالې ټولنې ولسمشران باید په نړیوال سیاست کې د ټرمپ لیوني احتمالي سیاسي بدلونونو ته ځانونه چمتو کړي. جمهوریپال ټرمپ بایدپه دې وپوهیږي، چې نړیوال اقتصاد، نړیوال نظم او نړیوال امنیت په راتلونکي کې د درې نړیوال زبرځواکو هیوادونو د چین ولسي جمهویت، د امریکا متحده ایالات او د روسیي جمهوریت له خوا ټاکل کیږي.
له څه کم یوې لسیزي راهیسې د امریکا متحده ایالاتو وګړي کبر،کرکې،اندیښنې او ویرې تر چاودني پولي پوري پړسولي دي او هممهاله امریکایان په خپلو کې په سیاسي ډګر کې په دوو قطبونو کې سره ویشلي شوي دي. همدارنګه نړۍ مخکې له مخکې د جنګ جګړو، یرغلونو، ویرنو او ناورینونو له امله بې نظمه او ګډوده شوي ده. د امریکایي ټولنې ډیری وګړي د خپل راتلونکي په اړه په خورا ستره کولکتیفي ویره کې ډوب دي. د نړیوال سوداګریزه مارکیټ برخلیک او د اسعامواو اسعارو بیې لویدلي دي،د ډالرو نرخ بي برخلیک مخ پر ځوړوند روان دی. نړۍ خپله ساه اخیستنه بنده کړي ده، ځکه ډیر سخت او نااټکل کیدونکي پیچلي کړکیچن کړکیچونه را روان دي. دا هیواد او دا نړۍ به د خونړیو شخړو او کړکیچونو له نوي پیر سره مخامخ کیږي. ټرمپ تر ولسمشرۍ ټاکنې ګتلو ورځي پوري نه کوم روښانه سیاسي پروګرام درلود او نه سم سیاسي کارپوه پرسونل. ایله اوس یي د خپلې ډلې یا کابینې پر غوراوي پیل کړي دی. د ټرمپ ټاکنیزه کمپاین بهیر د سیاسي بې تجربګۍ، بې نظمۍ، ځانځانيۍ، ناندرۍ او د مسلمانانو په وړاندې له تعصب ډک خبرې او سپکاوي سره مل وو. دغي نالایقه امریکایي جمهوریپال، توکمپال، سوډر، میلیارډر سوداګر د سپین پوټکو غوسه ناکو او قهرجنو وګړو له رائیو، اندیښنو او ویرې څخه ښه سیاسي ګټه پورته کړه. د بريا سره سم دغو قهرجنو سپین پوټکو سختدریځو امریکایانو بارک اوباما ته د خپل لاس منځنۍ ګوته ورجګه کړه. د ټرمپ د دې بريا سره قهرجنو او نهیلي شویو سپین پوټکو امریکایانو د خپل هیواد واک او اختیار بیا ترلاسه کړو. دا هغه واک دی چې د تور پوټکی بارک اوما او د لاتیني امریکایي لږکیو وګړو په لاس کې لویدلي وو. غوسه ناکو قهرجنو سپین پوټکو نارینه امریکایانو په ډونالډ ټرمپ کې یو کاریسماتیک سختدریځه مشرتوب وموند. ټرمپ ټاکنې له دې امله ونه ګټلي، چې دی یو ځواکمن سیاسي کارپوه سړی دی، بلکې میرمن هېلیري کلنټن یوه کمزوري ،سسته پسته، کمرنګه او بي فصاحته ښځه وه.
امریکایان تل ځانونه ځښت ډیر د ناامنيواو ګواښونو د ویرې له امله په غوسه کې ښیي. ډیری امریکایان باید په دې پوه شي او اقرار وکړي او دې ټاکنو داجوته کړه، چې امریکایان خپل هیواد نیم نیمګړي او یا په کافي اندازه سم نه پیژني او آن د دوی روڼ اندې، ممتازه پرګڼه، د واک او شتمني خاوندانو هم د خپلو ناراضه سپین پوټکو د غوسې او قهرجنو احساساتو په اړه ډیره لږه پوهه درلودله.
د ټرمپ بريا ډیرو امریکایانو ته د ځمکې پرمخ یو قیامت جوړ کړي وو، ډیرو نور و لپاره دا بري د اوږدې مودې راهیسې د هیواد د سیاست او سیاسي چارو چلونکي مسلکي اداره چیانو او د واکمنانو په وړاندې یو غوڅ غچ اخیستونکي عمل وو. په بله وینا سپن پوټکو د امریکا د Establishment په وړاندې خپل نفرت څرګند کړو.
په امریکا کې ډیرۍ امریکایان داسي یو احساس او نظر لري، چې دا امریکایي سیسټم نور د ولس په چوپړ کې نه دی، بلکې د یوي ځانګړي ډلې په خدمت کې دی. دغه ډله یوازي د امریکې اقتصادي، سیاسي واک او اختیار په خپل لاس کې لري.
هیڅ څوک نه پوهیږي،چې ټرمپ د واک ترلاسه کولو ورسته په نړیوال سیاست کې څه ډول پالیسي غوره کوي او څه ډول غبرګون ښیي، خو د هغه بریا امریکا په یوه کمساري تاریخي ژور کړکیچ کې ډوبه کړی ده. کله چې سړی ټرمپ ګوري، سړی ته یو سرتمبه رواني ناروغ کوبای د یکتاتور ور په زړه کیږي.
د ټرمپ له بريا سره امریکایانو د سیاسي انقلاب یوه تجربه وڅکله. د دې ټاکنو د بريا سره د امریکې په متحده ایالاتو کې ډیره کې سپین پوټکو امریکایانو خپل هویت تضمین او ثابت کړو. په دې تاریخي ټاکنو کې خبره یوازې د حکومت له بدلیدو څخه ډیره ستره ده. د ټرمپ انقلاب لومړی د خپلو نیولیبرال محافظه کار جمهوریپال ګوند د غړو په وړاندې پیل شوي دی. دغه محافظه کاران په آزاد سوداګریز بازار باندي باور لري.
ټرمپ د نړیوال آزاد سوداګريز بازار یو سوګند خوړلي مخالف سړی دی. همداررنګه په ناټو کې د متحده ایالاتو رول او ونډه يې تر پوښتنو لاندې راوستي ده .همدا لاملونه کیدای شي، چې ترمپ نړیوالي اړیکې تر خورا سختو ازمایښتونو لاندې راولي. ټرمپ په نړیوال سیاست کې بې تجربه او بي تصمیمه سړی دی. دا حالت په نړیوال سوداګري او د امریکې په اقتصادي وده کې د ده عدم قاطعیت ثابتوي او ورسره د نړیوال امنیت په مسئله کې د امریکا او روسې اړیکو کې همدا حالت لیدل کیږي. دا به د ټرمپ یوه ستر ه تیروتنه وي، چې ده د ټاکنیزکمپاین پرمهال د نړیوال سوداګریز بازار اړوند څه ویلي دي، دی هغه تر سره او عملي کړي. ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال تل د ناټو غړو هیوادونو تړون مرسته او همکاري باندې خپل شک څرګندکړي دی. د دې څرګندونو پر بنسټ د شمالي اتلانټیک تړون څخه یو مهم مرکز هیواد د امریکې متحده ایالات د وتلو سره به د ناټو غړي هیوادونو نړیوال یووالۍ په لنډمهال او یا اوږدمهال کې خپل ارزښت له لاسه ورکړي. په عمومي توګه د امریکا متحده ایالات د ناټو غړو هیوادنو سره خپله نړیواله بهرنۍ تګلاره او سیاست شریکوي. کیدای شي ټرمپ د دې سربیره په خپلسر نړیوال سیاست د ناټو غړو هیوادنو سره پرته له مشورې وټاکې.
اټکل یو کال وړاندې د سویدڼ د بهرنیو چارو وزیر په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي وو،کله چې ټرمپ د امریکې ولسمشر شي، موږ باید خپل ځانونه د ځمکې لاندې په سمڅو او خوندې مورچلونو کې وژغورو،که څه هم دا خبره ډیره له مبالغي ډکه ښکاري، خو د وسمهال سره لږ څه سمون خوري. کله چې موږ د ټرمپ کاریکاتوري انځورونو ته لږتم شو، بیا خامخا سړی ته داسي خیال پیداکیږي، چې د نړۍ حال به له دې ورسته ډیر خراب شي. ټرمپ تل په خپل ټاکنیز کمپاین کې ویلي، چې ده ته تر هر څه لومړۍاو آن په بهرنې سیاست کې امریکا ورته لومړیتوب لري. د امریکا لومړیتوب دا مانا لري،چې د نړۍ بیوځلو هیوادونو امنیتي او اقتصادي حالت دې ،نوره بې ثباته او بد برخلیک سره مخامخ شي، خو امریکایان بایدتر ټولوښه هوسا ژوند ولري. ټرمپ تر اوسه د امریکې بهرني سیاست په اړه کوم مشخص لیدلور نه دی وړاندې کړي. دی چې څه ویل غواړی سړی سم پرې نه پوهیږي، څه شي چې ده تر اوسه ویلي دي، له دې څخه ګرده نړۍ اندېښنه او ویره لري. ټرمپ د خپل بهرني سیاست له یوه مشاور سره د امریکې په یوه تلویزیوني کانال کې د مرکې پر مهال داسي ویلي دي، کله چې موږ اټومي وسلې لرو، بیا نو ولې موږ هغه ونه کارو ؟ په سټدیو کې راغلي خلک ټول هک پک او حیران پاتي شول او یوه شیبه په ټول سالون کې چوپه چوپتیا خپره شوه. د دې خبرو په غبرګون کې د سي آې اې پخواني مشر مائیکل هیي دن وویل، دا ډول خبري په ملګرو کې ویره خپروي او دښمن ننګونو ته هڅوي. د امریکې د اټومي وسلو کوډ د یو داسي بې باکه سړی په لاس کې دی،چې هغه ډیر ژر په قهر او غوسه کیږي. په دې لنډه موده کې ټرمپ دا ډول خبرې په ځانګړي ډول د اتومي وسلو په اړه ډیرې خوشینونکي،اندیښمنونکي او نا آرامه کونکي ویناوې کړي دي .
د ټرمپ په اړه يوه خبره سمه ده، هغه داچې د جګړې او سولې په اړه پریکړې به د هېلیرې کلنټن په پر تله ډیر ژر تر سره کړي. د افغانستان په جګړه کې، د سوري په جګړه کې، د منځني ختیر په کړکیچ کې، د ایران او پاکستان اټومي وسلې او د اوکراین په کړکیچ کې ګڼ شمیر اکټوران شامل دي. د شاملو ډلو او اړخونو سره باید په ډیره سیاسي ځیرکتیا او هوښیارتیا کې خبرې اترې وشي. ټرمپ په خپلو ټاکنیز کمپانونو کې تل ویلي، چې ده ته د نړۍ ولسواکه ټومنلي ارزښتونه، ډیپلوماسي او نړیوال تړونونه هیڅ مانا، ارزښت او اهمیت نه لري. ټرمپ وايي، د ایران سره اټومي تړون بیا له سره ارزول کیږي. د ایران د اټومي وسلو تړون سره عربي نړۍ او هم افغانان ډیر سخت مخالفت لري.
د امریکې جمهوریپال ګوند سیاست د نویویمو کلونو راهیسې روغه جوړه او پخلاینه د دیپلوماتیک هنر په څیر نه، بلکې سیاست د یوې وسلې په توګه پیژنې. پر ۱۰۱۷ کال کې د جنوري په شلمه نیټه ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د دموکرات بارک اوباما ځایناستي شي. د ټرمپ جمهوریپال یا زړوپال ګوند په مشرانو جرګه، ولسي جرګه او ستره محکمه کې اکثریت په خپل لاس کې لري. په بله وینا د دولت درې ګونې ځواک مقننه، قضائیه او اجرائیه د امریکایي بنسټپالو په واک او اختیار کې دي .ټرمپ به د نړۍ د یو پياوړی او قدرتمن سړي په ټوګه په. آزاده نړۍ کې پر نړیوال سیاست خپل ستر غېزمن اغېز و شیندي. ټرمپ د یو سوداګر په ټوګه تر اوسه د دولت دریګوني ځواک په دندو باندې هم سم نه پوهیږي. د دې ډیر احتمال شته چې ټرمپ د امریکا او نړۍ لپاره یو ډیر ګواښمن سړی پریوځي. تر اوسه د ټرمپ سیاسي لید لوري سم جوت نه دی. دغي اویا کلن سړی د خپل ټاکنیزه کمپاین د بهیر پر مهال د خپلو پلانونو څخه لږ څه خبر کړي یو،څرنګه چې ټرمپ په ټاکنو کې ویلي دي او که دی همدغه ډول چلند او حکومت وکړي، په نړۍ کې به ستر ستر درزونه او اورونه بل شي. د ټرمپ تر بریا ورسته په ګرده نړۍ کې په تیر بیا اروپا او امریکا کې ښی اړخې سختدریځه توکمپاله ګوندونه،چې دوی په اصل کې د کډوالو، مسلمانانو او اسلام ضد ډلې ټپلې دي چې په فرانسه، جرمني، اتریش، دنمارک، هالنډ، پولنډ، هنګري، روسیه او نورو هیوادو کې د خوشالیو نڅاګانې کوي.
ټرمپ د خپل ټاکنیزې مبارزې پرمهال دا هم ویلي دي، چې امریکې ته د ترهګرو هیوادونو څخه د مسلمانانو پر ورننوتلو باندې بندیځ لګوي او یا امریکې ته د مسلمانانو وروتګ اجازه ورنه کړي، څو له دې لارې د امریکې په خاوره کې د ترهګریزو بریدنو مخه ونیول شي. ټرمپ د امریکې اقتصادي وضعیت د سقوط سره مخامخ ویني. دی په نړیوال سوداګريز بازار کې د چین هیواد یو ستر سیال ګڼې او ټرمپ په نړیوال سوداګړي بازار کې د چین اقتصادي بریالیتوب کې د امریکې د اقتصادي سقوط اصلي لامل ویني.
ټرمپ خپل هیواد د چین ولسي جمهوریت د اقتصادي ځواک د ودې له امله تر ستر ګواښ لاندې ویني. هغه تل په چین تور لګولي او پر چینایانو له ملنډو ډکې ادعاوې لري، دی وایي دغه هیوا د په نړیوال بازار کې د خپلي کرانسۍ بیه راټیټوي او چین پر نړیوال کچ له دې لارې د خپلو صادراتو څخه ګټه پورته کوي .له دې امله ټرمپ پر چینایي مالونو جګه جزایي ګمرکي مالیه لګول غواړي.که ټرمپ پر چینايي توکو باندې ۴۵ سلنه جزایي مالیه وضع کړي،بیا نو سمدستي په نړۍ کې سوداګریزه جګړه پیل کیږي .دا جګړه به په لومړۍ ګام کې پر دواړو خواوو ناوړه او منفي اغیز ولري. پر ۲۰۱۶ کال د مې میاشت کې جمهوریپال ټرمپ داسي هم ویلي وو . موږ باید نوره اجازه ورنه کړو، چې چین زموږ پر هیواد باندې (اقتصادي) جنسي تیري وکړي.
پوښتنه دا هم راولاړیږي، آیا د امریکې مشرانو جرګه به په دې وتوانیږي،چې ټرمپ پام د تخطي او یا د سرې کړښې څخه د اوښتو په صورت کې خپلو مسوولیتونو ته ور وګرځوي .
د امریکې دولتي سیسټم پر بنسټ ولسمشر د ولسي جرګې او د مشرانو جرګې کانګرېس له همکاريو پرته حکومتي چارې یا حکومتولۍ نشي پرمخ بیولالي، کله چې ولسمشر د سیناټ او کانګریس خبره ونه مني او یا همغږي ورسره نشي ولسمشر سمدستي په خپل کاري چپریال کې بلاک کیږي یا د تصویبدو قانوني لارې پرې بندیږي.ټرمپ له پیله په خپل ګوند کې د لسګونو جګپوړو جمهوریپال مشرانو د مخالفت سره هم مخامخ دی.
ولسمشر ولسي جرګې او مشرانو جرګې یا کانګرېس ته اړ دی، نه دا چې مشرانو جرګه ولسمشر ته اړه ده. ولسمشر نشي کولالي پرته له کانګریس د حکومت چارې پرمخ بوځي. ټرمپ په ډیر ژر په دې وپوهیږي، چې دی د مشرانو جرګې سره په مخالفت کې حکومتوالۍ نشي کولاي. همداراز دي نشي کولاي پوځي یرغل په خپلسر پرته د کانګرېس له تصویبه پيل کړي. د امریکې د اساسي قانون پربنسټ ولسمشر کولای شي د کانګرېس د تصویب پرته ځینی پریکړي هم پلي کړي، لکه امریکې ته سوریایي کډوالو د پلان شوي راتګ مخه نیول، د چين او مکسیکو څخه پر د وارداتي مالونو باندې جزايي ماليه لګول، د وسلو ګرځولو نوي قانون بلي کول او د نړیوالو سوداګریز تړونونو لغوه کول او داسي نور موارد شته چې ولسمشر پرته له مشرانو جرګې یا کانګرېسه عمل کولي شي. ټرمپ ویلي، چې سپینې ماني ته د ورتګ ورسته د سلو ورځو په د نننه کې یو دقیق پلان به د مکسیکو د ډیوال جوړول په اړه وړاندې کړي او امریکا ته د ځینو ځانګړو هیوادنو وګړو ورتګ منع کړي او د روغتیا یي بیمې نوي ریفورم به هم وړاندي کړي. ټرمپ د خپلو لومړیو سلو ورځو پلان په ډاګه کولو کې د مکسیکو سره دیوال جوړولو. د اقلیم ساتني په اړه د پاریس تړون لغوه کولو په اړوند هیڅ هم ونه ویل.
د دلسمشر یزو ټاکنو ورسته د امریکې په یو شمیر ایالاتونو کې د ټرمپ پر ضد او مخالفت کې لاریونونه روان دي، لاریون کوونکو شعارونه ورکول، ٬٬ ټرمپه، زما ولسمشر نه يې٬٬.
د افغانانو هیلې او اندیښنې
افغانان به د ټرمپ په اړه هغه مهال قضاوت وکړي،چې دی په څه ډول په افغانستان کې د امریکا ناسم پوځې شتون او دا نا متوازنه جګړه پایته رسول غواړي او افغانستان ته د تلپاتي سولې او ثبات په راوستو کې په څه ډول مرسته کوي او د افغانستان د پرمختګ په اړه خپله پالیسي او لیوالتیا په څه ډول ښیي. همداراز ټرمپ خپل بهرنې سیاست د پاکستان د اټومي وسلو او په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنو اړوند په څه ډول اعلانوي. آیا امریکا په ریښتني ټوګه په افغانستان کې د پاکستان او ایران د لاس وهنو مخه نیسي او د ایران سره د اټومي تړون د ارزولو ورسته د تړون لغوه کول اعلانوي. لنډه دا چې د افغانستان په ګاونډ کې باید اټومي وسلې لمنځه یووړل شي. د ګاونډیانو دا اټومي وسلې په راتلونکي کې افغانستان ته یو ستر ګواښ ګرځیدلي شي.
پای
 

 

- سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
بېرته شاته